امنیت

د طالبانو قوماندانان د خلکو له خوا د سولې د غږونو ردولو ته دوام ورکوي

د نجیب الله راپور

د هلمند د سولې فعالان او ملاتړي د چنګاښ په ۷ مه په کابل کې لیدل کیږي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]

د هلمند د سولې فعالان او ملاتړي د چنګاښ په ۷ مه په کابل کې لیدل کیږي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]

کابل -- د افغان حکومت،‌ دیني عالمانو،‌ ولسي لاریونونو او حتی د ځایي طالبانو له خوا د جنګ د پای ته رسولو لپاره له مکررو غوښتنو سره سره، د طالبانو قوماندانان د سولې ردولو ته دوام ورکوي.

د کوچني اختر په ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له دوه اړخیز اوربند څخه وروسته، په طالبانو باندې دا غږونه زیات شوي چې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

د چنګاښ په ۱، د جمعې د لمانځه په خطبه کې، په سعودي عرب کې د بیت الله شریف امام شیخ عبدالرحمان السدیسپه طالبانو غږ وکړ چې اوربند اوږد کړيچې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

د غبرګولي په ۳۱ مه،‌د کډوالو افغان ځوانانو د سولې کاروان، چې د پاکستان په خیبر پښتونخواه کې د اوسېدونکیو کډوالو افغان ځوانانو یو ګروپ وو،‌ له پېښور څخه کابل ته پلی تګ پیل کړ.‌

د کډوالو افغان ځوانانو یو ګروپ د غبرګولي په ۳۱ مه وروسته له هغه په جلال اباد کې لیدل کیږي چې د هماغې ورځې په پیل کې یې د سولې یو کاروان پیل کړ.‌ دغه ګروپ له پېښور څخه کابل ته په پښو لاړ چې د سولې غوښتنه وکړي. [خالد زېری]

د کډوالو افغان ځوانانو یو ګروپ د غبرګولي په ۳۱ مه وروسته له هغه په جلال اباد کې لیدل کیږي چې د هماغې ورځې په پیل کې یې د سولې یو کاروان پیل کړ.‌ دغه ګروپ له پېښور څخه کابل ته په پښو لاړ چې د سولې غوښتنه وکړي. [خالد زېری]

د ګروپ مشر جرنیل پښتون سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په طالبانو او نورو یاغیانو غږ کوو چې راشي او سوله وکړي. جنګ هېڅ ستونزه نه حلوي.»

په ورته وخت کې، د غبرګولي په ۲۳ مه، خواوشا ۲۰ ښځو او نجونو په جلال اباد کې له مخابراتو چوک څخه تر پښتونستان واټ پورې پلی تګ وکړاو ویې غوښتل چې طالبان دې سوله وکړي او له وروستي اوربند څخه یې ملاتړ اعلان کړ.‌

هغه ګروپ، چې د سولې لپاره دغه غږونه یې پیل کړل،هغه د خلکو د سولې حرکت وو چې د هلمند د لښکرګاه له ځوانانو او سپین ږیرو څخه تشکیل شوی دی.‌

له یوه ۵۰ ورځني پرلت څخه وروسته،دغه ګروپ د غوایي په ۲۳ مه له لښکرګاه څخه را روان شو او تر کابل پورې راغلې ټوله لاره یې په پښو ووهله چې د سولې غوښتنه یې کوله.‌ د غبرګولي په ۲۹ مه په لسګونو لاریونیان کابل ته را ورسېدل او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې خپل اوربند اوږد کړي.

تمه ده، چې د خلکو د سولې حرکت، چې د هلمند د سولې د کاروان په نامه هم یادېږي،د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۴ مه/ له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وګوري او په طالبانو باندې فشار ته ادامه ورکړي چې د سولې لاره ونیسي.

د ګروپ مشر اقبال خیبر وویل، «مونږ غواړو چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو له لارې له طالبانو سره د سولې، کتنو او خبرو دروازه پرانیزو،»

طالبانو د چنګاښ په ۸ مه، په خپل رسمي وېب سایټ په یوه راپور کې د هلمند د لاریونوالو هڅې «د بهرنیانو پلان» یاد کړ.‌

له جګړې څخه ستړیا

د هلمند د سولې د کاروان یوه غړي بسم الله وطندوست وویل،‌ د افغان حکومت او طالبانو د ډلې غړي دواړه غواړي چې سوله وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هلمند څخه کابل ته پر لاره، مونږ د طالبانو له ځایي غړو سره د سولې په هکله خبرې اترې وکړې. هغوی سوله او اوربند غواړي. هغوی جګړې ځپلي دي او نه غواړي چې نور جنګ وکړي.»

وطندوست وویل، خو د طالبانو بهرني مشران هڅه کوي چې د سولې د راتګ مخه ونیسي.

