امنیت

ځوان او لوستي تازه جذب شوي سرتیري په جنوب لویدیځو ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونه پياوړي کوي

د رازق کندهاري راپور

د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې ورځ تر بلې ډېر ځوانان دې ته لېوالتیا ښیي ترڅو له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي، او په دې لړ کې سږ کال په بې ساري ډول ډېر د ښوونځیو فارغان د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د جلب او جذب مرکزونو ته ور روان دي. [رازق کندهاری]

کندهار -- په جنوب لویدیځو ولایتونو کې ډېر ځوانان دې ته لېوالتیا ښیي چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي، او په دې لړ کې سږ کال په بې ساري ډول ډېر د ښوونځیو فارغان د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د جلب او جذب مرکزونو ته ور روان دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د جلب او جذب د قوماندان مرستیال ډګروال نور اغا حسین د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ وویل، «د ۱۳۹۹ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په کندهار، زابل، هلمند او اروزګان ولایتونو کې له ۲۵۰۰ څخه ډېرو لوستو ځوانانو خپل نومونه لیکلي ترڅو له ملي اردو سره یوځای شي.»

هغه وویل، تر ۱۱۰۰ پورې ځوانان روزنه ترلاسه کوي.

حسین وویل، «موږ تمه لرو چې د ۱۳۹۹ کال تر پایه پورې به ۵۰۰۰ نوي جلب شوي کسان ... زموږ له روزنیز مرکز څخه فارغ شي.»

یو افغان ښوونکی د وږي په ۲۱مه په کندهار ښار کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو د روزنې مرکز کې نویو جذب شویو پولیس افسرانو ته د وسلو استعمال ورښیي. [رازق کندهاری]

یو افغان ښوونکی د وږي په ۲۱مه په کندهار ښار کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو د روزنې مرکز کې نویو جذب شویو پولیس افسرانو ته د وسلو استعمال ورښیي. [رازق کندهاری]

نوي جذب شوي افغان پولیس افسران د وږي په ۲۲مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د چاودېدونکیو توکو د کشفولو او شنډولو په هکله له خپل ښوونکي څخه معلومات ترلاسه کوي. [رازق کندهاری]

نوي جذب شوي افغان پولیس افسران د وږي په ۲۲مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د چاودېدونکیو توکو د کشفولو او شنډولو په هکله له خپل ښوونکي څخه معلومات ترلاسه کوي. [رازق کندهاری]

هغه زیاته کړه، «سږ کال، د ښوونځیو او پوهنځیو ډېر فارغان راغلي ترڅو له اردو سره یوځای شي.»

نوموړي وویل، «الحمدلله، له دې ځای څخه مسلکي کسان فارغېږي، او هغوی د امنیت راوستلو او له خلکو سره د ښه چلند په برخه کې ځانونه بریالي ثابت کړي دي

د زابل امنیه قوماندان ډګروال حکمت الله کوچي هم د لېوالتیا لرونکیو لوستو ځوانو افغانانو په شمېر کې د ډېرښت او د پولیسو له خوا د هغوی د استخدام په هکله راپور ورکړ.‌

کوچي وویل، «له نېکه مرغه چې موږ په تېرو درې میاشتو کې ۴۰۰ نوي پولیس افسران استخدام کړي دي. موږ هغوی ته پوځي روزنه ورکړې، او هغوی له موږ سره په بېلابېلو برخو کې کار کوي.»

هغه وویل، د نورو مسلکي پولیسو استخدام په زابل کې د امنیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، «له پولیسو سره د خلکو همکاري زیاته شوې ده ځکه چې زموږ پولیس مسلکي شوي او له ملکي خلکو سره ښه چلند کوي.»

کوچي وویل، «زه په ټولو افغان ځوانانو باندې غږ کوم ... چې هغوی کولی شي له خپلو خلکو او هېواد څخه هغسې دفاع وکړي لکه موږ یې چې کوو.»

ځوان سرتېري

محمد لال امیري چې ۲۱ کاله عمر لري او د زابل ولایت د مرکز کلات اوسېدونکی دی، تېر کال له ښوونځي څخه فارغ شو او اوس له پولیسو سره یوځای کیږي. هغه په کندهار کې د پولیسو د روزنې په یوه دوه میاشتني کورس کې زده کړه کوي.

هغه د وږي په ۱۹مه وویل، «زه به د پولیسو په لیکو کې د خپلو خلکو خدمت وکړم، او زه ویاړم چې له خپل هېواد څخه دفاع کوم... دا زما لپاره تر ټولو مهم کار دی. زما په ګډون زما د کورنۍ ۹ غړي ... په امنیتي سکتور کې خدمت کوي.»

امیري وویل، «دا زموږ هېواد دی؛ نور نشي کولی چې زموږ لپاره زموږ د دفاع او امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي،‌ او هغوی نشي کولی چې زموږ لپاره زموږ هېواد خوندي کړي.»

