مظاهرې

په جلال اباد کې د ښځو لاریون پر طالبانو تاکید وکړ چې سوله وکړي

د خالد زېري راپور

په جلال اباد کې په لسګونو ښځو چارشنبه /د غبرګولي ۲۳ مه/ له روزه ماتي څخه وروسته له مخابراتو چوک څخه تر پښتونستان واټ‌ پورې لاریون وکړ، او غوښتنه یې وکړه چې طالبان دې سوله وکړي او له وروستیو اوربندونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ. [خالد زېری]‌

جلال اباد -- خواوشا ۲۰ ښځو او نجونو چارشنبه /د غبرګولي ۲۳ مه/ له روزه ماتي څخه وروسته په جلال اباد کې له مخابراتو چوک څخه تر پښتونستان واټ‌ پورې لاریون وکړ، او غوښتنه یې وکړه چې طالبان دې سوله وکړي او له وروستیو اوربندونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۷ مهد غبرګولي له ۲۲ مې څخه تر ۲۹ مې پورې د یوه حکومتي اوربند اعلان وکړ.د غبرګولي په ۱۹ مه، طالبانو د اختر د لومړیو درې ورځو لپاره د خپل اوربند اعلان وکړ.‌

دغو ښځو شعارونه ورکړل او داسې بینرونه یې لېږدول چې په کې د سولې او د اوربندونو د اوږدېدا ملاتړ شوی وو.

په یوه بینر لیکلی شوي وو، «مونږ د اوربندونو د فیصلې ملاتړ کوو؛‌ مونږ سوله غواړو،»

یوې ځوانې افغانې ښځې د غبرګولي په ۲۳ مه داسې یو پیغام پورته کړی چې پرې لیکلي، 'مونږ سوله غواړو.' [خالد زېری]

یوې ځوانې افغانې ښځې د غبرګولي په ۲۳ مه داسې یو پیغام پورته کړی چې پرې لیکلي، 'مونږ سوله غواړو.' [خالد زېری]

د غبرګولي د ۲۳ مې په لاریون کې په لسګونو ښځو برخه اخیستې وه او له طالبانو څخه یې غوښتنه کوله چې سوله وکړي. [خالد زېری]

د غبرګولي د ۲۳ مې په لاریون کې په لسګونو ښځو برخه اخیستې وه او له طالبانو څخه یې غوښتنه کوله چې سوله وکړي. [خالد زېری]

یوې افغانې ښځې د غبرګولي په ۲۳ مه یو پیغام پورته کړی چې وایي، 'مونږ د اوربند د فیصلې ملاتړ کوو.' [خالد زېری]‌

یوې افغانې ښځې د غبرګولي په ۲۳ مه یو پیغام پورته کړی چې وایي، 'مونږ د اوربند د فیصلې ملاتړ کوو.' [خالد زېری]‌

په یوه بل لیکلي شوي وو،‌ «زه یوه مور یم. زه په جنګ کې ښکېلو خواوو څخه د دایمي اوربند غوښتنه کوم،»

له جنګ او د هغه له زیانونو څخه ستړي

د جلال اباد یوې اوسېدونکې او د لاریون یوې تنظیموونکې، حسنا احمدزۍ خبریالانو ته وویل، «مونږ دا حرکت د دې لپاره پیل کړ چې په جنګ کې ښکېلو خواوو ته یو روښانه پیغام ورکړو چې مونږ له جنګنه ستړي یو او دا چې مونږ سوله غواړو،»

هغې وویل، «په مونږ له کلونو کلونو راهیسې جنګ روان دی. مونږ ته سخت تاوانونه راورسېدل او هېڅ مو ترلاسه نه کړل.»

هغې وویل،‌«مونږ له حکومت او طالبانو دواړو څخه غواړو چې د اختر اوربند اوږد کړي او د دایمي سولې لپاره لاره هواره کړي، نور خپلې خویندې او میندې ونه ژړوي،او پرې ږدي چې هغوی خوشحالي وکړي،»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې یوې مشرې ښځې جنت بي بي سلام ټایمز ته وویل،‌ «دا جګړه زما کورنۍ ته د سختو غمونو سبب شوې ده؛ دې جنګ له مانه زما ماشومان واخیستل، زه یې بې کوره کړم، زه یې وږې کړم، زه یې تږې کړم،»

هغې په داسې حال کې چې داسې یو بینر ته یې لېږداوه چې پرې لیکلي وو، «مونږ د اوربند ملاتړ کوو،» وویل، «دغه جنګ ماته هېڅ ګټه نه ده را رسولې، دې جګړې زما ماشومان او خپلوان وژلي، ټپي کړي او او معیوب کړي دي».

جنت بي بي وویل، «که هغوی سوله وکړي... هغه به ما او ټول وطن ته...‌ارامي‌ راولي،»

په ننګرهار کې د مدني ټولنې یو شمېر نارینه استازو هم د ښځو په دې حرکت کې برخه واخیسته.‌

د ځوان فکري خوځښت په نامه د مدني ګروپ یوه غړي هدایت الله حمیدي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هم د دې پیغام د ملاتړ کولو لپاره له خپلو خویندو او میندو سره یوځای شوو چې مونږ سوله غواړو او دا چې مونږ له جنګ نه ستړي شوي یو،»

هغه وویل، «جنګ مونږ ووژلو،‌ هغه مونږ بې کوره کړو،‌ هغه مونږ معیوب کړو او مونږ غواړو چې دا حالت تغیر وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500