اقتصاد

د طالبانو په اېستل کېدلو سره د ننګرهار بزګران د مېوو د نویو باغونو عوایدو ته سترګې په لاره دي

د خالد زېري راپور

ځایي مقامات وایي، په ننګرهار ولایت کې په هغې ځمکه باندې چې یو وخت د طالبانو تر واک لاندې وه د مېوو باغونه به جوړ کړای شي چې د سیمې بزګرانو ته به فرصت ورکړي چې خپل معیشت ته وده ورکړي او د کوکنارو له کرنې څځه راوګرځي. [خالد زېری]

ننګرهار -- ځایي مقامات وایي، په ننګرهار ولایت کې په هغې ځمکه باندې چې یو وخت د طالبانو تر واک لاندې وه د مېوو باغونه به جوړ کړای شي چې د سیمې بزګرانو ته به فرصت ورکړي چې خپل معیشت ته وده ورکړي او د کوکنارو کرنه به راکمه کړای شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست پلان لري چې د روان لمریز کال په ترڅ‌ کې د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې چې پخوا ناامنې وې په ۱۳۰۰ جریبه (۲۶۰ هکتاره) ځمکه باندې د مېوې باغونه جوړ کړي.

د دغه ریاست په وینا، پخوا بزګران دې ته مجبورېدل چې د طالبانو لپاره کوکنار وکري. هغوی د یادو بوټو د ناقانونه تولید لکه هیرویینو له خرڅلاو څخه د خپلې جګړې د تمویل لپاره ګټه اخلي.

د ننګرهار د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس ډاکتر ضمیر بهسودي وویل، «موږ به سږ کال په روداتو، چپرهار، شېرزادو، خوګیاڼو، اچین او کوټ ولسوالیو کې په ۱۳۰۰ جریبه (۲۶۰ هکتاره) ځمکه باندې د مېوو باغونه جوړ کړو. دغه ولسوالۍ پخوا ناامنه وې، نو هغوی ته ډېره پاملرنه ده شوې. د دې لپاره چې په دغه ولایت کې د کرنې متوازنه وده ډاډمنه شي، موږ به په یادو ولسوالیو کې د بېلابېلو مېوو نیوونکي باغونه جوړ کړو.»

image

کارګران د تېرې لیندۍ په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې مالټې راټولوي. [خالد زېری]

بهسودي وویل، «د دغو باغونو جوړول به د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې له لارې تمویل شي چې په هره ولسوالۍ کې به د هغې د اقلیم سره سم د مېوو ونې وکرل شي.»

د بهسودي په وینا، اوسمهال په ننګرهار ولایت له ۳۰۰۰ جریبه (۶۰۰ هکتاره) څخه په ډېره ځمکه باندې د بېلابېلو مېوو باغونه لري.

ښه عاید

ځایي بزګرانو د حکومت دغه نوښت وستایه او وایي چې د مېوو کرنې ته مخه کول به د هغوی معیشتونو ته وده ورکړي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحیم شاه وویل، «د دې سیمې کنټرول د طالبانو په لاس کې وو. هغوی موږ مجبورولو چې کوکنار وکرو ځکه چې دغه کار د هغوی ګټې خوندي کولې.»

دغه ۳۸ کلن شخص وویل، «اوس موږ ډېر خوښ یو چې دا سیمې خوندي دي. د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست له ما سره مرسته کوي چې په یو جریب ځمکه باندې د مالټو باغ وکرم. د نورو باغونو له لیدلو څخه وروسته زه مطمئن شوم چې زه به له دې باغ څخه د هغه عاید په پرتله چې له کوکنارو څخه مې ترلاسه کاوه ډېر عاید ترلاسه کړم

هغه وویل، «موږ په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند وکړ چې نه مو شوای کولی د ورځې درې وخته ډوډۍ په کې پیدا کړو. هلته حکومت نه وو او نه هم ژوند وو، خو اوس موږ خوښ یو چې هغه سختې ورځې تېرې شوې.»

شاه وویل، «موږ به ژوند ولرو، او په غنمو او جوارو سربېره، په دوه کالونو کې دننه به موږ وکولی شو چې د مېوو باغونه ولرو چې له هغو څخه به موږ یو ښه عاید ترلاسه کوو.» هغه زیاته کړه چې هغه هیله لري چې حکومت به له نورو بزګرانو سره هم مرسته وکړي چې د مېوو باغونه جوړ کړي او هغوی به هم وکولی شي چې خپل معیشت ته وده ورکړي.

د سره رود ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي ګلاب الدین چې په خپله ځمکه باندې پیاز کري، وویل، په ځانګړې توګه اوس چې ځواکونو سیمه له طالبانو څخه پاکه کړې ده، هغه پوهېږي چې د مېوو کرنه ګټوره ده.‌

هغه وویل، «زما ورور په ۲ جریبه ځمکه باندې باغونه جوړ کړل چې تېر کال یې حاصلات ورکړل. موږ به هغه زړه توری کاوه او استدلال مو ورسره کاوه چې هغه به ګټور نه وي، خو اوس زه ګورم چې هغه له یو جریب ځمکې څخه د سلګونو زره افغانیو زردالو خرڅ کړل.»

