تروريزم

چارواکي: طالبان د افغانستان د نشه ییزو توکو تر ټولو لوی انحصارګران دي

د سلیمان راپور

یو افغان امنیتي افسر د می په ۱۷مه له بدخشان څخه بهر ناقانونه نشه ییز توکي ویجاړوي. [شریف شایق/ای اېف پي]‌

یو افغان امنیتي افسر د می په ۱۷مه له بدخشان څخه بهر ناقانونه نشه ییز توکي ویجاړوي. [شریف شایق/ای اېف پي]‌

کابل -- طالبان، چې په افغانستان باندې د واکمنۍ پر وخت یې د کوکنارو کرل بند کړي وو، اوس داسې ښکاري چې د دغه هېواد د هیرویینو پر تولید د پام وړ کنټرول لري، چې هغوی ته پراخې پیسې ترې لاس ته ورځي او خپل فعالیتونه پرې تمویلوي.

طالبان له ډېرو وختونو راهیسې له بزګرو نه عشرونه اخلي او خپل د کلونو اوږد یاغیتوب پرې تمویلوي، خو چارواکي اندېښنه لري چې هغوی خپلې داسې فابریکې چلوي چې اپین په مورفینو او هیرویینو اړوي او د صادرولو لپاره یې برابروي.

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند سید مهدي کاظمي ای اېف پي ته وویل، «طالبان د خپل جنګي ماشین د چلولو او د وسلو د اخیستلو لپاره زیاتو پیسو ته ضرورت لري؛ له همدې امله هغوی د مخدرو موادو په فابریکو کنټرول لري،»

یوه تحلیلګر، چې یاد وزارت ته مشورې ورکوي او غوښتل یې چې هویت یې پټ وساتل شي، ای اېف پي ته وویل، چې د اسید انهایدراید په څېر کېمیاوي موادو، چې اپین په مورفین اړوي، او دا په هیرویینو د اړولو لومړۍ مرحله ده، په نیولو کې زیاتوالی د نشه ییزو توکو په فعالیت کې د طالبانو د لاس لرنې ډېرېدا په ګوته کوي.

د نشه ییزو توکو معتادان د جولای په ۱۸مه په جلال اباد کې هیرویین څکوي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

د نشه ییزو توکو معتادان د جولای په ۱۸مه په جلال اباد کې هیرویین څکوي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

یو افغان پولیس د جولای په ۱۱مه له هرات څخه بهر د ضبط شویو اسیتیک اسیدو په کوتیو باندې له اور ورته کولو څخه مخکې تېل شیندي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

یو افغان پولیس د جولای په ۱۱مه له هرات څخه بهر د ضبط شویو اسیتیک اسیدو په کوتیو باندې له اور ورته کولو څخه مخکې تېل شیندي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

دغه کارپوه وویل، د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې ۶۶ ټنه کېمیاوي مواد ونیول شول، چې ۵۰ ټنه یې یوازې د دغه کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ضبط شول.‌

هغه وویل، د جولای په لومړیو کې، ۱۵ ټنه د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران له پولې سره نژدې ضبط کړای شول. دغه سیمه د ترکیې له لارې اروپا ته د نشه ییزو توکو د تګ د پیل نقطه ده.

تحلیلګر زیاته کړه، د مورفینو نیول هم زیات شوي دي. د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نیمایي کې ۵۷ ټنه ونیول شول چې دا د ۲۰۱۶ ټول کال په نسبت چې ۴۳ ټنه په کې نیول شوي وو، ډېروالی ښیي. هغه وویل، د تولیداتو یوازې تقریبا ۱۰٪ ایله کشف کیږي.

معکوس تمایل

افغان حکومت او د هغه نړیوالو متحدانو، چې هڅه کوي دغه خطرناک تمایل په چپه واړوي، د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د عمل ملي پلان (اېن ډي ای پي) جوړ او د هغه تطبیق یې پیل کړ.‌

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار سلام ټایمز ته وویل،‌ «د عمل د دغه پلان له تطبیق څخه وروسته، مونږ کولی شو چې د ناقانونه نشه ییزو توکو د ستونزې پر ضد په جدي توګه مبارزه وکړو،»‌

دانشیار وویل، «د پلان په هدفونو کې د کوکنارو د کرنې راکمول، د نشه ییزو توکو د تولید او قاچاق راکمول، د نشه ییزو توکو د تقاضا راکمول، د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو پیاوړي کول، د قانون نافذول، د افغانستان د پولو د امنیت پیاوړي کول، د هیرویینو په تولید کې د کارېدونکیو کېمیاوي موادو د راتګ مخنیوی کول، د نشه ییزو توکو د معتادانو لپاره د تداوۍ د مرکزونو د ظرفیتونو لوړول، د عامه خبرتیا زیاتول، او د کوکنارو د کر د تعویض لپاره د معیشتونو او بدیلو کرنیزو محصولاتو په برابرولو کې له کروندګرو او ځمکوالو سره مرسته کول شامل دي،»

هغه وویل، «سم چې د کوکنارو کرنه ورکه شي... د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت پلانونه لري چې له بزګرانو سره د قانوني کرنې په برخه کې مرسته وکړي.‌ وزارت به د هغوی د پټیو لپاره د اوبو د کمي ستونزه حل کړي او لارې، سړکونه او همدارنګه روغتیایي مرکزونه او ښوونځي به جوړ کړي.»

