اقتصاد

د ملګرو ملتونو مرستې د زابل په زرګونو کورنۍ د روژې په میاشت او وروسته له لوږې څخه ژغوري

د رحیم الله خپلواک راپور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د زابل ولایت په مرکز کلات ښار او د زابل په نورو ولسوالیو کې له ۳۱ زرو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

زابل -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د زابل ولایت په مرکز کلات ښار او د زابل په نورو ولسوالیو کې له ۳۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کوي.

دا مرسته چې د وري په ۱۶مه پیل شوې، به د یو کال لپاره دوام وکړي.

په زابل کې د یونیسف د ادارې رییس خلیل احمد هوتک وویل، د دې پروګرام بودیجه ۷۲۰ میلیونه افغانۍ (۸.۳ میلیونه ډالر) ده.

هغه وويل، «موږ د يوې ارزونې له لارې بې وزله کورنۍ معلومې کړې. ډیر یې د خوړلو لپاره وچه ډوډۍ هم نه لري.»

په دې ویډیو کې چې د وري په ۱۶مه اخیستل شوې، اړمن افغانان د زابل ولایت په مرکز کلات کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) څخه نغده مرسته ترلاسه کوي.

په دې ویډیو کې چې د وري په ۱۶مه اخیستل شوې، اړمن افغانان د زابل ولایت په مرکز کلات کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) څخه نغده مرسته ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه، «له هغوی سره د نغدو مرستو هدف د فقر او لوږې کمول او د افغانانو د کډوالۍ مخنیوی دی.»

هرې کورنۍ ته به په مجموعي توګه ۲۳۴۰۰ افغانۍ (۲۷۲ ډالر) په شپږو پړاوونو کې ور ووېشل شي چې په هرو دوو میاشتو کې به ۳۹۰۰ افغانۍ (۴۵ ډالر) ورکړل شي.

هوتک وویل، ډیری هغه کورنۍ چې د یونیسف له خوا نغده مرستې ترلاسه کوي د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د غړو خپلوان دي چې د دندې پر مهال وژل شوي، د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې کورنۍ او یا هغه کسان چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي دي.

د خوراک نړيوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم د روژې په مبارکه مياشت کې د خوراکي توکو د وېش له لارې د زابل له کورنيو سره مرسته کوي.

د زابل ولايت د اقتصاد رئيس محمد امير وويل، تر دې مهاله ۳۱۴۸ کورنۍ تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.

هغه وویل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه غوړي، ۶ کیلو ګرامه نخود او د ماشومانو لپاره د خوراکي توکو مرسته ورکول کېږي.

امیر وویل، «دغه خوراکي توکي پر هغو کورنیو ویشل شوي چې د روژې په میاشت کې یې د خوړلو لپاره هیڅ خواړه نه درلودل.»

هغه وویل، «د خوراکي توکو مرسته بې وزلو کورنیو ته اجازه ورکوي چې د روزه ماتي او پېشنمي لپاره خواړه ولري.»

داسې غریبي مو هیڅکله نه وه لیدلې

په زابل کې هغو کورنیو چې د ملګرو ملتونو له پروګرامونو څخه مرستې ترلاسه کوي وویل هغوی خوښ دي چې د روژې په جریان کې په خپلو دسترخوانونو باندې خواړه لري.‌

٦٥ کلن عبدالمنان، چې يو کارګر او د يوې اووه کسيزې کورنۍ نفقه ګټونکی دى، وويل، چې هغه دې مرستې ته سخته اړتیا لرله.

هغه وویل، «زه د مرستې په هکله ډیر خوښ یم. زه حتی دومره وس نه لرم چې یوه بورۍ اوړه واخلم چې د کورنۍ لپاره مې وچه ډوډۍ ترې پخه شي.»

هغه وويل، «د مالي ستونزو له امله، زه نشم کولی خوراکي توکي لکه غوړي او وريژې واخلم.»

هغه وویل، «په دې وروستیو کې اکثره افغانان په بې وزلۍ کې راګیر شوي دي، او ډیری یې حتی د یوې شپې لپاره هم کافي اندازه ډوډۍ نه لري.»

عبدالمنان وویل، «که د مرستندویو ادارو مرستې نه وای، [افغانان] به له لوږې مړه شوي وای،» او زیاته یې کړه، «افغانانو هېڅکله داسې بې وزلي او قحطي لیدلې نه وه».‌

عبدالمنان وویل، پخوا به يې د کورنۍ د نفقې لپاره بېلابېل کارونه کول، خو په تېرو دوو کلونو کې يې کارونه کم شوي او د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

٥٢ کلن خيرمحمد چې له ډبلیو اېف پي څخه يې د خوراکي توکو بسته ترلاسه کړې ده وويل، ډېر خوښ دى چې په دې سختو شرايطو کې نړيوالې ټولنې افغانان نه دي هېر کړي.

هغه زياته کړه، «بېوزلي ما ډېر ځوروي. زه يواځې د خپلې کورنۍ لپاره د خوړو د پيدا کولو په هکله اندېښمن يم، خو د عايد کومه سرچينه نشته چې له لارې يې ژوند وکړم».

نوموړي وویل، «که د مرستندویو ادارو مرستې نه وای، افغانان به نه وای توانېدلي چې په لوږه او غریبۍ برلاسي شي.»

هغه وويل، «د کار زمينه نشته، او موږ نشو کولی د وچکالۍ له امله خپلې ځمکې وکرو.»