هغه وویل، «اوس زه هم غواړم چې د مېوو باغونه وکرم. د امنیت د ښه والي له امله، اوس موږ کولی شو چې په خپلو معیشتونو باندې تمرکز وکړو.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر په حکومت باندې غږ وکړ چې اوس چې سیمه له طالبانو څخه پاکه شوې ده د مېوو د باغونو جوړول دې پراخ کړي.

هغه وویل، «پخوا دا شپږ ولسوالۍ ناامنه وې، او بزګرانو په ډېرو سختو شرایطو کې کار کاوه. موږ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست څخه غواړو چې د باغونو جوړونه پراخه کړي او بزګرانو ته د تخمونو او سرې په ورکولو کې فعال ګامونه واخلي.»

عمر وویل، «زه د شېرزادو ولسوالۍ یم. دغلته د کرنې په سکتور کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی ځکه چې هغه په بشپړ ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې وه. اوس چې خوندي شوې ده، موږ له حکومت څخه غواړو چې دلته کرنې ته ډېر پام وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره
* ضروري برخې ښيي د تبصرو تګلاره 1500 توري پاتې دي (تر 1500 پورې)

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت باید بزګرانو ته ډېرې مرستې برابرې کړي ځکه چې له ۷۰٪ څخه ډېر افغانان په بزګرۍ، کرنه، باغدارۍ او مالدارۍ کې په کار کولو کې بوخت دي، او په دې توګه خپل ژوند تأمینوي. د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، حکومت کرنې، بڼوالۍ، مال ساتنې، چرګ ساتنې او داسې نورو ته ډېره پاملرنه نه ده کړې. که حکومت دې برخې ته پام کړی وای، اوس به امنیت دومره بدتر نه وای، او خلک، په ځانګړې توګه ځوانان به د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا غولول شوي، او د بې کارۍ له امله د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لیکو سره یوځای شوي نه وای.‌ د حکومت اکثر مخالفین ولې د افغانستان د کلیو او اطرافو خلک دي او د هغوی په لیکو کې د ښارونو خلک نشته؟ ځکه چې د ښارونو خلک په کارونو بوخت دي. هغوی دوکانونه کوي، څوک د خیاطۍ کار کوي، څوک د نجارۍ، موچي توب او نور د نورو حرفو کارونه کوي. افغانستان ته د امنیت راوستلو یوازنۍ لاره دا ده چې کاري فرصتونه رامنځته کړای شي. که ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړای شي، په دې هېواد کې به امنیت بیا پرځای شي.

ځواب ورکړئ

دا ډېر ښه کار شوی دی او له تاسو څخه ډېره مننه چې د داسې پرمختیایي پروژو په هکله معلومات خپروئ. زما وړاندیز دا دی چې دغه ډول باغونه په تیارو زراعتي ځمکو باندې چې نور فصلونه په کې کرل کیږي جوړ نشي بلکې په دښتي سیمو کې ورته ټیوب ویلونه ووهل شي یا د اوبو کانالونه پرې ورسپاره کړای شي او هلته جوړ کړای شي. په دې توګه به له یوې خوا موجوده زراعتي ځمکه وسپمول شي او بلې خواته به د هېواد نورې شاړې سیمې ابادې شي. له الوتکې چې ولیدل شي دا وخت د افغانستان دومره ځمکې شاړې او دښتې پرتې دي چې ابادې ځمکې په کې داسې معلومیږي لکه په یو کیلومتر مربع ځمکه کې چې یوه کیلوګرام تیږه پرته وي یعنې تقریبا ټول هېواد شاړ او دشته دی نو تیارې زراعتي ځمکې په باغونو باندې مه نیسئ بلکې نورې ورته جوړې کړئ. مننه

ځواب ورکړئ

حکومت باید په افغانستان کې له بزګرانو سره مرسته وکړي او هغوی ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي چې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي. حکومت باید د ننګرهار ولایت بزګرانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه چې ننګرهار ولایت ښه اقلیم لري، له دې امله هلته د مېوو بېلابېل ډولونه شنه کیږي چې په نورو ولایتونو کې نه شنه کیږي. له ډوډۍ څخه وروسته مېوه خوړل د انسانانو لپاره ډېر ګټور دي ځکه چې په مېوو کې ټول ویټامینونه پیدا کیږي، له دې امله، که مونږ په خپل هېواد کې بېلابېل ډولونه مېوې ولرو، زمونږ سوداګر به دې ته اړتیا ونه لري چې له پاکستان څخه مېوې راواردې کړي. اوس د کرونا د فاجعې له امله د پاکستان ټولې دروازې بندې دي، او د هېواد په ښارونو کې د مېوو قیمتونه ډېر جیګ شوي دي.‌ په وطن کې یوازې د یوه لېمو قیمت ۸۰ افغانیو ته پورته شوی،‌ د یو کیلوګرام مالټو قېمت ۱۵۰ افغانیو ته پورته شوی دی.‌ غریب خلک نشي کولی چې وایې خلي، په داسې حال کې چې د مېوې خوړل د ناروغۍ په ځانګړې توګه د کرونا ناروغۍ پر ضد د بدن مقاومت زیاتوي، له دې امله، په کار دی چې د کرنې په سکتور کې ډېر کار وشي. مونږ طبیعي خاوره لرو، خو حکومت په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د حالت د ښه کولو لپاره ښه پلانونه نه لري. سره له دې چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی، زمونږ ۸۰٪ زراعتي محصولات له بهرنیو هېوادونو څخه راواردیږي.

ځواب ورکړئ