کډوالان

تاجکستان د افغان کډوالو احتمالي ډېرښت ته چمتووالي کوي

د نعمت الله میرسیدوف راپور

د افغان هنرمند او مجسمه جوړونکي عمر خاموش (له ښۍ خوا دویم) هنري ګالري د تلې په ۷مه په وخدت کې لیدل کیږي. خاموش د ۱۳۹۹ په وروستیو کې وروسته له هغه چې پلار یې طالبانو وواژه، تاجکستان ته راغی. اوس هغه له دوشنبې څخه ۲۰ کیلومتره لیرې په وخدت ښار کې ژوند کوي، او نورو افغان کډوالو ته ښکلي هنرونه ورښیي. [نعمت الله میرسیدوف/کاروانسرای]

د افغان هنرمند او مجسمه جوړونکي عمر خاموش (له ښۍ خوا دویم) هنري ګالري د تلې په ۷مه په وخدت کې لیدل کیږي. خاموش د ۱۳۹۹ په وروستیو کې وروسته له هغه چې پلار یې طالبانو وواژه، تاجکستان ته راغی. اوس هغه له دوشنبې څخه ۲۰ کیلومتره لیرې په وخدت ښار کې ژوند کوي، او نورو افغان کډوالو ته ښکلي هنرونه ورښیي. [نعمت الله میرسیدوف/کاروانسرای]

دوشنبه -- تاجکستان چې له افغانستان سره ۱۳۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د قدرت نیولو څخه وروسته د افغان کډوالو د یوه احتمالي هجوم د ورتګ لپاره تیاری کوي.

که څه هم چې دا وخت د افغانستان له سرحدي ولسوالیو څخه د خلکو د پراخ راتګ څه نښې نښانې نشته، لاکن مقامات وایي چې په سرحد کې د ترینګلتیاوو د ممکنه ډېرښت یا د طالبانو له خوا ځپل، کولی شي چې د کډوالو بهیر زیات کړي.

په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) دفتر د تلې په ۲۲مه اعلان وکړ چې هغوی په ختلون ولایت کې داسې یوه ډیپو جوړه کړې چې د افغانستان په سرحد کې د وضعیت د ممکنه خرابي په صورت کې به ګټه ترې واخلي.

هغه داسې جوړ شوی چې لږ تر لږه ۱۰۰ کورنیو سره د مرستې کولو لپاره خېمې، کټونه، د پخلنځي وسایل، بخارۍ، کالي، د روغتیاساتنې توکي او نور مهم شیان تأمین کړي. دغه توکي شاوخوا ۲۵۶۰۰۰ ډالر ارزښت لري.‌

افغان وګړي له اوږده وخت راهیسې د تاجکستان په مرکزي برخه وخدت ولسوالۍ کې ژوند کوي. [نعمت الله میرسیدوف خصوصي آرشیف]

افغان وګړي له اوږده وخت راهیسې د تاجکستان په مرکزي برخه وخدت ولسوالۍ کې ژوند کوي. [نعمت الله میرسیدوف خصوصي آرشیف]

دغه ډیپو د جاپان د حکومت له خوا تمویل کیږي او یوه بله د ګورنو بدخشان د کورواکي ولایت په خوروګ سیمه کې تر رغونې لاندې ده. هغه د تاجک - افغان سرحد د پیاوړي کولو د یوې پروژې برخه دي.

په تاجکستان کې د یو اېن ډي پي استوګنې استازې پراتیبها مهتا په یوه اعلامیه کې وویل، «نړۍ په معاصر تاریخ کې د سخت اقلیم د زیات خطر او په افغانستان کې د انسانانو په لاس د رامنځته شویو بدلونونو په شمول، یو ډېر ویجاړونکی او ژور جوړښتي، ټولنیز او اقتصادي ټکان تجربه کوي.»

هغې وویل، «د تاجکستان حکومت د هر بحران او د طبیعي افتونو په وسیله د اغېزمن شویو کسانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو او له افغانستان څخه د راکډه کېدونکیو خلکو د احتمالي څپې پر وړاندې د چمتووالي په لړ کې ټول ګامونه پورته کوي.»

چمتووالي روان دي

په دغه ډول ګامونو کې د کډوالو د کمپونو جوړول هم شامل وو.

اروپایي اتحادیې د وږي په ۲۳مه په یوه اعلامیه کې وویل، په ختلون ولایت او د ګورنو بدخشان په کورواکي ولایت کې چې دواړه له افغانستان سره سرحد لري تر ۵۰۰۰ پورې افغان کډوالو پناه اخیستې ده.

