امنیت

له طالبانو سره د خبرو د دریدو په ترڅ کې خپلمنځي برید په زابل کې ۲۴ افغان امنیتي منسوبین ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ‌ کې له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته روان دی. د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ خبرې د بندیانو د وړاندیز شوې تبادلې او د اورپکو د زیاتېدونکو بریدونو له امله له خنډ سره مخامخ دي. [ګیوسیپ کساس/ای اېف پي]

د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ‌ کې له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته روان دی. د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ خبرې د بندیانو د وړاندیز شوې تبادلې او د اورپکو د زیاتېدونکو بریدونو له امله له خنډ سره مخامخ دي. [ګیوسیپ کساس/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې له طالبانو سره د ولاړو خبرو د پيلولو لپاره هڅې روانې دي، چارواکو ای اېف پي ته وویل چې لږ تر لږه ۲۴ تنه افغان امنیتي منسوبین د جمعې په ورځ /د وري ۱/ د افغانستان په جنوب کې د هغوی په یوه اډ‌ه باندې د خپلمنځي برید په ترڅ کې ووژل شول.‌

په زابل ولایت کې د سهار وختي برید په داسې حال کې رامنځته شو چې افغانستان د طالبانو په تاوتریخوالي کې د ډېرښت په ګډون چې د سولې مشکوکه پروسه یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړې، او د کورونا وایرس د زیاتېدونکي شمېر پېښو له ګڼو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.

د والي رحمت الله یارمل په وینا، په زابل ولایت کې په شوي برید کې څو «نفوذي» کسان ښکېل وو چې په خپلو ویدو ملګرو باندې یې ډزې کړي دي. دا له هغه وخت راهیسې چې متحده ایالاتو تېره میاشت له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ یو له تر ټولو مرګونی برید وه.

د سهار وختي برید د ولایت له مرکز کلات سره نږدې د پولیسو او اردو ګډ مرکز په نښه کړ.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان حقبیان وویل، «په برید کې د افغان اردو ‍۱۴ او د پولیسو ۱۰ منسوبین ووژل شول.»

هغه زیاته کړه، څلور نور افغان سرتېري ورک دي.‌

حقبیان وویل، «بریدګرو له طالب یاغیانو سره اړیکې لرلې.»

هغوی په دوه پوځي هاموي او یوه پېک آپ موترو کې له وسلو او مهماتو سره یوځای تښتېدلي دي.‌

یارمل له ای اېف پي سره په خبرو کې دا شمېر تایید کړ.‌

طالبانو په دې هکله د نظر ورکولو غوښتنې ته د اوس لپاره ځواب ورنکړ.‌

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند صدیق صدیقي د پېښې پړه پر طالبانو ور واچوله.‌

هغه په ټوېټر په یوه پوست کې ولیکل، «افغان حکومت په زابل ولایت کې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو برید چې ډېرو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په کلکه غندي. د طالبانو دا فجیع کار تاوتریخوالي ته د دوام ورکولو په لور او د افغانستان د سولې د پروسې پر ضد د هغوی د ژمنتیا یو روښانه مثال دی.»

زابل ولایت له ډېر وخت راهیسې د یاغیانو مرکز او د طالبانو د پخواني لوی مشر ملا محمد عمر، چې په ۱۳۹۲ کې مړ شو، د استقامت ځای وو.

طالبان او په کابل کې افغان حکومت دواړه د بندیانو د وړاندیز شوې تبادلې په هکله مشاجرې ته دوام ورکوي.

غني د کب په ۲۱مه د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د پلان شوې خوشې کېدا په هکله یو حکم لاسلیک کړ. دا له متحده ایالاتو سره د طالبانو په هوکړه کې له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو د پیلولو لپاره د طالبانو یوه لویه غوښتنه وه.

طالبانو غوښتل چې د خبرو له پیلېدلو څخه مخکې هغوی ټول په یو وار ازاد شي، په داسې حال کې چې کابل غوښتل چې هغوی په مرحلو کې خوشې کړي، خو په دې شرط چې د طالبانو چلند ښه شي.

افغان حکومت د بندیانو د خلاصون په بدل کې د وار له مخه شرطونو په توګه غوښتنې لرلې چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، دا ضمانت ورکړي چې خوشې شوي جنګیالي به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي او طالبان به د سولې مخامخ خبرې پیلوي.

