اقتصاد

د حکومت له مرستې څخه وروسته د زابل د کروندګرو عواید زیات شول

د رازق کندهاري راپور

په زابل ولایت کې ځایي سوداګر او کروندګر وایي د حکومت د مرستې له برکته د هغوی په حاصلاتو کې د تېرو کالونو په پرتله د پام وړ ډېروالی راغلی دی. [رازق کندهاری]

زابل -- په زابل ولایت کې ځایي سوداګر او کروندګر وایي د حکومت د مرستې له برکته د هغوی په حاصلاتو کې د تېرو کالونو په پرتله د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

خو هغوی وایي، په ځینې سیمو کې د طالبانو دوامدار تاوتریخوالی د پراخ پرمختګ مخه نیسي.

د زابل په مرکز کلات کې د محمد فضل کریم په نامه یوه کروندګر چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، د تېر کال په وروستیو او د روان کال په لومړیو کې د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هغو کروندګرو ته چې حاصلات یې له کالونو راهیسې خرابېدل، حشره وژونکي درمل ورکړل.

هغه وویل، «سږ کال موږ له هغو حشرو څخه چې زموږ تاکونه او د بادامو ونې به یې ژوبلولې خلاص شوو، او زموږ په حاصلاتو او عوایدو کې ۵۰٪ ډېرښت راغی.»

د زابل یو کروندګر محمد صدیق کلاتوال چې ۵۱ کاله عمر لري د تلې په ۲۶مه په کلات کې په خپل پټي کې د کار کولو پر وخت لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

د زابل یو کروندګر محمد صدیق کلاتوال چې ۵۱ کاله عمر لري د تلې په ۲۶مه په کلات کې په خپل پټي کې د کار کولو پر وخت لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

کریم وویل، «په زابل کې ۹۵٪ خلک بزګران دي، خو هغوی د جنګونو له امله کوم نوي تخنیکونه نه دي زده کړي. د جګړې له امله موږ داسې اړتیاوړ اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو چې نور هېوادونه یې لري. موږ په حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې جنګ کول او یو د بل وژل ودروي.»

ډېره روزنه ډېرې ګټې

۵۱ کلن محمد صدیق کلاتوال چې د انځرو او مڼو باغونه لري په خپلو حاصلاتو کې د ډېرښت امتیاز حکومت ته ورکړ.‌

هغه وویل، «سږ کال زه خوښ یم ځکه چې زما د مڼو او انځرو حاصلات د حکومت او په ځانګړې توګه د کرنې ریاست د مرستې له برکته درې برابره ډېر شوي دي. ما وکولی شوای چې خپل حاصلات په مناسبو قېمتونو په بازار کې خرڅ کړم او ۹۰۰۰۰۰ افغانۍ (۱۱۶۶۰ ډالر) ګټه مې وکړه.»

کلاتوال وویل، «دا ټول هغه وخت وشول چې ما او ۱۴ نورو بزګرانو د باغونو د مدیریت او د مېوې د ونو د کرنې په برخه کې د یوې میاشتې روزنه ترلاسه کړه، او موږ ځینې اساسي مهارتونه زده کړل. د کرنې ریاست ... موږ ته درمل هم راکړل ترڅو د ځینې بوټو درملنه وکړو.»

هغه وویل، «د انځرو او مڼو د کرنې په موسم کې، د کرنې ریاست کارکوونکو زما د باغونو څارنه وکړه او ماته یې مهم معلومات راکړل چې زموږ د حاصلاتو په ښه کولو کې یې مرسته وکړه.‌ زه د یوه بزګر په حیث له خپل حکومت څخه منندوی یم ځکه چې تل یې خپلو خلکو ته خدمتونه او اسانتیاوې برابر کړي دي.»

هغه وویل، «زه دا خبره په باور سره کوم: که موږ پوره امنیت لرلی، کېدای شوای چې زموږ حاصلات لا نور زیات شوي وای. موږ ډېر وختونه د جنګونو او د ځمکنیو ماینونو د موجودیت له امله نشو کولی چې په خپلو باغونو کې کار وکړو.»

کلاتوال وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې د خدای لپاره جنګ ودروئ، ځکه چې د ۲۰ کالونو اوږدې جګړې هېڅ ګټه ونه کړه او خلک خفه دي.»

هغه اورپکو ته په خطاب کې وویل، «راشئ، په خپل هېواد کې د پرمختګ له بهیر سره یوځای شئ، حلال عواید ترلاسه کړئ څو افغانان ستاسو د کړنو له لاسه په عذاب نشي.»