ایشیا پلس د وږي په ۳۱مه راپور ورکړ چې کارکوونکي د اروپایي اتحادیې په مرسته د ختلون ولایت د شمس الدین شوکین ولسوالۍ په خرمانجو سیمه کې د کډوالو یو کمپ جوړوي.‌

د جیحون د ولسوال د دفتر رییس طالبشاه نظري زاده هم تایید کړه چې د کورنیو چارو وزارت د ختلون ولایت د جیحون ولسوالۍ په پنج جومات ښاریه کې یو کمپ جوړوي.‌

په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د تاجکستان د عاجلو حالاتو او ملکي دفاع کمېټه په دوو ولسوالیو کې خپل پخواني روزنیز مرکزونه دې ته عیاروي چې له افغانستان څخه ورتلونکي کډوال په کې ځای پرځای کړي.

که څه هم چې دغه مرکزونه نسبتا اوسط سایز لري، هغوی کولی شي چې لږ شمېر کډوالو ته په ارامو شرایطو سره استوګنځایونه برابر کړي.

یادې سرچینې وویل، «موږ په دې خبرې کوو چې لږ شمېر کډوال ترلاسه کړو. دا ساحې کولی شي چې په اعظمي توګه ۵۰۰۰ کسان ځای کړي.»

یو مرکز یا سایټ چې د شهرنو ولسوالۍ په کرتاګ سیمه کې پروت دی د اروپایي اتحادیې، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان او د تاجکستان د عاجلو حالاتو او ملکي دفاع کمېټې تر منځ د یوې ګډې پروژې د برخې په توګه ترمیم او بیارغول کیږي.‌

بل مرکز د افغانستان سرحد څخه ۵۰ کیلومترله لیرې د ختلون ولایت په جلال الدین بلخي ولسوالۍ کې پروت دی.

سرچینې وویل، «په هره ولسوالۍ کې د زړو مرکزونو سیمې تقریبا ۲۰ هکتاره پراخې دي. دا چې دغه ساحې پوځي ساحې دي، له دې امله کټارې ترې تاوې او امنیت یې ټینګ دی چې کېدی شي لا نور پیاوړی شي. که اړتیا پېښه شي، مقامات کولی شي چې خېمې ولګوي، خو دا ټول کارونه ډېرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري.»

مقاماتو د ګورنو بدخشان د کورواکي ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې هم د کډوالو لپاره یوه اندازه ساحه په نښه کړې ده.

هغه وویل، هغوی وار له مخه هلته کډوال قبول کړي چې ځینې یې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي. هغوی نور کسان د تاجکستان نورو برخو ته انتقال کړي، په داسې حال کې چې نور یې په اشکاشم کې پاتې دي.

سرچینې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر)، یو اېن ډي پي او اروپایي اتحادیه یو له بل سره په منظمه توګه په تماس کې دي او په دې کار کوي چې داسې منابع پیدا کړي چې له تاجکستان سره تر ممکن حده پورې مرسته وکړي څو هغوی له هغو کډوالو سره چې وار له مخه یې هېواد پرېښی دی مرسته وکړي.

له طالبانو څخه راتښتېدل

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د تلې په ۲۰مه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې بشري ناورین د بدترېدلو خواته روان دی او ژر تر ژره عاجلو مرستو ته اړتیا ده چې هلته له ۲۰ میلیونو اوسېدونکیو سره مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په یوه اعلامیه کې وویل، «یواځې ۵٪ کورنۍ دومره څه لري چې هره ورځ یې وخوري، او وېره ده چې په راتلونکي کال کې له پنځه کلنۍ څخه د کم عمر له نیمایي څخه ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.»

یوه تاجک شنونکي احمدشاه کامل زاده چې د شوروي پر وخت یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه کار کاوه، وویل، افغان کډوال په وروستیو میاشتو کې د دوشنبې په ګډون په تاجکستان کې ډېر د پام وړ ګرځېدلي دي.

هغه وویل، «هغوی له طالبانو او ممکنه ځپنې څخه راتښتي. نن ورځ کېدی شي چې په افغانستان کې په هر چا باندې د خاین یا د متحده ایالاتو یا د هغوی د متحدینو د جاسوس ټپه ولګول شي.»

هغه زیاته کړه، «او د طالبانو له خوا د جزا ورکولو طریقې غیر انساني دي.»

کامل زاده وویل، «له همدې امله ډېر هغه خلک چې د طالبانو له خوا له واک ترلاسه کولو څخه مخکې په تاجکستان کې اوسېدل خپل هېواد ته له ستنېدلو څخه ډارېږي.»

هغه وویل، «ډېر د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو له لارې هڅه کوي چې درېیمو هېوادونو ته د سفر اسناد ترلاسه کړي، خو دا یوه ډېره سخته پروسه ده.»

هغه وویل، «بیا هم خلک انتظار کوي او هیله لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500