مظاهرې

افغان کډوال له پېښور څخه کابل ته د سولې په کاروان کې لاړل

د خالد زېري راپور

د پاکستان په خیبرپښتونخوا [ایالت]‌ کې د اوسېدونکیو کډوالو افغانانو یوه ګروپ د غبرګولي په ۳۱ مه د دې لپاره کابل ته مزل پیل کړ چې له طالبانو او نورو اورپکو څخه وغواړي چې جنګ بس کړي او سوله وکړي. [خالد زېری]

جلال اباد -- د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د اوسېدونکیو کډوالو افغانانو یو ګروپ د دې لپاره کابل ته ځي چې له طالبانو او نورو اورپکو څخه وغواړي چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.‌

د افغان کډوالو د ځوانانو د سولې کاروان د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۱ مه/ د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم له پولې څخه د پنجشنبې په سهار /د غبرګولي ۳۱ مه/ په پښو مزل پیل کړ او د همدغې ورځې په ماسپښین جلال اباد ته ورسېدل.

د ګروپ مشر، جرنیل پښتون، د افغانستان د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، خو په پېښور کې اوسېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له پېښور څخه ۲۵ کسانو لاریون را پیل کړ. یو شمېر ملګرو ته، چې د افغانستان پاسپورټونه یې نه لرل، اجازه ورنه کړل شوه چې په تورخم کې له پولې څخه را واوړي او بېرته ولېږل شول. مونږ ۱۵ کسان پاتې شو، او مونږ مزل راپیل کړ.»

د افغان کډوالو ځوانانو یو ګروپ د غبرګولي په ۳۱ مه په جلال اباد کې وروسته له هغه لیدل کیږي چې هغوی د همدې ورځې سهار د وخته خپل د سولې کاروان پیل کړ. دغه ګروپ له پېښور څخه کابل ته ځي چې له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [خالد زېری]

د افغان کډوالو ځوانانو یو ګروپ د غبرګولي په ۳۱ مه په جلال اباد کې وروسته له هغه لیدل کیږي چې هغوی د همدې ورځې سهار د وخته خپل د سولې کاروان پیل کړ. دغه ګروپ له پېښور څخه کابل ته ځي چې له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [خالد زېری]

هغه وویل، «مونږ له تورخم څخه پلی مزل راپیل کړ،‌ خو په ځینې ځایونو کې چې مونږ له امنیتي ستونزو سره مخامخ کېدلو، مونږ په موټرو کې سفر راوکړ،»

هغه وویل،‌«دا یو د سولې غږ دی،او مونږ به یې کابل ته ورسوو. په لاره کې نور ملګري او د مدني ټولنې فعالان هم له مونږ سره یوځای شول، اوس زمونږ شمېر لسګونو لاریونوالو ته رسېدلی دی، او مونږ غواړو چې کابل ته په پښو سفر وکړو.»

پښتون وویل، «مونږ په طالبانو او نورو یاغیانو غږ کوو چې سوله دې وکړي. جنګ هېڅ ستونزه نه حلوي.»

'جنګ د حل لاره نه ده'

په جلال اباد کې، کاروان د ننګرهار والي حیات الله حیات، ځایي اوسېدونکیو او د مدني ټولنې غړو سره ولیدل.‌ یو شمېر اوسېدونکیو ژمنه وکړه چې له کاروان سره به یوځای شي او تر کابل پورې به په پښو لاړ شي.

حیات دغه ګروپ ته وویل،‌ «زه ستاسو حرکت ستایم او تاسو ته یې مبارکي درکوم.‌کله چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د اوربند پر وخت د خلکو مینه ولیدله،ډېرو خلکو له حکومت او د ننګرهار د سولې ولایتي شورا سره تماس ونیو او هیله یې څرګنده کړه چې په وطن کې سوله راشي. هغوی هیله لري چې د طالبانو ګرپونه به د سولې پروسې سره یوځای شي.»

په جلال اباد کې د مدني ټولنې یوه غړي حامد محمودي چې له کاروان سره یوځای شوی وو، وویل، «مونږ د سولې لپاره دغه غږ ته ښه راغلاست وایو. مونږ دې ته حاضر یو چې د سولې د راوستلو په لاره کې د ژوند قربانۍ ورکړو.‌ مونږ به دا غوښتنه بنده نه کړو، ځکه چې دا د افغانانو لپاره یوه لویه هیله ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«هغوی که طالبان وي که نورې ډلې،‌ هغوی باید په دې پوه شي چې جنګ د حل لاره نه ده. هغوی له ډېرو کلونو راهیسې جنګ کوي او له مړینو او ټپونو څخه پرته یې نور څه نه دي ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د جنګ له امله ډېرې ښځې کونډې او ماشومان یتیمان شول او د ژوند د څوري د برابرولو لپاره سوال کولو ته اړ شول،»

د سولې لپاره زیاتېدونکي غږونه

د سولې وروستی کاروان طالبانو ته په نورو ولسي غږونو، چې له طالبانو څخه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسې سره یوځای شي، پسې راځي.

د غبرګولي په ۲۳ مه، خواوشا ۲۰ ښځو او نجونو په جلال اباد کې له مخابراتو چوک څخه تر پښتونستان واټ پورې مارش وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي او له وروستیو اوربندونو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.‌

له هغه څخه مخکې، په لښکرګاه کې د ځوانانو او مشرانو یوه ګروپ «د سولې ولسي حرکت»جوړ کړ.‌

په لښکرګاه کې له یوه ۵۰ ورځني پرلت څخه وروسته، چې د وري په ۴ مه پیل شوی وو، د ګروپ یو شمېر غړو پرېکړه وکړه، چې له هلمند څخه کابل ته په پښو راشي او د خپلې غوښتنې په هکله د خلکو خبرتیا زیاته کړي.‌

د لارې په اوږدو کې، له ګروپ سره نور کسان هم یوځای شول، او د غبرګولي په ۲۹ مه،په لسګونو لاریونوال کابل ته را ورسېدل.

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي محمد انور، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید پوه شي چې خلکو د اختر د درې ورځو په ترڅ کې هغوی ته څومره مینه ورکړه،‌ او همدارنګه هغوی ولیدل چې خلک سولې ته څومره تږي دي،»

هغه وویل، «افغانان نه غواړي چې جنګ نور اوږد شي،‌ او ما چې د هغوی خوشحالي ولیدله، زه ویلی شم چې طالبان هم نه غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي.‌ هغوی باید سوله وکړي.»

انور وویل، «هغوی باید د هلمند د سولې د حرکت او د ټول افغانستان له خوا د سولې غږ ته غوږ ونیسي.‌ هغوی باید سوله وکړي،»

هغه وویل، «مونږ نور نه غواړو چې یو بل ووژنو او یو پر بل ډزې وکړو.‌ دا د حل لاره نه ده.‌ زه د دغه کاروان، چې له پېښور نه راپیل شوی دی،‌ ملاتړ کوم،‌ او زه غواړم چې جنګ پای ته ورسېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500