امنیت

د زابل اوسېدونکي په پولیسو کې د اصلاحاتو په راتللو سره مثبت بدلون او په امنیت کې ښه والی ویني

د رازق کندهاري راپور

قومي سپین ږیري او ځایي مشران وایي په زابل ولایت کې د پولیسو په لا ډېر مسلکي کېدلو سره د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ همکاري زیاته شوې او امنیت ښه شوی دی. (رازق کندهاری)

زابل -- قومي سپین ږیري او ځایي مشران وایي، په زابل ولایت کې د پولیسو په لا ډېر مسلکي کېدلو سره، د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ همکاري زیاته شوې او امنیت ښه شوی دی.

یوه قومي مشر محمد جمعه میزان وال چې په کلات کې اوسېږي، وویل، «پخوا په زابل کې پولیسو ډېرې ستونزې جوړولې. ځینې وختونه به یې له ملکي خلکو سره ناوړه چلند کاوه، خو په وروستیو کې، د پولیسو په چلند کې تغیر راغلی دی.»

هغه وویل، «زموږ کلي او جومات ته په میاشت کې لږ تر لږه یو ځل پولیس راځي. هغوی له موږ څخه مشوره اخلي، موږ ته د خپلو پروګرامونو په هکله معلومات راکوي، او ډاډ راکوي چې هغوی به زموږ امنیت تأمین کړي.»

میزان وال وویل، «پخوا هره ورځ موږ په خپله سیمه او ښار کې د امنیت او جرمي پېښو په هکله خبرونه اورېدل، خو اوس په کلات ښار کې هر څه سم دي.»

یو پولیس افسر د زمري په ۵مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې په پيره ولاړ دی. [رازق کندهاری]

یو پولیس افسر د زمري په ۵مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې په پيره ولاړ دی. [رازق کندهاری]

هغه وویل چې دغه تغیر د پولیس ځواک په روزنه کې د ډېرښت له برکته رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل، «اوس هر څوک غواړي چې بچیان یې د پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ریاست د ځواکونو له لیکو سره یوځای شي او زموږ په ښار او ولایت کې د امنیت په راوستلو کې برخه واخلي.»

د ښکلا د ځوانانو د ټولنې رییس اسدالله وفا چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «په پولیسو کې یو مثبت تغیر چې موږ یې وینو دا دی چې د هغوی علمي سطحه لوړه شوې ده.»

وفا چې اصلا د شملزي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له تېر کال راهیسې په کلات کې ژوند کوي، وویل، «اکثر ځوان افغانان چې د پولیسو لیکو سره یوځای شوي دي یا له ۱۲م ټولګي یا له پوهنتون څخه فارغ شوي دي.»

نوموړي وویل، «دا نوي افسران مسلکي دي. هغوی له قوانینو او اساساتو سره بلد دي،‌ او هغوی ته د مهمو مهارتونو داسې روزنه ورکړل شوې چې له خلکو سره څنګه چلند وکړي.»

وفا وویل، «د پولیسو مسلکي چلند موږ یوه روښانه راتلونکي ته هیله من کړي یو.»

هغه وویل، «اوس پولیس د ښار اوسېدونکیو سره میاشتنۍ جلسې ترسره کوي چې د هغوی ستونزې واوري او همکاري ډېره کړي. ملکي خلک هره ورځ خپل مسایل نېغ په نېغه د پولیسو له چارواکو سره شریکوي،‌ او دغه کار د پولیسو او عوامو تر منځ خلا راکمه کړې ده.»

وفا وویل، «د زابل امنیه قوماندانۍ داسې د اعلانونو تختې لګولي چې د ټیلیفون نمبرونه پرې لیکلي څو د کابل - کندهار تر منځ د ۱۷۴ کیلومتره اوږدې لویې لارې چې له زابل ولایت څخه تېرېږي مسافر پرې مرسته وغواړي یا خپل شکایت ورسره ثبت کړي.»

هغه وویل، «سربېره پر دې، د کلات ښار په هره برخه او د زابل ولایت په هره ولسوالۍ کې د اعلانونو په تختو باندې لیکلي نمبرونه ښکاره معلومیږي چې عام خلک دې ته هڅوي څو خپل مسایل مستقیما د پولیسو مقاماتو سره شریک کړي، او دغه کار له پولیسو سره ډېره مرسته کړې ترڅو امنیت ټینګ کړي.»

ښه شوی امنیت او معیشت

د زابل یو شمېر سوداګر، دیني عالمان او مشران وایي چې د امنیت په ښه کېدلو سره د هغوی ژوند، سوداګرۍ او ټولنیزې اړیکې ښې شوي دي.

د شاه جوی ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جانان توخي وویل، «زه له تېرو ۲۰ کالونو راهیسې په زابل، کندهار او غزني ولایتونو کې د وچې مېوې کاروبار کوم.»

هغه وویل، «پخوا موږ په لویه لاره ډېرې زیاتې ستونزې لرلې -- ځینې وختونه غلو موږ درولو او زموږ مالونه او پیسې یې غلا کول -- خو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پولیس ډېره مرسته کوي. هغوی هغه کسان چې موږ یې په لویه لاره شکولو یا یې موږ ته نورې ستونزې جوړولې ونیول او بندیان کړل.»