هغه وویل، د هغه ګروپ به د سولې لپاره احتجاج ته دوام ورکړي او له نورو افغانانو څخه هم غواړي چې له هغوی سره یوځای شي.‌

په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت یوې استازې ذیفنون ساپۍ وویل، ټول افغانان، ان طالبان له جګړې څخه ستړي شوي او دې ته لېوال دي چې د سولې بهیر سره یوځای شي.

هغې وویل، چې د اختر د درې ورځو په ترڅ کې، هغه وخت، چې حکومت او طالبانو دواړو اوربند مراعتاوه، یو شمېر ځایي طالبانو له هغې سره ولیدل او له سولې سره یې خپله علاقه مندي څرګنده کړه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغه محلي طالبان، چې ما ورسره ولیدل، له جګړې څخه ستړي شوي وو او د اوربند او سولې غوښتنه یې کوله،»

ساپۍ وویل، «دغو محلي طالبانو د سولې بهیر سره د یوځای کېدلو لپاره ځینې وړې غوښتنې لرلې. د مثال په توګه،‌ دا چې ښځې دې په تلویزیون د راښکاره کېدلو پر وخت حجاب واغوندي، د هغوی ځاني امنیت دې خوندي کړای شي او هغوی ته دې کاري فرصتونه ورکړل شي،»

هغې ووییل، کیدای شي چې د طالبانو ځینې مشران او قوماندانان، چې بې واکه او د خارجیانو ګوډاګیان دي، نه غواړي چې سوله وشي.

هغې وویل، خو یو زیات شمېر طالب اورپکي او د هغوی قوماندانان دې ته تیار دي چې سوله وکړي، په دې شرط چې حکومت یو هر اړخیز او شفاف مېکانېزم جوړ کړي.‌

د سولې خوبونه

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي یوه مخکیني استاد فاروق بشر سلام ټایمز ته وویل، «خلک له جګړې څخه ستړي دي. دا ښه وخت دی چې په طالبانو او حکومت دواړو باندې فشار واچول شي چې په هېواد کې امنیت او سوله راشي،»

هغه وویل، «د سولې د ترلاسه کولو لپاره باید ملکي خلک، د هلمند او کونړ د ځوانانو په څېر لاس په کار شي،‌او هغوی باید پر طالبانو فشار واچوي چې د سولې بهیر سره یوځای شي او نور د بې ګناه خلکو وینې تویې نه کړي،»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال مهدي مبشر وویل، افغانان باید سره یوځای شي او په ګډه سره سوله راولي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سوله د دې وطن د هر اوسېدونکي یو خوب دی، او هغه همدارنګه د هر کس مسؤلیت دی چې د هلمند د ځوانانو تر څنګ ودرېږي او د سولې د رامنځته کولو لپاره کار وکړي،»

مبشر وویل، «کله چې افغانان خپل غږونه سره یوځای کړي او د سولې په لټه کې شي، کله چې هغوی هغو طالبانو ته، چې نه غواړي د سولې پروسې سره یوځای شي، اجازه ورنه کړي چې د هغوی سیمو ته ورشي او کله چې هغوی له حکومت سره همکاري وکړي، طالبان به منفور شي او د سولې له کولو څخه پرته بله لاره به ونه لري،»

حکومت مذاکراتو ته تیار دی

د سولې په وړاندې د حکومت د ژمنتیا په تکرارولو سره، ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۵ مه وویل،چې افغان حکومت به له طالبانو سره د هېواد په هره هغه برخه کې خبرې اترې ترسره کړي چې یاده ډله یې انتخاب کړي.

هغه دا خبرې په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغانستان د علماوو د شورا په یوه غونډه کې وکړې.

غني د چنګاښ په ۹ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت له طالبانو څخه وغوښتل،‌ «راشئ او سوله وکړئ. دا د خارجیانو فشار نه دی. دا هغه څه دي چې علما او هر سړی او ښځه یې غوښتنه کوي.»

غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، «علما قران ستاسو په مخکې ږدي. اوس باید تاسو تصمیم ونیسئ: یا به تاسو ځئ چې دا خلک ووژنئ، یا به تاسو هغوی ته یو مثبت ځواب ورکوئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی باید ولې حکومت جوړ کړي. کله چې اسلام مونږ ته دا راښودلي چې خلافت باید جوړ کړای شي. که یو چا د هېواد په تاریخ کې جوړ کړ او وران کړ. نو د اسلام په را رسېدلو سره هغوی باید په افغانستان کې هغسې خلافت جوړ کړي لکه یو ځل چې ملا عمر مجاهد جوړ کړی وو...

ځواب ورکړئ

سوله غوره ده. په سوله کې خیر دی. که مونږ د خدای پاک حکمونه ومنو، هېڅ پوښتنه نه پاتې کېږي. د دې پیغام له لارې زه دا ویل غواړم، «راځئ چې بهرنیانو ته نه ووایو او راځئ چې خپل وطن او خپلو خلکو ته خدمت وکړو.»

ځواب ورکړئ