امنیت

افغان ملي پولیس تر ۱۴۰۳ کال پورې د قانون تنفیذ ته تمرکز اړوي

د هدایت الله راپور

نوي روزل شوي پولیس افسران د وږي په ۲۰مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کندوز ولایت په مرکز کندوز ښار کې د افغان ملي پولیسو په روزنیز مرکز کې د خپل فراغت په مراسمو کې برخه اخلي. [هدایت الله]

نوي روزل شوي پولیس افسران د وږي په ۲۰مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کندوز ولایت په مرکز کندوز ښار کې د افغان ملي پولیسو په روزنیز مرکز کې د خپل فراغت په مراسمو کې برخه اخلي. [هدایت الله]

کندوز -- افغان حکومت پلان لري چې په راتلونکیو څلورو کالونو کې په لومړیو کرښو کې د حکومت مخالفو وسله والو عناصرو پر ضد له جنګ کولو څخه د افغان ملي پولیسو تمرکز د قانون تنفیذ او خوندیتوب ته واړوي.

په کندوز ښار کې د افغان ملي پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان سمنوال زبردست ساپي وویل، د کورنیو چارو وزارت یوه نوې پالیسي جوړه کړې چې په اساس یې تر ۱۴۰۳ کال پورې دغه هدف ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې په تپل شوي جنګ کې برخه اخیستنه د پولیسو د وظایفو برخه ګرځېدلې ده، او زموږ ملي پولیس مجبور دي چې د نورو مسؤلیتونو په ترسره کولو سربېره د جګړې په ډګر کې خپل حضور وساتي.»

هغه وویل، «پولیس به د قانون تنفیذ، د خلکو امنیت او مصؤنیت ساتلو، د جرمونو کشفولو، د سرحدونو کنټرولولو، د مدني حقونو ساتلو، د خلکو د ملکیتونو ساتلو، د هغوی له ازادیو څخه دفاع او نورو اړوندو وظایفو ته ورستانه شي.»

ساپي وویل، «زموږ د ټولنې د اړتیاوو له امله، موږ پولیسو ته د جنګي مهارتونو روزنه ورکړې ده ترڅو وکولی شي د جنګ په ډګر کې هم بریالي شي.» هغه زیاته کړه چې د نشه ییزو توکو د قاچاق او منظمو جرمونو پر ضد مبارزه، د ترافیکو مدیریت، اور وژنه او د نورو ټولنیزو ستونزو حلول د افغان ملي پولیسو د مسؤلیتونو برخې دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، پولیس د خلکو پر وړاندې د چلند ښه کولو ته دوام ورکوي چې دغه کار د پخوا په نسبت په افغان ملي پولیسو باندې د خلکو اعتماد زیات کړی دی.

هغه وویل، «موږ فکر کوو چې پولیسو په خپل چلند کې بې جوړې ښه والی راوستی دی. هغه پولیس افسران چې روزنه یې اخیستې ده د ژوند له بېلابېلو اړخونو څخه د خلکو درناوی کوي او له هغوی سره د قانون په اساس چلند کوي.»

هغه وویل، «هر چېرې چې یوه پېښه کېږي، خلک لومړی د مرستې لپاره پولیسو ته زنګ وهي، یعنې پولیس په ټولنه کې یو مهم رول لوبوي.»

مسلکي پولیس ځواک ته اړتیا

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وویل، ټولنه دې ته اړتیا لري چې پولیس خپلې اصلي وظیفې یعنې د قانون تنفیذ ته ورستانه شي.‌

هغه د وږي په ۲۰مه په کندوز د افغان ملي پولیسو روزنیز مرکز څخه د ۱۰۰۰ پولیس افسرانو د فراغت د مراسمو په ترڅ کې وویل، «له بده مرغه چې ملي پولیس مجبور شول چې له ملي اردو او د ملي امنیت ریاست ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګ وکړي.»

هغه وویل، «پولیس اوس هم د قانون په نفاذ سربېره په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي. پولیس له ډېر درانه فشار سره مخامخ دي په داسې حال کې چې ډېر کم امکانات لري.»