توخي وویل، «پخوا موږ د غلا او په زوره د پیسو اخیستلو له امله تاوانونه وکړل، خو اوس موږ خوښ یو چې زموږ په عوایدو کې ډېرښت راغلی دی.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو د شاه جوی د سوداګرو لپاره ګڼ شمېر اسانتیاوې جوړې کړي دي. هغوی زموږ د سوداګرۍ ځایونه خوندي کړي، او هر کله چې موږ له هغوی څخه مرسته وغواړو، هغوی زموږ د ستونزو په حلولو کې ډېره مرسته کوي.»

هغه وویل، «پخوا، د شاه جوی په بازار کې هره ورځ جرمونه کېدل، او سوداګرو د خوندیتوب احساس نه کاوه. تر دې چې ځینې سوداګر له زابل ولایت څخه ووتل، خو اوس تازه چې لوستي ځوان افسران له پولیس ځواک سره یوځای شوي دي هغوی له موږ سره ښه چلند کوي.»

یوه دیني عالم او د شهرصفا ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نذیر عالمیار وویل، «زموږ پولیس، زموږ ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه زموږ بچیان او د دې هېواد واقعي ژغورونکي دي.»

عالمیار وویل، «زموږ امنیتي ځواکونه زموږ له اسلام، خاورې، ځمکنۍ بشپړتیا، خلکو او ملي ارزښتونو څخه داسې دفاع کوي لکه د پېغمبر صحابه وو چې د اسلام د مقدس دین ساتنه کوله.»

عالمیار وویل، «ما د پولیسو له تاوده چلند څخه ښه تاثر واخیست. ما خپل ډېر زده کوونکي او ملګري هڅولي ترڅو د پولیسو له لیکو سره یوځای شي، او زه د خدای شکر ادا کوم چې ډېرو ځوانو افغانانو زما وړاندیز منلی دی.»

هغه وویل،‌«زه په خپلو طالبانو ورونو باندې غږ کوم چې تاوتریخوالی پرېږدي او د خلکو وقار او امنیت داسې خوندي کړي لکه څنګه چې امنیتي ځواکونو خوندي کړی دی، څو دغه بدبخته جګړه نور دوام ونه مومي او زموږ ځوانان ونه وژني.»

هغه زیاته کړه، «روانه جګړه غیرمشروع ده، او یواځیني قربانیان یې افغانان دي.»

د فساد ریښې اېستل

په پولیسو کې شویو اصلاحاتو او له ځایي اوسېدونکیو سره مشورو چارواکي دې پایلې ته ورسول چې د امنیتي ځواکونو ډېر هغه غړي چې په باوقاره توګه خدمت کولو کې پاتې راغلي وه له کاره ګوښه کړي.

د زابل د ولایتي شورا یوې غړې زر بي بي سلیمان خېل وویل، «د اداري فساد پر ضد یوه جدي مبارزه روانه ده، او تقریبا ټول پولیس مسلکي شوي دي. پر دې سربېره، په زابل ولایت کې زموږ له ۴۰ څخه ډېرې خویندې هم د پولیسو په لیکو کې خدمت کوي چې دا یو مثبت ګام دی.»

د زابل امنیه قوماندان ډګروال حکمت الله کوچي وویل، «له نېکه مرغه چې ملکي خلک له پولیسو سره همکاري کوي، او د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې زموږ د اصلاحاتو د برخې په توګه، موږ ۸۴ تنه هغه غیرمسلکي پولیس افسران له دندو ګوښه کړل چې خلک یې ځورول، او موږ په پولیس ځواک کې ۴۰۰ نوي ځوان کاندیدان چې لوړې زده کړې یې لرلې، جذب کړل.»

هغه د وږي په میاشت کې وویل، سربېره پر دې، چارواکو ۳۵۰ تنه «خیالي پولیس» چې د استخدام شویو په توګه ثبت دي او پیسې ترلاسه کوي، معلوم او ختم کړل.‌

هغه وویل، «موږ په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو د عملیاتو ساحه پراخه کړې ده. موږ په زابل ولایت کې په هر ځای کې په تختو باندې خپلې د اړیکې شمیرې لیکلي ترڅو د خلکو خدمت وکړو او امنیت ډاډمن کړو، او ملکي خلک کولی شي چې زموږ مرستې ته د اړتیا پر وخت په زابل کې له هر ځای څخه موږ ته زنګ ووهي.»

هغه وویل، «جنایي او امنیتي پېښې او همدارنګه د نشه ییزو توکو پر ضد عملیات د تېرو کالونو په پرتله ۵۰٪ کم شوي دي. موږ د جګړې، د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې، جنایي څېړنو او په استخباراتي چارو کې مجرب او په لوړه کچه لوستي کسان جذب کړي، او هغوی په ډېر لږ وخت کې له عوامو سره د اړیکو جوړولو او د هغوی د اعتماد ګټلو له لارې امنیت تأمین کړی دی.»

هغه وویل، «موږ د زابل ټولو اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی امنیتي او دفاعي ځواکونه به شپه او ورځ د هغوی امنیت ټینګ کړي او دا چې هغوی به هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چې په دغه ولایت کې ګډوډي جوړه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500