محمد وویل، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی، نړیوالو مرستو د میلیونونو افغانانو ژوند ژغورلی دی.

له لوږې څخه خلاصون

۴۷ کلنې خدیجې خپل ورور او دوه زامن چې د ملي پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله د زابل په جګړو کې له لاسه ورکړل. هغه د دریو کورنیو سرپرسته ده خو له سختې بې وزلۍ سره مخامخ ده.

د هغې له ورور او دوو زامنو څخه د کورنۍ ۱۸ غړي پاتې دي، چې اوس باید د ټولو ملاتړ دا په یواځې ځان وکړي.

هغه وویل، «زه د دریو کورنیو مسولیت لرم خو د عاید هېڅ سرچینه نه لرم.»

هغې وويل، «زما يتيم لمسيان او وریرونه واړه دي او کار نشي کولى. زما نږیندې او ورېندار له کوره بهر له کار کولو وېرېږي.»

هغې وویل، نتیجه دا ده چې هغه مجبوره ده چې «د نورو [افغانانو] په کورونو کې کار وکړي یا په کوڅو کې سوال وکړي».

خديجې زياته کړه،‌ «د مرستندويو ادارو مرستې موږ د روژې په مبارکه مياشت کې له لوږې څخه وژغورلو. موږ له داسې مرستو پرته بله هيله نه لرو. بل څوک نشته چې له موږ سره مرسته وکړي.»

هغې زياته کړه، په تشه خېټه روژه نيول ډېر سخت دي، خو دې مرستې ورسره مرسته کړې چې د خپلې کورنۍ د لوږې په اړه اندېښنه ونه کړي.

٤٢ کلنې شيرين ګل چې درې کاله وړاندې يې په جګړه کې خپل مېړه له لاسه ورکړ، د نورو افغانانو په کورونو کې په کار کولو او د کاليو مينځلو له لارې د خپلې څلور کسيزې کورنۍ مالي ملاتړ کوي.

هغې وویل، پخوا به یې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ (۲.۳۲ ډالر) ګټلې، خو کورنۍ اوس پخپله کالي وینځي، له دې امله هغه بې کاره شوې ده.

نوموړې وویل، «ژوند د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ډېر سخت شوی دی. هر سهار زه د ماښام د ډوډۍ پیدا کولو په هکله اندېښمنه یم.»

هغې وویل، «هرکله چې زه خپلو وږو ماشومانو ته ګورم ژاړم او خفه کېږم.»

شیرین ګل وويل، هغه خواراکي توکي چې هغه یې د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ترلاسه کوي، به تر دوو میاشتو د هغې د کورنۍ په ماړه ساتلو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

راپور مې ولوسته چې یوازې د حمل میاشت کې د افغانستان څو ولایاتو کې د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له کبله ۱۱ تنو ځانو.ژنه کړې ده. د اختر په دې خوشاله ورځو کې غموونکي خبرونه ولاکه خوند کړي، خو د وطن په دې سخته و بده ورځ سړی ډېر دردیږي. ددې پر ځای چې خلکو ته کاروباري فرصتونه ایجاد و برابر شي، د یوې مړۍ ډوډې موندلو او مصروفه کېدلو لپاره یې په طرحو کار وشي؛ برعکس یې هرڅه روان دي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د بې وزلو کسانو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی. د خلکو اقتصاد ډیر خراب دی، حتی خلک خپله ډوډۍ نشي موندلی. په تېرو ۴۶ کلونو کې اکثر افغانانو د روسانو د جګړو او کورنیو جګړو له امله د خپلو کورنیو نارینه مشران له لاسه ورکړي او د اکثرو کورنیو نفقه ګټونکي ښځې دي، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت په اوسني حکومت کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي. د افغانستان اوسنی حکومت اوس د تعمیراتي چارو اجازه نه ورکوي چې خلک خپل کورونه جوړ کړي. له همدې امله د کارګرې طبقې اکثره خلک وزګار او په خپلو کورونو کې ناست دي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په انتظار دي. ملګري ملتونه باید خپلې بشري مرستې دوه چنده کړي ځکه چې بې وزله خلک تر بل هر وخت ورته اړتیا لري. مونږ، د افغانستان خلک، د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو موسسو څخه مننه کوو. یو ځل بیا له ټولو هغو موسسو څخه چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي، مننه کوم.‌

ځواب ورکړئ

بې له شکه دا پروګرام د زابل او په ټوله کې د افغانستان د خلکو لپاره یو ګټور پروګرام دی چې تر یوه حده یې د اړمنو خلکو ستونزې هوارې کړي دي. دا پروګرام تر زابل وړاندې د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې پلی شوی دی. د خواشینۍ خبره دا ده چې د مرستو دغه مواد تر ډېره په اوسني نظام پورې اړوندو کسانو باندې وېشل کېږي او تر کومه ځایه چې زه پوهېږم او په خپلو سترګو مې لیدلې، داسې هېڅ ثبوت نشته چې دا مرستې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د قربانیانو خپلوانو ته ورکول شوې وي. دا چې په دې ورځو کې د دې پروګرام تر څنګ په لسګونو نورې مرستندویې موسسې هم کار کوي او له خلکو سره مرستې کوي، د دغو مرستو ډېره برخه د اړمنو پر ځای د واکمنانو جیبونو ته ځي.

ځواب ورکړئ