د افغانی تولیداتو صدور

د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له ځایي بزګرانو سره د هغوی د فصلونو په کرلو او هغوی ته د کرنې د نویو اړتیاوړ مهارتونو په ورښودلو سربېره، له نورو ادارو سره یوځای، له افغان سوداګرو سره مرسته کړې ترڅو خپل تولیدات بهر ته صادر کړي.

د عنایت الله توخي، چې ۳۸ کاله عمر لري او په خپله ۲۲ جریبه (۴.۴ هکتاره) ځمکه باندې یې د انارو او بادامو باغونه کرلي دي، عواید د حکومت د مرستې له امله درې برابره زیات شوي دي.‌

هغه وویل، «ما په تېرو کالونو کې ډېرې ستونزې ولیدلې ځکه چې ما د خپلو حاصلاتو د نه خرڅلاو له امله ډېر تاوانونه وکړل، او په مارکېټ کې به وراسته شول، خو سږ کال، ما خپلې ستونزې د کرنې، اقتصاد او سوداګرۍ ریاستونو سره شریکې کړي. هغوی زما د حاصلاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ډېره مرسته وکړه.»

هغه وویل،‌ «په تېرو کالونو کې زما کلني عواید ۲۲ او ۲۳ میلیونه افغانۍ (۲۶۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰ ډالر) وو، چې زموږ لګښتونه یې نه پوره کول، خو زه د خدای شکر ادا کوم چې سږ کال زما حاصلات ۶۰ میلیونو افغانیو (۷۸۰۰۰۰ ډالرو) ته زیات شول.‌

توخي د خپلو لوړو عوایدو عامل په پاکستان او هندوستان کې د خپلو حاصلاتو د خرڅولو لپاره نوې ترلاسه کړې وړتیا وبلله، او ویې ویل چې هلته قېمتونه د محلي مارکېټ‌ په پرتله څلور برابره لوړ دي.‌

هغه وویل، خو اوس هم ډېر بزګران له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، «زما په کلي کې بزګران اکثر وختونه نشي کولی چې د تاوتریخوالي له امله په خپلو پټیو کې کار وکړي. دغه جنګ په اقتصاد، کرنه او د ډېرو خلکو په ژوند ژواک باندې منفي اغېز کړی دی.»

د شهر صفا ولسوالۍ د وچو مېوو یوه سوداګر علي محمد نیازي چې تازه او وچې مېوې صادروي، وویل، «موږ ډېر نېکمرغه یو چې زموږ حاصلات د زابل د کرنې ریاست د تخنیکي او مالي ملاتړ له برکته درې برابره زیات شول، او د زابل مېوې نړۍ والو مارکېټونو ته ورسېدلې.»

هغه وویل، «پخوا موږ ۷ کیلوګرامه انځر په ۲۰۰۰ افغانۍ (۲۶ ډالر) خرڅول، خو سږ کال موږ وکولی شوای چې ۷ کیلوګرامه انځر له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ افغانیو (۶۵ - ۷۸ ډالرو) په پاکستان او هندوستان کې خرڅ کړو.»

نیازي وویل، «زموږ افغاني تولیدات منځنۍ اسیا، اروپا او نورو هېوادونو ته رسېدلي چې د افغانستان لپاره یې ښه عواید ګټلي دي، خو زموږ سوداګر او بزګران اوس هم له یوې جدي ستونزې سره چې ناامني ده مخامخ دي.»

هغه وویل، «زه د یوه افغان سوداګر په توګه چې هره ورځ له ناارامۍ او تاوتریخوالي څخه کړېږم، په طالبانو او افغان حکومت باندې غږ کوم چې اوربند اعلان کړي. زه هغوی ته بیا ډاډ ورکوم چې که هغوی سوله وکړي، ټول سوداګر دې ته چمتو دي چې د هېواد د ښېرازۍ لپاره څو برابره ډېره مالیه تحویل کړي او زموږ هېواد پرځان بسیا او په نورو باندې له تکیې څخه خلاص شي.»

طالبان باید د خنډونو رامنځته کول ودروي

د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي توخي وویل، «تېر کال د زابل د کروندګرو او سوداګرو لپاره له ستونزو څخه ډک وو، خو له نېکه مرغه چې سږ کال د کرنې ریاست ۲۰۰ د ممیزو خونې، دوه سړې خونې او ۱۲ هکتاره نوي د زردآلو باغونه جوړ کړل، او تخمونه او حشره وژونکي درمل یې توزیع کړل چې له کروندګرو او سوداګرو سره یې د ژوند د څوري ګټلو او عوایدو په ښه کولو کې مرسته وکړه.»

