اقتصاد

د کندوز ښار د سرک جوړونې پروژې کاري فرصتونه رامنځته کوي او د لارویانو لپاره ژوند اسانوي

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) د بیارغونې د څلورو پروژو په پیل کولو سره د کندوز اوسېدونکیو ته تقریبا ۱۰۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کړي چې له ۲۳۰۰۰۰ ډالرو څخه ډېر لګښت به پرې راشي. [کریم دشتي]

کندوز -- د سرکونو د څلورو نویو پروژو، چې تېره میاشت پیل شوې، په بشپړېدلو سره به د کندوز ښار اوسیدونکي په اوړي کې د دوړو او په ژمي کې د خټو له ستونزو څخه پرته کار او ښوونځي ته تګ راتګ وکړای شي.

ښار ته د یوې اضافي ګټې په توګه، دا پروژې چې د کندوز ښار د اوسیدونکو په غوښتنه او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) له خوا له ۲۳۰۰۰۰ ډالرو څخه د زیاتې بودجې په تمویل سره پیل شوي، له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر ځایي کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د کندوز ښاروال ګل محمد الیاس سلام ټایمز ته وویل، د وري په ۱ د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې د څلورو پروژو د رغونې چارې پیل شوې.

هغه وویل، د هغو پروژو په لړ کې به چې «له دوو څخه تر څلورو میاشتو پورې وخت کې بشپړې شي»، خراب شوي سرکونه ترمیم او بیا ورغول شي، فرعي کوڅې به پخې شي، خام سرکونه به جوړ کړای شي او د بدرفت کانالونه به پاک شي چې ورسره به تګ راتګ اسان شي.

د کندوز ښار اوسیدونکي د وري په ۳مه د یوې پراختیایي پروژې په لړ کې چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د ادارې له خوا تمویلیږي، یوه کوڅه جوړوي. [د کندوز ښاروالي]

د کندوز ښار اوسیدونکي د وري په ۳مه د یوې پراختیایي پروژې په لړ کې چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د ادارې له خوا تمویلیږي، یوه کوڅه جوړوي. [د کندوز ښاروالي]

هغه وويل، «د دغو پروژو په پلي کېدلو سره له لسو زرو څخه زياتو بې روزګارو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې،» او يادونه یې وکړه چې هغوی د خپل کار په بدل کې د پيسو د ترلاسه کولو ترڅنګ د خپلو سیمو په پرمختګ کې هم برخه اخلي.

الیاس وویل، کار به «د مولوي سراج الدین شهید په کوڅه، د څلورمې ناحیې په سره حوا کوڅه او د دریمې ناحیې د بي بي عایشې صدیقې لېسې ته څېرمه کوڅه کې» تمرکز وکړي.

هغه وويل، همدارنګه په کارته هلال کوڅه او د سيد نعيم عسکر او د پنځمې ناحيې د سر دورې په ځينو سيمو کې هم د رغونې او بيارغونې کارونه پيل کیږي.

تګ راتګ ښه کېدل

د کندوز اوسېدونکو او هغو کسانو چې د ښار د سرکونو په پروژو کې کار کاوه سلام ټایمز ته وویل، هغوی د دغه نوښت هرکلی کوي.

د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي سيف الدين چې ۴۷ کاله عمر لري، وويل، خوښ دى چې د سيمې ترانسپورتي ستونزې هوارېږي.

هغه وويل، «زموږ کوڅه نږدې يو کيلومتر اوږده ده. دا خامه وه، غټې کندې په کې وې، او په ژمي کې به موټر ورځو په کې نښتي ول.»

هغه وویل، «په ژمي کې خلک د کندو او د لارې د خرابوالي له امله په کوڅه کې پلي نشوای تللی چې ښار ته لاړ شي.»

۳۵ کلن نوید احمد، چې دی هم د کندوز ښار په لومړۍ ناحیه کې اوسېږي، وویل، د هغې کوڅې چې دی په کې ژوند کوي، حالت پخوا خراب و، خو ویې ویل چې نوی سرک به ډېرې ستونزې هوارې کړي.

هغه وويل، د سرک جوړونې د پروژې په بشپړېدلو سره به د هرچا لپاره تګ راتګ اسان شي، او يادونه یې وکړه چې د ښوونځي زده کوونکي به اوس «بې له دې چې کالي او بوټان یې په خټو ککړ شي» وکولی شي چې ښوونځي ته لاړ شي.

ځایي دندې

د کندوز یو شمېر اوسیدونکو وویل، د کار پیدا کولو او د محلي ترانسپورت د ښه کیدلو سربیره، ساختماني پروژو ګاونډیو هیوادونو ته د ځوانانو د غیرقانوني مهاجرت یو ګټور بدیل رامنځته کړی دی.

د کندوز ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي ٣٣ کلن رحيم الله وويل، ډېرو ځوانانو چې له سختو شرایطو سره مخامخ ول، د کار په لټون پسې هېواد پرېښی دی ځکه چې په هېواد کې دننه بې کاري ده.

هغه وويل، «له بده مرغه، زموږ زياتره ځوانان چې ايران او پاکستان ته د کار لپاره تللي دي، د هغو هېوادونو د حکومتونو په تېره بيا په ايران کې له ګڼو ستونزو او تبعيض سره مخامخ دي.»