دا چې طالبانو د غني په حکم کې راغلي شرطونه رد کړل، افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو ۱۵۰۰ کسیزه ابتدایي ډله خوشې نه کړه، ځکه هغوی غوښتل چې دا کار د ښه نیت ښودلو په توګه وکړي.‌

د کورونا وایرس ګواښ په پراخېدلو دی

د زابل برید یواځې یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شو چې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد په طالبانو باندې غږ وکړ چې د نوي کوروناوایرس پر ضد د مجادلې لپاره دې اوربند وکړي. کتونکي وېره لري چې دغه وایرس خپل او پردی نه پېژني او خپرېږي.

خالد په یوه وینا کې چې په تلوېزیون خپرېدله وویل، «زموږ وړاندیز دا دی چې د دغه افت د مخنیوي لپاره باید اوربند وشي څو موږ وکولی شو چې مخه یې ونیسو او د هېواد په هر کونځ کې خلک تداوي کړو.»

د روغتیا وزارت په وینا، په افغانستان کې د وري تر ۱ پورې ۲۴ تایید شوې پېښې موجودې دي، خو د نږدې ۳۵ میلیونو خلکو په دغه هېواد کې یواځې شاوخوا ۳۰۰ کسان معاینه شوي دي. په ګاونډي ایران کې، له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک د دغه په لوړه کچه ککړوونکي وایرس له امله مړه شوي دي.

خالد وویل، افغان ځواکونه باید د طالبانو پر ضد یو لا ډېر تهاجمي «فعال دفاعي» موقف اختیار کړي. یاغي ډلې د کب په ۱۰مه له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو راهیسې په ټول هېواد کې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د وري په ۱د نوروز په مناسبت په یوه ټویټ کې، د متحده ایالاتو مرکچي چې له طالبانو سره هوکړې ته یې لاره هواره کړه، په افغان مشرانو باندې غږ وکړ چې «د سولې له تاریخی فرصت» څخه ګټه واخلي او له طالبانو سره کار وکړي چې کورونا وایرس مهار شي.

په ورته وخت کې، د ایران امنیتي ځواکونه په زرګونو هغه افغان کډوال چې د کوروناوایرس د لرلو شک پرې کېږي یا په کې تایید شوی وي، رانیسي، او په زور یې افغانستان ته اخراجوي او نړۍ والو خوندي کوونکیو معیارونو ته پام نه کوي یعنې دې ته فکر نه کوي چې نړۍ د مرګوني نړۍ نیوونکي وایرس له خپرېدا څخه خوندي شي.

ای اېف پي د دوشنبې په ورځ‌ /د کب ۲۶مه/ د آی او اېم له قوله راپور ورکړ چې، په تېرو ۲۰ ورځو کې له وایرس وهلي ایران څخه شاوخوا ۷۰۰۰۰ افغانان راستانه شوي دي چې کتنه یې په سرحد کې د مؤظفو روغتیایي کارکوونکیو له توانه وتلې او وېرې شته چې په کمزوري هېواد کې په پراخه کچه د ناروغۍ د خپرېدا خطرونه رامنځته کړي.

له ایران سره په پوله پراته هرات ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رییس احمد جاوېد نادم خبرداری ورکړ چې د راستنېدونکو د شمېر د ډېرښت او د روغتیایي فاجعې د مخنیوي لپاره ډېرو روغتیایي کارکوونکیو او د ازموینې بهترو مرکزونو ته اړتیا ده.‌

نادم ای اېف پي ته وویل، روغتیایي کارکوونکي «یواځې له راستنېدونکیو څخه ځینې پوښتنې کوي او د هغوی تودوخه معاینه کوي. دا کافي نه دي.‌»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نه دا لیکنه مې ځکه خوښه نه سوه چې ځینې شیان تاسې درواغ پکې لیکلې او ویلې مو دي.

ځواب ورکړئ

مرګ په رزیلو او وحشي طالبانو چې سولې ته له ژمنې سره سره یې د نوروز په ورځ په داسې حال کې چې نړۍ له کورونا ناروغۍ سره لاس او ګرېوان وه په خپلو هېوادوالو باندې مرګونی برید وکړ. هغوی پخپله وعده باندې وفا نه کوي. یو لاس ته، هغوی غواړي چې بندیان یې خوشې شي، بل لاس ته، هغوی د امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.‌

ځواب ورکړئ

د طالب او خره تر منځ فرق دا دی چې خر په څلورو ځي او د پاکستان د استخباراتو حرامي اولاد یعنې طالب په دوه پښو ګرځي خو فکر یې له څلوربول نه هم بدتر دی. د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو یو کس دې څوک وښیي چې هغه مسلمان نه وي او چې کله ټول مسلمانان دي نو بیا دا د پنجاب د استخباراتي ادارو ګوډاګیان په کوم دلیل مسلمان افغانان وژني؟

ځواب ورکړئ