ستونزې بزګران ګالي؛ ګټه ترهګر وړي

کتونکي وایي، تاوتریخوالی، ترهګري او نشه ییز توکي یو له بل سره تکافلي ارتباط لري.‌

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د چارو یوه تحلیلګر حکمت الله حکمت سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه ترلاسه کېدونکې ګټې د ترهګرو ګروپونو او د نشه ییزو توګو د انحصارګرو لاسونو ته ورځي، نه هغو بزګرانو او ځمکوالو ته چې کري یې،»‌

هغه د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د وزارت په استناد وویل، «د افغانستان د نشه ییزو توکو وجهي ارزښت په کال کې خواوشا ۷۰ بیلیونه ډالر دی، چې ۹۹٪ یې ترهګرو ډلو او د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو لاسونو ته ورځي،»

حکمت وویل، «د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه پرته، به طالبان ونشي کولی چې حتی یوه میاشت هم جنګ وکړي،»

هغه وویل،‌ «د نشه ییزو توکو د خطرونو او د هغو د منفي پایلو په هکله د عامو خلکو خبرول د دغه مرګوني ناورین پر ضد د مبارزې یوه لاره ده،» نوموړي زیاته کړه، څومره چې خلک ډېر خبرول کیږي، هومره د هغو کرنه، تولید او استعمال کمېږي.

هغه وویل، «که تاسو د نشه ییزو توکو تولید کم کړئ، د ترهګرو اصلي مالي سرچینه به سخته متاثره شي.‌ کله چې ترهګرو ته مالي مرسته ونه رسېږي، هغوی نشي کولی چې جنګ وکړي.»

نشه ییز توکي، بې ثباتي او نا امني

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي عبدالجبار قهرمان وویل، نشه ییز توکي له بې ثباتۍ او نا امنۍ سره نېغ په نېغه اړیکه لري.‌

هغه وویل، «په افغانستان کې دغه سیمې چې په لوړه کچه په کې نشه ییز توکي کرل کیږي او تولیدیږي هم داسې سیمې دي چې له سختې نا امنۍ سره مخامخ دي. د مثال په توګه، هلمند یو له ډېرو ناامنو ولایتونو څخه دی.‌ د افغانستان نژدې نیمایي نشه ییز توکي په هلمند کې کرل کیږي او تولیدیږي.»

هغه وویل، «په هلمند کې د طالبانو تر ټولو لویه مالي سرچینه د ناقانونه نشه ییزو توکو سوداګري ده. په حقیقت کې، نشه ییز توکي د طالبانو جنګي ماشین فعال او روغ ساتي،»

قهرمان وویل، «د کوکنارو د کرنې اکثر پټي په هغو سیمو کې دي چې هلته طالبان برلاسي دي،»

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پخواني وزیر جنرال خدایداد سلام ټایمز ته وویل، «د نشه ییزو توکو ناورین نه یوازې د افغانستان بلکې په سیمه کې د پرتو نورو هېوادونو لپاره هم یو جدي ګواښ دی؛ له دې امله، دا لازمي ده چې د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه د نشه ییزو توکو د ناورین، قاچاقچیانو او ترهګرو پر ضد مبارزه وکړي.»

هغه وویل، «د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې له لارو څخه یوه یې د عامو خلکو راشریکول، همغږي رامنځته کول او په حرکت راوستل دي.‌ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې باید خلک په دې پوه کړای شي چې حتی له ترهګرۍ څخه هم یو لوی دښمن موجود دی -- چې هغه ناقانونه نشه ییز توکي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام ټایم د وخت په هکله د پوهېدلو او د انګلیسي د زده کولو لپاره یو ښه پروګرام دی.

ځواب ورکړئ

طالبان او داعشیان د پاکستان او انګریزانو اجنټان دي. امریکایان هم د طالبانو په برخه کی ریښتیا نه کوي. که امریکایان د طالبانو په حساب له افغانانو سره صادق وای، امریکایانو کولی شوای چی په کویټه، پیښور او پنډۍ کې یې د پاکستان د نظامي بیسونه په ساحو کې دننه د طالبانو مشران د خپلو بریدونو هدف ګرځولي وای او له منځه یې وړي وای. اصلا هغه پیسی چی د امریکا د خلکو له جیبونو او د هغوی له دسترخوانونو نه رااخیستل کیږي او له پاکستان سره مرسته کیږي هماغه پیسې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره بیرته د طالبانو او نورو ترهګرو په روزلو لګوي، دغه روزل شوي ترهګر افغانستان ته راځي چې وخت په وخت په نړیوالو ځواکونو او په افغاني تاسیساتو باندې حملې کوي، پوځیان او خلک وژني، مکتبونه ورانوي، ښځې او ماشومان وژني. د امریکا حکومت باید د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره اول ترهګري ختمه کړي او له سیمې نه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره باید پاکستاني جنرالان له ستوني نه ونیسي او ورته ووایي چې یا د سړی زامن شي او که نه کیږي باید فورا یې د ګوانتانامو زندان ته ور واچوي.

ځواب ورکړئ