مظاهرې

د خلکو د سولې حرکت خپل پیغام سړکونو ته وکاږه -- له هلمند څخه کابل ته په پښو روان دي

د ضیا ثمر راپور

د خلکو د سولې د حرکت غړي پلازمېنې ته غزېدلې ۶۳۰ کیلومتره اوږده لاره په پښو وهي چې په طالبانو باندې فشار واچوي چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل بند کړي. [ضیا سمر]

لښکرګاه -- په لښکرګاه کې په یوه خېمه کې له ۵۰ ورځو اوږدې ناستې څخه وروسته، د خلکو د سولې د حرکت یو شمېر غړو پرېکړه وکړه چې له هلمند څخه کابل ته په پښو لاړ شي او د خپلې غوښتنې په هکله خبرتیا زیاته کړي.‌

یو شمېر ځوانانو دغه حرکت د وري په ۴ مه د ولایت په مرکز کې یوه ورځ وروسته له هغه د یوې خېمې په درولو سره پیل کړچې له یوه ځایي لوبغالي څخه بهر یو بم وچاودېد، ۱۷ تنه ملکي خلک یې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.‌

که څه هم چې هېڅ ډلې د چاودنې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو احتجاج کوونکيپه طالبانو باندې فشار راوړ چې سوله وکړياو د ملکي خلکو وژل ودروي.

له پیل څخه نیولې په لومړیو دوه میاشتو کېد خلکو د سولې حرکت داسې پراخ شو چې قومي مشران، د مدني ټولنې فعالان او د ښځو په شمول په وطن کې د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شویو خلکو خپلوان هم پرې ورټول شول.‌ همدارنګه، د افغانستان د سولې عالي شورا، د افغان علماوو شورا او سیاسي مشرانو د هغوی ملاتړ وکړ.‌

په لښکرګاه کې د خلکو د سولې د حرکت ۸ غړي چې، چې ۶ نور ورسره له کندهار څخه یوځای شول، کابل ته پلي روان دي. دغه ډله د غوایي په ۳۱ مه د کابل - کندهار په لاره لیدل کیږي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]

په لښکرګاه کې د خلکو د سولې د حرکت ۸ غړي چې، چې ۶ نور ورسره له کندهار څخه یوځای شول، کابل ته پلي روان دي. دغه ډله د غوایي په ۳۱ مه د کابل - کندهار په لاره لیدل کیږي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]

د خلکو د سولې د حرکت غړو د غوایي په ۲۳ مه د لښکرګاه په پرلت کې داسې نښې پورته کړي چې پرې لیکلي مونږ سوله غواړو. [ضیا سمر]

د خلکو د سولې د حرکت غړو د غوایي په ۲۳ مه د لښکرګاه په پرلت کې داسې نښې پورته کړي چې پرې لیکلي مونږ سوله غواړو. [ضیا سمر]

دغه حرکت د هلمند ولایت نورو سیمو ته خپور شو، او د کندهار،‌ زابل،‌ اروزګان، فراه،‌ بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکو د دغه حرکت او د سولې لپاره د هغه د غوښتنې په ملاتړ خېمې ودرولې.‌

کابل ته پلی تګ

اوس دغه ډله خپل پیغام قدم په قدم خواوشا ۶۳۰ کیلومتره لیرې کابل ته لېږدوي.‌

د سولې د حرکت ۸ غړي د غوایي په ۲۳ مه له لښکرګاه څخه وخوځېدل. هغوی د غوایي په ۲۹ مه د کندهار له لارې تېر شول،چې له هغه ځای څخه ۶ نور غړي هم ورسره ملګري شول، او د غوایي په ۳۱ مه د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ته ورسېدل.

د سولې د حرکت یوه ۲۸ کلن غړي اقبال خیبر له تګ څخه مخکې په لښکرګاه کې سلګونو خلکو ته په وینا کې وویل، «مرګ د ژوند یو حقیقت دی، خو مونږ نه غواړو چې داسې په شرم سره ووژل شو. مونږ به د سولې لپاره غږ پورته کړو، او مونږ به دا غږ د نړۍ هر کونج ته ورسوو.»

