کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۵ مه/ راپور ورکړ، چې یوه بل د سولې کاروان د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۴ مه/ کابل ته په پښو تګ پیل کړ، او له طالبانو څخه غواړي چې سوله وکړي.
د دې ډلې هدف، چې په کونړ ولایت کې پیل شوې ده، دا دی چې د هلمند د سولې د حرکت ملاتړ وکړي.د یاد حرکت برخه وال په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه بهر د یوه درې ورځني پرلت په نیمایي کې وخت تېروي.
د هلمند د سولې کاروان له ۳۸ ورځني اوږده مزله څخه وروسته د غبرګولي په ۲۸مه کابل ته را ورسېد.
طالبانو د هلمند کاروان د متحده ایالاتو د یوې توطیې په توګه وغانده.