امنیت

په کندهار کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرو افغانانو د سولې او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

د رازق کندهاري راپور

له ۱۵۰۰ څخه ډېر افغانان د چنګاښ په ۱۷مه په کندهار ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. [رازق کندهاري]‌

کندهار -- د ښځو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون له ۱۵۰۰ څخه ډېر افغانان په کندهار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

د هلمند، کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۷مه په کندهار ښار کې لاریون وکړ. د کندهار ښځو د چنګاښ په ۱۸مه په ښار کې یو جلا لاریون وکړ.‌

د غونډې یوه برخه وال او د زابل د ولایتي شورا رییس عطاء جان حق بیان د چنګاښ په ۱۷مه وویل، «ټول افغانان سوله غواړي، او مونږ یوه باوقاره سوله غواړو. مونږ د داسې یوې سولې غوښتنه کوو چې لاره یې د افغانانو په سرونو دپاسه تېره نشي. دا زمونږ سره کرښه ده.»

د ورور وژنې د پای ته رسولو غوښتنه

حق بیان وویل، «زه طالبانو ته وایم چې هغوی باید نور د بهرنیانو د خوشحالولو لپاره خپل ورونه ونه وژني. مه پرېږدئ چې نور مو خویندې او میندې اوښکې توی کړي. خپلې وسلې په ځمکه کېږدئ او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ د خپلو خلکو خدمت وکړئ.»

د هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو له ۱۵۰۰ څخه ډېر استازي د چنګاښ په ۱۷مه په کندهار ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. [رازق کندهاري]‌

د هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو له ۱۵۰۰ څخه ډېر استازي د چنګاښ په ۱۷مه په کندهار ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. [رازق کندهاري]‌

د کندهار د ولایتي شورا یوه غړي حاجي نعمت الله شېردلي تاکید وکړ چې اورپکي هم باید د سولې د پروسې د برخې په توګه په اوربند کولو باندې موافقه وکړي.

هغه وویل، «سوله یوازې هغه وخت راتللی شي چې یو واقعي اوربند تطبیق شي، سیاسي بندیان خوشې شي، د افغانستان اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیول شي، دفاعي ځواکونه په خپل حال پاتې شي او نشه ییز توکي بند کړای شي.»

د جنوبي سیمې لپاره د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي مسعود اخوندزاده په طالبانو باندې غږ وکړ چې د بې ګناه افغانانو وژنه ودروي.

هغه د غونډې برخه والو ته وویل، «زه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته وایم چې مونږ ډېر جنګ وکړ، او مونږ باید د ورورۍ په چاپېریال کې سره راغونډ شو. لطفاً د بین الافغاني خبرو اترو له لارې سوله وکړئ. په بهرنیو هېوادونو کې کتنې نشي کولی چې دا وطن ورغوي. مونږ باید په خپل وطن کې دننه کېنو او د سولې په هکله فیصله وکړو.»

هغه وویل، «په هره کوڅه کې یوه کونډه ناسته ده، په هر کلي کې یتیمان دي. مونږ سوله غواړو.»

د فراه ولایت یوه قومي مشر علي محمد په غونډه کې وویل، «د افغانستان هر غر، هره دره، هر کلی او هر ښار له جنګ څخه ستړی دی. مونږ له جنګ څخه ستړي یو او زمونږ هدیرې ډکې دي. جنګ زمونږ وطن معیوب کړی او زمونږ شتمني یې لوټلې ده.»

د سولې په برخه کې د ښځو مرسته

په ورته وخت کې، په کندهار کې له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځې د چنګاښ په ۱۸مه راټولې شوې او د سولې په پروسه کې یې د ښځو په ګډون باندې تاکید وکړ.

په کندهار کې د مدني ټولنې یوې فعالې زرغونې بلوچ له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو برخه اخیستنه وستایله. د هغو افغانانو په ډله کې چې د چنګاښ په ۱۶ - ۱۷مه یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو هیئت سره وکتل لږ تر لږه ۶ ښځې موجودې وې.

بلوچ وویل، «د ښځو له خوا په کور دننه او بهر کې د سولې په مهمو کانفرانسونو کې برخه اخیستنه ثابتوي چې د شخړې لوري په سیاسي چاپېریالونو کې د هغوی له رول لرلو سره علاقه مندي لري.»

په کندهار کې د ښځو د حقونو یوې ملاتړې جمیلې یوسفي وویل، «مونږ به له خپل موقف څخه په استفادې سره د شخړې لوریو ته د سولې پیغام ورسوو، او مونږ به خپلو هڅو ته تر هغه دوام ورکړو چې دا پروسه بریالۍ شي او یو اوربند وشي.»

د کندهار اوسېدونکې بسمینې چې د خپل تخلص له څرګندولو یې ډډه وکړه، وویل، د ښځو حقونه، په ځانګړې توګه ښوونې او روزنې ته لاسرسیباید د سولې په خبرو کې شامل کړای شي.

هغې وویل، «د سولې په خبرو کې، ښوونې او روزنې ته د ښځو لاسرسی باید تضمین شي، که نه، د سولې دا خبرې به بې ګټې تمامې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500