ديپلوماسي

د زابل اوسېدونکو له طالبانو څخه وغوښتل چې د اوږدې مودې اوربند ومني

د رازق کندهاري راپور

د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د زابل په سلګونو اوسېدونکي د سلواغې په ۲۷مه په مرکز قلات کې راټول شول چې د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د اوږدې مودې په مخه دې اوربند وکړي. [رازق کندهاری]

زابل -- د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د زابل په سلګونو اوسېدونکي د سلواغې په ۲۷مه په مرکز قلات کې راټول شول چې د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او په طالبانو یې وهڅول چې د اوږدې مودې په مخه دې اوربند ومني.

په زابل کې یوه دیني عالم مولوي محمد هاشم ارغندیوال د زابل ولایت په مرکز کې غونډې ته وویل، «زه په تاسو باندې غږ کوم چې د افغانانو وژل، چې یو لوی جنایت دی، ودروئ. راشئ او د خپل هېواد د جوړولو لپاره د خپلو خلکو تر څنګ کار وکړئ. مه پرېږدئ چې د ایران ... او روسیې د ګټو قرباني شئ.»

هغه وویل، «که تاسو دا خیال لرئ چې افغانان به د ۱۳۷۵ په څېر ستاسو جابر حکومت ومني، دا بېخي ناشونې ده. دا لېونتوب دی.»

د غونډې یوه بل برخه وال مولوی محمد اصغر افغان په طالبانو باندې غږ وکړ چې د انتخاباتو له لارې په حکومت کې برخه واخلي.

د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د زابل په سلګونو اوسېدونکي د سلواغې په ۲۷مه په مرکز قلات کې راټول شول چې د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د اوږدې مودې په مخه دې اوربند وکړي. [رازق کندهاری]

د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د زابل په سلګونو اوسېدونکي د سلواغې په ۲۷مه په مرکز قلات کې راټول شول چې د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د اوږدې مودې په مخه دې اوربند وکړي. [رازق کندهاری]

هغه وویل، «راشئ، سوله وکړئ او د انتخاباتو له لارې په حکومت کې برخه واخلئ. تاسو نشئ کولی چې نور په زور واکمنی وکړئ.»

د زابل اوسېدونکي نیازمحمد زابلي چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، طالبان باید له افغان امنیتي ځواکونو سره پخلا او د هغوی له لیکو سره یوځای شي.

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا د دې وطن بچیان وي، هغوی باید راشي او له ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت سره یوځای شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.»

د زابل د ولایتي شورا یوه غړي عمرخان عمري هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو څخه ملاتړ څرګند کړ.

هغه غوښتنه وکړه چې د اورپکو ډله دې له القاعدې اوترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په دې توګه دې سولې ته لاره هواره کړي.

عمري زیاته کړه، «ټوله نړۍ د افغان حکومت ملاتړ کوي. زه باوري یم چې د سولې په پروسه کې به د افغانانو قربانۍ او حقونه هېڅکله هم له پامه ونه غورځول شي او دا زموږ لپاره سره کرښه ده.»

د ښځو حقونه

په غونډه کې د ښځو او ځوانانو استازو په حکومت او نړۍ واله ټولنه باندې غږ وکړ چې هغه پرمختګ چې هغوی د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې کړی دی، خوندي کړي.

په زابل کې د مدني ټولنې یوې فعالې ګلالۍ کریمي وویل، «موږ د سولې د پروسې ملاتړ کوو خو په دې شرط چې ښځو ته ورکول شوي حقونه او ازادي له پامه ونه غورځول شي.»

هغې وویل، «د هېواد د ښېرازۍ لپاره د بل هر چا په نسبت ډېره قرباني ښځو ورکړې ده او له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د دولت ملاتړ کوي.»

هغې زیاته کړه، «د خدای په فضل سره اوس په زرګونو ښځې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه فارغې شوي ... هغوی په مسلکي موسساتو کې کار او د خپلې خوښې ژوند کوي. موږ غواړو چې د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره مبارزه وکړو.»

کریمي وویل، «افغان حکومت، متحده ایالات او ملګري ملتونه باید د سولې په خبرو کې له طالبانو څخه وغواړي چې په هېواد کې د ښځو د زده کړې او کار اجازه ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خلک ولې له متحده ایالاتو څخه نه غواړي چې له افغانستان څخه ځواکونه وباسي؟ ځکه چې جنګ د متحده ایالاتو په یرغل سره شروع شوی دی، او څو چې متحده ایالات په افغانستان کې وي جنګ به روان وي.

ځواب ورکړئ

متحده ایالات باید د افغانستان جګړه ژر تر ژره ودروي. هغوی باید په طالبانو او افغان حکومت باندې فشار واچوي چې په سملاسي توګه بین الافغاني خبرې پیل کړي او د یوه ګډ حکومت د جوړولو لپاره یوې اجماع ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ

ولې طالبان د خلکو اواز نه اوري او اوربند نه اعلانوي؟ که هغوی د هېواد د خپلواکۍ لپاره جنګ کوي هغوی باید هغه څه ته غوږ ونیسي چې خلک یې ترې غوښتنه کوي. جنګ په هېواد کې بس دی نو طالبان باید د یوه سملاسي اوربند اعلانولو ته چمتو اوسي. که دا ویجاړوونکی جنګ لږ تر لږه د پنځو کالو لپاره روان وي، اکثر افغانان به له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

ځواب ورکړئ