نوموړي وویل، «زه په خپلو ټولو همزولو باندې غږ کوم چې د خپلو امنیتي ځواکونو لکه پولیسو، افغان ملي اردو او د ملي امنیت ریاست په لیکو کې خپل نومونه ثبت کړي،‌ او د خپلو کورونو، کلیو، ولسوالیو، ولایتونو او هېواد امنیت او وقار خوندي کړي

عبدالجبار میوندي چې ۲۳ کاله عمر لري، او د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ د سرګون کلي اوسېدونکی دی، په وروستیو کې له افغان ملي اردو سره خپل نوم ثبت کړ او اوس په دغه ولایت کې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د شپږ میاشتنۍ روزنې کورس اخلي.

هغه د وږي په ۲۰مه وویل، «په افغان ملي اردو کې د لوی کندهار [جنوب لویدیځ] سیمې د اوسېدونکیو شمېر کم دی، او موږ کندهاریان خپلې سیمې ته د امنیت په راوستلو کې ښه یو.»

هغه وویل، «ما د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه له فراغت وروسته د خپلې کورنۍ په مشوره په افغان ملي اردو کې د شمولیت لپاره غوښتنلیک وړاندې کړ. اوس څلور میاشتې کېږي چې زه په اتل قول اردو کې روزنه ترلاسه کوم.»

هغه زیاته کړه، «په دې کورس کې، موږ ته ښودل کیږي چې څنګه ځانونه خوندي کړو، وسلې استعمال کړو، له دښمن سره جنګ وکړو او له خلکو سره مؤدبانه چلند وکړو.»

هغه وویل، «زه به د خپلې روزنې له بشپړولو څخه وروسته،‌ هغه خدمت چې ملت او حکومت ورته اړتیا لري وکړم. زه به ډېره هڅه وکړم ترڅو د خپلو خلکو زړونه وګټم او له هغوی سره ښه چلند وکړم.‌ زه به د هغو کسانو پر ضد چې زموږ خلک ژوبلوي، ځوروي،‌ وژني او ټپي کوي، جنګ وکړم، او د قانون منګولو ته به یې وسپارم.»

میوندي په خپلو همزولو باندې غږ وکړ چې وسلې راپورته کړي، خپل هېواد خوندي کړي او ترهګر مجبور کړي ترڅو سوله ومني.

د هر چا فریضه

په کندهار کې یوه قومي مشر احمدشاه خان تره کي وویل، «امنیتي ځواکونو د جنګ په ډګر کې ډېر څه ترلاسه کړي دي، او دغه حالت د افغانانو په ذهنونو باندې ښه اغېز کړی، او هغوی یې دې ته هڅولي ترڅو خپل بچیان ولېږي چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.»

تره کي د وږي په ۲۲مه وویل، «په تېرو شپږو میاشتو کې ډېر جنګونه وشول، خو د خدای فضل وو چې زموږ امنیتي ځواکونو ترهګرو ته سخته ماتې ورکړه. ملکیان تشویق شول چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپلو بچیانو نومونه ولیکي ترڅو له خپل هېواد څخه دفاع وکړي

هغه وویل، «د تېر کال په ترڅ کې، په زابل، اروزګان،‌ هلمند او کندهار ولایتونو کې له ۷۰۰۰ څخه ډېر ځوانان په امنیتي ځواکونو کې شامل شوي او خدمت یې پيل کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه د بل هر وخت په نسبت ډېر پیاوړي شوي، او هغوی د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو ته داسې ماتې ورکړې چې هغوی [یاغیان] یې فکر هم نشي کولی. که ترهګر درېدلي وای، مخامخ یې جنګ کړی وای او د ملکي خلکو په کورونو کې نه وای پټ شوي، اوس به ژوندي پاتې نه وای.»

تره کي وویل، «زه په باور سره ویلی شم چې زموږ ټولې لاسته راوړنې د خلکو د ملاتړ او له ملکي خلکو سره د امنیتي ځواکونو د چلند له برکته دي. زه ټول ملت ته وایم چې اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان له خپل هېواد څخه په دفاع کولو کې یو مثبت رول ولوبوي.»

یوه دیني عالم مولوي روح الله اسحاقزي هم د امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانانو باندې یې غږ وکړ چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

اسحاقزي د وږي په ۲۰مه وویل، «زه د یوه دیني عالم په توګه، د زړه له تله په خپلو پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ریاست په افسرانو باندې ویاړم او د هغوی د لاسته راوړنو قدر کوم.»

نوموړي وویل، «زموږ هر عسکر د پېغمبر (ع) د حقې لارې پیرو دی. د هغوی له خوا د هېواد خوندي کول او شجاعت یو غټ جهاد دی. هر څوک چې د هغوی پر ضد جنګ کوي هغه د اسلام د مقدس دین دښمن دی.»

اسحاقزي زیاته کړه، «زما یو زوی د پولیسو په لیکو کې خدمت کوي.»