رحيم الله چې په درېيمه ناحيه کې د سرحوض کوڅې په پروژه کې کار کوي، وويل، «که د مرستندويو ادارو له خوا ورته نورې پروژې پلې شي، ځوانان به هيڅکله هم خپل کورونه پرې نه ږدي.»

هغه وويل، «زه په ټولو ځوانانو غږ کوم چې هغوی د دې پر ځاى چې د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي، خپله انرژي دې په خپل هېواد کې ولګوي. دا به د دوی د خپل هیواد په جوړولو کې مرسته وکړي، او د دوی عزت به خوندي شي.»

د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي ٤٣ کلن جمعه الدين نظري وويل، چې د ده په ګډون د دې سيمې ټولو اوسېدونکيو په دې پروژه کې برخه اخیستې ده.

هغه وويل، «موږ د کارته هلال کوڅې د بيارغونې غوښتنه وکړه، چې په کې په سلګونو کورنۍ ژوند کوي. پخوا په اوړي کې د دوړو او په ژمي کې د خټو له امله په دې سرک باندې تګ راتګ خورا ستونزمن و.»

نظري وويل، «موږ حتی جومات ته د لمانځه لپاره نشوو تللای،» او زياته یې کړه چې اوسېدونکي خوښ دي چې د سرک د پخولو کار پيل شو.

هغه وویل، «د ښار دننه ډېری کوڅې خرابې شوي دي او جدي بیارغونې ته اړتیا لري.»

نظري وویل، «زه هیله لرم چې مرستندویې ادارې د ښار دننه د حلقوي سرکونو بیارغونې او ترمیم ته جدي پاملرنه وکړي څو خلک په اسانتیا کې ژوند وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان شمال او جنوب غرب خواته توجه پخوا هم کېدله او اوس هم کیږي. زه چې د سلام ټایمز خبرونه او تحلیلونه ګورم، د افغانستان د ختیځ او مرکزي سیمو په هکله په کې د رغاونې د چارو خبرونه یا نه راځي یا بیخی کم وي. مثلا د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان د پرمختیایي کارونو په هکله راپورونه نه راځي. دغه راز، د هزاره مېشتو ولایتونو بامیان او دایکندي کې د ابادۍ په هکله معلومات نه خپریږي. که څه هم چې یو شمېر هزاره ګان له پښتنو څخه نفرت لري، خو هغه اکثر هغه هزاره ګان دي چې د ایران د استخباراتي ادارو له خوا حمایه کیږي او د دې لپاره تربیه شوي چې په افغانستان کې قومي نفاق رامنځته کړي. خبره اوږده شوه، هدف مې دا وه چې مونږ له هیڅ قوم سره دښمني نه لرو. زمونږ لپاره ټول قومونه ټول یو افغان دی. موجود حکومت چې ځان د ټول افغانستان استازی بولي، باید اقلیتونو او په ځانګړې توګه هزاره او ترکمنو سره ښه چلند وکړي. مننه

ځواب ورکړئ

ماشاءالله څومره ښه کارونه شروع دي او هره ورځ د سلام ټایمز له وېب پاڼې همداسې خوندور خبرونه لولو چې په لیدو یې د سړي زړه تسکین وکړي. د سړکونو ترمیم په دې خاطر ښه دی چې پاتې برخه روغ سړکونه به خوندي وساتل شي؛ مګر که ترمیم نه شي کومې برخې چې روغې دي هم د موټرو په تګ راتګ ویجاړیږي. پلې لارې رښتیا هم یو لوی مشکل په ښارونو کې دا دی چې دغه لارې په اوړي ګردونه کوي ځکه بارانونه نه وي خلک په بېلا بېلو ناروغیو د همدې دوړو له وجې اخته کېږي او په ژمي کې بیا همدا لارې له خټو ډکې وي او اوبه په کې ځای ځای ډنډ وي چې د تګ راتګ لپاره یې غټ مشکل جوړ کړی وي او په لاره تېرېدونکي کسان ترې په عذاب وي. دا واړه واړه کارونه دې لا ډېر شي چې یوه ورځ د وطن هره برخه ګل ګلزار ووینو او په ګرځېدو یې خوند واخلو.

ځواب ورکړئ

دا ټول بشردوستانه کارونه دي. د کندوز ولایت خلک د کندوز ښار د سرکونو او کوڅو د جوړولو د کار په پیلیدلو ډیر خوښ دي. د ژمي په موسم کې به د کندوز خلک په دې کوڅو کې په خټو تېرېدل او کالي به يې تل په خټو ککړ وو. د دې پروژې په بشپړیدلو سره به د کندز خلک وکولی شي خپل بوټان او جامې پاک وساتي. دوی کولی شي پرته له دې چې بوټان او جامې یې ولړل شي، ښار، ښوونځي او جومات ته لاړ شي. د دې پروژې د کار په پيلېدلو سره لس زره بې روزګاره ځوانان چې په خپلو کورونو کې بې کاره ناست ول، په کار بوخت شوي دي. د دې پروژې په جوړولو سره ملګري ملتونه وتوانېدل چې زموږ د لسو زرو ځوانانو د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته د تګ مخه ونیسي. که ملګري ملتونه د افغانستان په نورو ولایتونو کې نورې پروژې پیل کړي، زموږ ځوانان به ایران او پاکستان ته مهاجر نه شي.

ځواب ورکړئ