کابل -- کتونکي وایي، د جګړې په ډګر کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له خوا دوامدار فشار او د نړیوالې ټولنې له خوا مکرر تاکید، چې طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي، دغه ډله له یوه قید سره مخامخ کړې ده.
د سولې لپاره وروستی فشار د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې له یوه نړیوال کانفرانس څخه راغی، چې طالبانو ته په داسې یوه روښانه پیغام سره پای ته ورسېد: یا د خبرو اترو لپاره له دې فرصت څخه کار واخلئ یا له پایلو سره مخامخ شئ.
له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازو «د سولې د پروسې، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصال» په هکله د وري د ۶ - ۷ مې په کانفرانس کې برخه واخیسته، او «د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له خوا له طالبانو سره له قید او شرط پرته د مستقیمو خبرو اترو د پیلولو د قوي ملاتړ په هکله» یوې اجماع ته ورسېدل.
د تاشکند د اعلامیې په اساس، چې ټولو برخه والو لاسلیک کړه، د جګړې د پای ته رسولو لپاره «داسې یو سیاسي حل، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي» ضروري دی.
طالبانو په کانفرانس کې د برخه اخیستنې لپاره له مکررو غوښتنو سره سره هم هلته خپل یو استازی ور ونه لېږه.
طالبان د جګړې په ډګر کې له زیانونو څخه وروسته کمزوري شوي دي
په نړیواله سیاسي صحنه او د جګړې په ډګر دواړو کې د فشار په ډېرېدلو سره، طالبان په دې غور کوي چې د سولې په لاره کې موجودې پخوانۍ سرې کرښې ورانې کړي.
د کب په ۷ مه خپره شوې یوه اعلامیه کې، طالبانو له متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې لپاره سوله ییز حل ومومي.
دوه ورځې وروسته، افغان ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د خپل حکومت پلان څرګند کړ،چې بالاخره د یوه سیاسي ګوند په توګه د هغوی په رسمیت پېژندل هم په کې شامل دي. په مقابل کې، غني وویل چې اورپکي باید افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني. دا د خبرو د پيلولو لپاره د پخوانیو هڅو لپاره هم شرطونه بلل کېدل.
طالبانو د غني د سولې پلان ته په چوپتیا سره ځواب ورکړ،چې د کتونکیو په وینا، ښیي چې د اورپکو تر منځ یوه مباحثه روانه ده.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، اوس د طالبانو لپاره غوره وخت دی چې د سولې لپاره خبرې اترې وکړي، او خبرداری یې ورکړ چې د یاغیانو پر ضد به هوايي او ځمکنی کمپاین زیات شي.
هغه د کب په ۲۳مه وویل، «احتمالاً دا د هغوی لپاره تر ټولو ښه وخت دی چې د خبرو اترو هڅه وکړي،ځکه چې وروسته یوازې یوه لاره ده چې د هغوی لپاره به حالات بدتر شي،»
په هرات ولایت کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر محمد عارف کیاني وویل، «یوې خوا ته، د متحده ایالاتو له خوا د جګړې په ډګرونو کې را روان فشار، او بلې خوا ته د طالبانو په بهرنیو ملاتړ کوونکیو باندې اچول شوی فشار، د دې سبب شوي چې طالبان له خپلو پخوانیو د نه مذاکرې وړ سرو کرښو څخه لاس په سر شي، چې په کې دا موافقه هم شامله ده چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامنځته کولو لپاره له متحده ایالاتو سره خبرې اترې وکړي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل،«د طالبانو په تګلاره کې دا بدلون په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ مؤثرتیا او بریا ښیي،»او زیاته یې کړه چې د لیندۍ له میاشتې راهیسې، «افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو او همدارنګه نړیوالو ایتلافي ځواکونو د طالبانو د سنګرونو پر ضد درانه بریدونه کړي دي».
هغه وویل، «خو طالبانو هڅه کړې چې د کابل په ګڼو سیمو کې د څو مرګونو ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره د جګړې په ډګر کې خپلې پرله پسې ماتې پټې کړي،البته، د طالبانو له خوا له متحده ایالاتو سره د سولې د مذاکراتو وړاندیز په روښانه توګه دا څرګندوي چې هغوی د جګړې په ډګر کې مات شوي دي.»
د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستل
په ولسي جرګه کې د پنجشېر ولایت یوه استازي زهیر سعادت وویل، د طالبانو له خوا دا تجویز، چې هغوی تیار دي چې له متحده ایالاتو سره د سولې خبرې وکړي، «د متحده ایالاتو له خوا پر طالبانو پوځي او سیاسي فشار سره مستقیم ارتباط لري».
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا لومړی ځل دی چې طالبانو د سولې او مذاکراتو په هکله په نرمه لهجه خبرې کړي دي، چې دا په پس منظر کې د ماتې معنی لري، خو مونږ بیا هم ورته ښه راغلاست وایو.»
سعادت وویل، د طالبانو د تمویل د سرچینو پر ضد هوایي بریدونو د هغوی په لهجه کې تغیر سره مرسته کړې ده.
هغه وویل،«نشه ییز توکي د طالبانو تر ټولو لویه عایداتي سرچینه ده،او د هغوی په لسګونو د نشه ییزو توکو فابریکې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت له خوا ویجاړې شوي دي،»
سعادت وویل، د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا خبرداريو او د جګړې په ډګر کې زیاتیدونکیو زیانونو «همدارنګه په طالبانو باندې فشار زیات کړ او هغوی یې دې ته مجبور کړل چې د خبرو اترو لپاره زرغون څراغ ورکړي،»
هغه وویل، که نړیواله ټولنه سیاسي او د جګړې د ډګر فشار جاري وساتي، «طالبان به له مذاکراتو او د سولې له قبلولو څخه پرته بله لاره ونه لري،»
سوله د مخکې تګ یوازنۍ لاره ده
د مشرانو جرګه کې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مرستیال صفی الله هاشمي سلام ټایمز ته وویل، «نوې امریکایي [پوځي] ستراتیژۍ طالبانو ته دا ثابته کړه چې متحده ایالات او د افغانستان نور نړیوال ملاتړي به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي څو چې سوله راشي،»
هغه وویل، «افغان حکومت، افغان امنیتي ځواکونه او د هغوی نړیوال ملاتړ کوونکي د جګړې په ډګر کې نه ماتېږي،»
هاشمي وویل، «د طالبانو له خوا د خبرو اترو لپاره د زرغون څراغ په ورکولو سره، په افغانستان کې د مدني او سوله ییزو میتودونو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیلې زیاتې شوي دي،»
په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر توریالي غیاثي سلام ټایمز ته وویل، «د متحده ایالاتو د ستراتيژۍ اصلي هدف دا دی چې ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه طالبانو ته ماتې ورکړي، او طالبان دې ته مجبور کړي چې د خبرو اترو مېز ته راشي،»
هغه وویل، «د متحده ایالاتو ستراتیژۍ طالبانو ته سخت ټکانونه ورکړل. دغه ډول ټکانونو هغوی په دې پوه کړل چې که هغوی د خبرو اترو ترسره کول رد کړي ښایي چې تر دې سخت ټکانونه وویني.»
هغه وویل، دغه ستراتیژي بریالۍ وه او «مونږ یې د طالبانو ماتولو او د سولې رامنځته کولو ته یو څو قدمه ورنژدې کړو.»
عالي
ځواب ورکړئ2 تبصره
دا یو ډېر ښه خبري وېب سایټ دی.
ځواب ورکړئ2 تبصره