د سولې فعالان هڅه کوي چې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وګوري

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۲ مه/ راپور ورکړ چې د خلکو د سولې د حرکت غړي پلان لري چې په کابل کې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وګوري او هڅه کوي چې طالبان په هېواد کې د یو کلن اوربند اعلانولو ته وهڅوي.

دغه حرکت، چې د هلمند د سولې کاروان هم بلل کیږي، په لښکرګاه کې له یوه ۵۰ ورځني پرلت څخه،‌ چې د مارچ په ۲۴مه پیل شوی وو، وروسته جوړ شو.برخه والو له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله وکړي.‌ د حرکت یو شمېر غړو پرېکړه وکړه چې له هلمند څخه کابل ته په پښو راشي او خپله غوښتنه پراخه کړي.

د ګروپ مشر اقبال خیبر وویل، «مونږ غواړو چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو له لارې له طالبانو سره د سولې،‌ ملاقاتونو او خبرو دروازه پرانیزو.‌ قومي مشران او دیني عالمان به له طالبانو سره د خبرو د پیلولو لپاره په دې برخه کې منځګړتوب وکړي.»

فعالانو وویل، چې له قومي مشرانو او عالمانو سره ملاقات به د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۴ مه/ په کابل کې ترسره شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500