خیبر وویل،‌پرلت وال کابل ته په پښو ځي چې نړیوالې ټولنې ته وښیي چې افغانان سوله غواړي.‌

په پښو تلونکیو کې ۲۵ کلن سردار محمد سروري، چې د پولیو ناروغۍ له حملې نه ژوندی پاتې دی، هم شامل دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به له هلمند څخه کابل ته په پښو لاړ شو، او مونږ به وښیو چې مونږ سوله غواړو،»

هغه وویل، «مونږ نه غواړو چې ښوونځي مو ویجاړ کړای شي، زمونږ ورونه ووژل شي، زمونږ پلونه وران کړای شي او ځانمرګي بریدونه وشي،»

هغه وویل، «مونږ نه غواړو چې نور په مونږ باندې په لویو لارو کې ماینونه والوزول شي یا مو پښې او لاسونه پرې کړای شي یا زمونږ خویندې او میندې ووژل شي،»

له جګړې څخه ستړي

د ګروپ یو بل غړی باچاخان مولاداد چې ۳۲ کاله عمر لري او کابل ته روان دی، هیله لري چې له هغوی سره به په لاره کې نور خلک هم یوځای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «ښایي چې په ولایتونو کې نور کسان هم له مونږ سره یوځای شي.‌ که نور راځي که نه، مونږ به د سولې دا غږ کور په کور رسوو.»

لال محمد، چې ۵۲ کاله عمر لري او اصلاً د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی دی،‌ وویل، هغه په خپله سیمه کې د ناامنۍ له امله لښکرګاه ته وکوچېد.‌

هغه کابل ته په روانو خلکو کې نه دی، خو د لښکرګاه له پرلت څخه یې په طالبانو غږ وکړچې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ ماشومان، ښځې او ځوانان توپونو او ماینونو ووهل. هغوی د دې جنګ په وسیله ووژل شول او معیوب شول،»

هغه وویل،«مونږ له جنګ نه ستړي یو.مونږ ځپل شوي یو، او مونږ سوله غواړو،‌ او له دې امله، زه له پرلت سره یوځای شوم،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه ګام ورونو. مننه

ځواب ورکړئ

دا تر ټولو هغو خبرونو، چې ما سږ کال اورېدلي، ښه خبر دی. زه هیله لرم چې ولسمشر او لومړی وزیر ستاسو د سولې اواز واوري. مونږ ډېر نېکمرغه یو چې داسې ورونه لرو. خدای مو وساته.‌

ځواب ورکړئ

زه د بشري حقونو نړیوالې شورا ته وایم چې تاسو زمونږ اواز نه اورئ، تاسو له څلورو لسیزو راهیسې زمونږ حالت نه احساسوئ. مونږ د ترهګرۍ د یوه نا اعلان شوي جنګ قربانیان یو. زه فکر کوم چې د بشري حقونو سازمانونه نشته. که په هر قېمت وي مونږ سوله غواړو حتی که زمونږ د ژوند په قېمت هم وي.

ځواب ورکړئ

دا د سولې په هکله تر ټولو ښه خبر دی چې ما سږ کال واورېد.‌ کاش چې ما کولی شوای چې له هغوی سره یوځای شم :) زه تاسو ته د بریا هیله کوم، رحمت دې وي درباندې او خوندي سفر ولرئ زما ورونو. دغه کار زه د خپل وطن راتلونکي ته هیله من کړم. زه په کابل کې تاسو ته انتظار کوم.‌

ځواب ورکړئ

زه هغوی ته دعا کوم چې یو بریمن سفر ولري،‌ او زه د داسې یوه مهم هدف په ترسره کولو کې هغوی ته د زړه له تله د بریا هیله کوم.‌ زه د حکومت له مخالفانو څخه غواړم چې د سولې دغو پیغام وړونکو ته د هغوی د سفر پر وخت ضرر ونه رسوي.‌

ځواب ورکړئ