مولوي اسحاقزي وویل، «زه په نورو خلکو باندې هم غږ کوم چې همدا نن د خپلو بچیانو نومونه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ثبت کړي. له هېواد څخه دفاع د هر فرد فریضه ده. موږ د خدای پاک شکر ادا کوو چې اوس زموږ خپل بچیان کولی شي چې زموږ امنیت وساتي.»

هغه وویل، «دا د خدای فضل دی چې زموږ ځانګړي ځواکونه او کومانډویان ۹۵٪ عملیات په مستقل ډول او د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ څخه پرته ترسره کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت باید یو شی په پام کې ونیسي چې، کله چې زمونږ زړور سرتېري د یاغیانو پر ضد جګړه کې شهیدان کیږي، چې دوی لاړ شي او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي څو هغوی په دې افتخار وکړي چې هو زما زوی د خپل وطن په لاره کې شهید شو.‌

ځواب ورکړئ

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۸۰٪ د افغانستان په جنوبي برخو کې توظیف شوي دي، او اکثر یې په هلمند کې دي، خو طالبان بیا هم په جنوبي ولایتونو کې محلي حکومتي ادارې ننګوي.‌ دا په داسې حال کې ده چې په شمال کې ډېر کم افغان امنیتي ځواکونه موجود دي. دا ځواکونه باید په ټولو زونونو کې په مساوي ډول توزیع شي.‌ دا وخت په بدخشان او تخار کې وضعیت د کندهار ولایت په نسبت بدتر دی. د حکومت وسله وال مخالفین ښایي هر وخت تخار ونیسي.‌ مونږ په حکومتي چارواکو باندې کلک ټینګار کوو چې شمالي ولایتونو ته هم پام وکړي. هغوی باید یوازې جنوبي ولایتونو ته پام ونه کړي. که طالبان واک ترلاسه کړي، دا ځل به هغوی خپل بریدونه د هېواد له جنوب څخه نه بلکې له شمال څخه پيل کړي.‌ اوس طالبان په شمال کې ډېر پیاوړي دي.‌

ځواب ورکړئ

کندهار ولایت د افغانستان لپاره ډېر مهم دی. د کندهار امنیت د افغانستان امنیت بلل کیږي. که چېرې کندهار د مخالفینو لاسونو ته ولوېږي،‌ پوه شئ چې افغانستان به له لاسه وځي، نو په کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو پیاوړي کول ډېر مهم دي، او حکومت باید لوی کندهار ته ځانګړې پاملرنه وکړي.‌ حکومت باید داسې کار وکړي چې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي او کندهار ته برېښنا ور وصل کړي. د کندهار ولایت اوسېدونکي چې د دې هېواد لپاره یې کالونه کالونه قربانۍ ورکړي دي،‌ اوس هم منظمه برېښنا نه لري او تاسو پوهېږئ چې برېښنا د ژوند یوه اساسي برخه ده او دا ډېره سخته ده چې په دې شلمه پېړۍ کې له برېښنا څخه پرته ژوند وشي.‌ د کندهار خلک ډېر زړور خلک دي او د تاریخ په اوږدو کې د کندهار خلکو د حکومتونو د مشرتابه په رول کې ځای درلود.‌

ځواب ورکړئ

دا ډېر ښه خبر دی چې د جنوب ځوانان د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي دي ځکه چې د افغان امنیتي ځواکونو ډېر کسان د افغانستان د ختیځو او شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي، او په دغو ځواکونو کې د جنوبي ولایتونو، په ځانګړې توګه کندهار، زابل، هلمند او نورو ولایتونو ډېر کم کسان موجود دي.‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید د ټولو ولایتونو او ټولو قومي ډلو کسان وي، ځکه کله چې مونږ وایو، «افغان ملي اردو» یا «افغان ملي پولیس»، بیا په کار دی چې دا اردو او دا پولیس واقعاً ملي وي، یعنې په هغوی کې باید د افغانستان د هرې برخې خلک وي او د افغانستان له هر کلتور سره بلد وي. کله چې اردو او پولیس ملي شي، هغوی د حکومت او خلکو لپاره ګواښ نه جوړوي. که اردو له یوه قومي ګروپ څخه جوړه شي، بیا کیدی شي چې په حکومت باندې کودتا وکړي یا ښایي چې نور قومونه د ترهګرو په نامه وځپي. مثلاً، څو کاله مخکې د جنرال عبدالرشید دوستم ملېشې فاریاب، جوزجان، سرپل او نورو شمالي ولایتونو ته لاړې او پښتانه یې د طالبانو په نامه وځپل. همدارنګه، هغوی له جمعیت اسلامي ډلې سره چې د جنرال دوستم د جنبش ډلې غټ سیال دی په جنګ کې ښکېل شول. نو،‌ په کار دی چې ټولې ادارې ملي شي چې په دې هېواد کې د تعصب ریښې وچې شي او افغانستان جوړ شي.‌

ځواب ورکړئ