نوموړي وویل، «موږ په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵ د مېوو باغونه بیاجوړ کړل، ۴۰۰ کروندګرو ته مو ډول ډول تخمونه ور ووېشل، او ۱۰۲۴ بزګرانو او بڼوالو ته مو روزنه ورکړه څو هغوی وکولی شي چې خپل پټي په صحیح توګه مدیریت کړي او بېلابېلې مېوې او ترکارۍ وکري.»

هغه وویل، «سږ کال،‌ موږ له کروندګرو او سوداګرو سره مرسته وکړه چې ۲۲۷۰۰ ټنه انځر او ۴۵۰۰۰ ټنه ممیز او نورې مېوې مارکېټ ته ولېږدوي، چې په زابل، کندهار، کابل او نورو ولایتونو او همدارنګه په پاکستان او هندوستان کې وپلورل شول.»

توخي وویل، «موږ چمتو یو چې مالي او تخنیکي مرسته برابره کړو...‌ خو ناامنۍ او زموږ د شریکانو نه خوندیتوب موږ ته ستونزې جوړې کړي دي. موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې زموږ د کار په لاره کې خنډونه جوړول ودروي څو موږ وکولی شو چې په زابل کې له هرې کروندګرې کورنۍ سره مرسته وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان یو کرنیز هیواد دی او د افغانستان کابو اویا سلنه وگړي د کرنې په کې په کار بوخت دي. د افغان حکومت او بهرنۍ مرستندویه بنسټونه باید د افغانستان بزګرو سره لا نورې مرستې هم وکړي او دغه مرستې باید یواځې څو ولایاتو ته محدودي نکړي بلکه ټول هیواد بزګرو ته دغه مرستې ورسوي تر څو د هیواد ټول بزګر د دغو مرستو څخه برخه من شي. دغه کار و دافغانستان امنیت تینګښت کې هم رغنده رول لوبیي.

ځواب ورکړئ

محترمه وروره،‌ تاسو یو ډېر مهم ټکی ذکر کړی دی.‌ ډېرې مرستې په جنوبي ولایتونو کې کروندګرو ته ورځي چې داسې باید نه وای شوي.‌ له جنوب نه تر شمال او له شرق نه تر غرب پورې ټولو بزګرانو ته باید مرستې ورکړل شي چې په ټول هېواد کې یو متوازن انکشاف وشي او زمونږ په هیواد کې امنیت ډاډمن شي.‌ د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانستان د کلیو پراختیا مهمه ده.‌ د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، افغان حکومت، مرستندویو هېوادونو او امریکا د افغانستان ښارونو ته پام وکړ، خو د افغانستان کلیوالو سیمو ته یې ډېر پام ونه کړ، چې دغه کار په کلیوالو سیمو کې امنیت له بد نه بدتر کړ او دغه حالت د افغان حکومت لپاره په یوه غټه ننګونه باندې بدل شو.‌ په راتلونکي کال کې په کار دی چې حکومت د افغانستان د کلیوالو سیمو پرمختګ ته یوه ځانګړې بودجه ځانګړې کړي چې په هېواد کې فقر او لوږه له منځه وېوړل شي.‌

ځواب ورکړئ

له کروندګرو سره د حکومت مرستې ډېرې مهمې دي. د تېرو څو کالو په ترڅ کې، د هیواد په ولایتونو کې له کروندګرو سره د زراعت د ریاستونو مرستې ډېرې ګټورې وې. افغان حکومت باید له کروندګرو سره دغه مرستې زیاتې کړي. د زراعت ریاستونو د لږ شمېر کروندګرو سره مرستې کړي، او د دغو کروندګرو له جملې څخه ډېرو تر اوسه پورې د افغانستان د حکومت مرستې نه دي ترلاسه کړي. که حکومت د هیواد له ټولو کروندګرو سره مرستې وکړي، زه باوري یم چې د خلکو اقتصاد به وغوړیږي او د کلیوالو ژوند به بدل شي. کله چې د کلیو او اطراف د خلکو حالت وده ومومي، هغه به د امنیت د راتګ سبب شي، ځکه چې په افغانستان کې د جګړې له غټو سببونو څخه یو فقر او بې کاري ده.‌ که کروندګر ښه عواید ترلاسه کړي او ځوانان په کار ولګیږي، هغوی به کارونو پسې ایران ته لاړ نشي، نه به د طالبانو له صفونو سره یوځای شي. نو ولس غواړي چې حکومت د غریبو خلکو او کلیوالو د ژوند شرایطو ته اولویت ورکړي او کروندګرو ته نورې مرستې ورکړي چې زمونږ هیواد له فقر څخه خوندي او امن شي.‌

ځواب ورکړئ