میرزکوال وویل، «زموږ ټولنه پولیسو ته سخته اړتیا لري. کله چې هغوی د جنګ په میدان کې له جنګ کولو څخه د قانون نفاذ ته ستانه شي، او جنایتکاران ونیسي، جرمونه کشف کړي او قوانین تطبیق کړي، دا ښکاره خبره ده چې په ټولنه کې به حالات ښه شي.»

د کندوز امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني وویل، «زموږ پولیس ورځ تر بلې ډېر مسلکي کیږي او مهارتونه یې وده کوي. زه باوري یم چې هغوی کولی شي مستقل تصمیمونه ونیسي او هر هغه مسؤلیتونه چې ورسپارل کیږي ترسره کړي.»

سمونوال اسدالله قریشي چې پخوا یې په کندوز ولایت کې د افغان ملي پولیسو په ۸۰۸ سپین غر زون کې کار دنده ترسره کوله، وویل، «که افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه خپل مسؤلیتونه په صحیح توګه ترسره کړي، امنیت به ښه شي او خلک به وکولی شي چې له امنیتي ځواکونو سره خپلو اړیکو ته وده ورکړي.»

هغه وویل، «که زموږ پولیس د تلاشۍ پوستو کې له خلکو سره په ادب چلند وکړي، دا ښکاره خبره ده چې د خلکو به خوښ شي او تل به یې ملاتړ وکړي.»

نویو افسرانو ته روزنه ورکول

د افغان ملي پولیسو غړي وایي چې هغوی په روزنیزو فرصتونو کې په برخه اخیستنه کې ګټه ویني.

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري یوه اوسېدونکي پړکمشر علی الله کبیري چې د افغان ملي پولیسو روزنیز مرکز څخه فارغ شو، وویل، «هغه مسلکي روزنه چې ما دلته واخیستله ډېره ګټوره وه. دا لومړی ځل دی چې ما د پړکمشرۍ روزنه کې برخه واخیستله.»

هغه وویل، «د رهبرۍ اساسات او له خلکو سره چلند د هغو مهمو موضوعاتو په ډله کې وو چې له ما سره یې مرسته وکړه پوه شم چې زه د دندې پر مهال له خلکو سره باید څنګه چلند وکړم.»

کبیري زیاته کړه، «موږ باید د خپل هېواد ساتنه وکړو ځکه چې دا زموږ وطن دی. زه به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې له خپل وطن څخه دفاع وکړم.»

د بدخشان ولایت اوسېدونکي دویم څارن محمد توپان خالقي چې له عین روزنیز مرکز څخه فارغ شو، وویل، «زه له دوه کاله را په دې خوا کله چې له ښوونځي څخه فارغ شوم په ملي پولیسو کې خدمت کوم. زه د ملي پولیسو له لیکو سره د دې لپاره یوځای شوم ترڅو وکولی شم د خپلو سرحدونو ساتنه وکړم او د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړم.»

هغه وویل، «د مسلکي روزنې له ترلاسه کولو څخه مخکې، زه د پولیسۍ په قوانینو او اساساتو باندې نه پوهېدم. زه یو پولیس وم، خو مسلکي نه وم، او زه له هغو قوانینو او قواعدو څخه چې حکومت ټاکلي دي خبر نه وم.»

هغه وویل، «کله چې ما د افغان ملي پولیسو په روزنیز مرکز کې داخله وکړه، ما ډېر شیان زده کړل او دلته مې ډېرې تجربې ترلاسه کړې. زه به د خپلو خلکو او ټولنې د خدمت لپاره هر هغه څه چې په وس مې وي ترسره کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغان ملي پولیسو کې اوس هم ډېرې ستونزې شته. دا ځواکونه باید له دې نه نور هم ډېر مسلکي شي، او په دغو ځواکونو کې فساد باید له منځه وېوړل شي، ځکه چې اداري فساد دا ځواکونه خرابوي. په ملي پولیسو کې په پراخه کچه فساد موجود دی. افغان حکومت باید ډېرې هڅې وکړي چې په دې ځواکونو کې د فساد ریښې وباسي.‌

ځواب ورکړئ

دا د افغانستان او افغانانو لپاره ښه خبر دی. د امنیتي تاسیساتو پیاوړي کول او د افغان ځواکونو مسلکي کول د هیواد د راتلونکي لپاره ضروري دي.‌

ځواب ورکړئ

د پولیسو مسلکي کول په دې ټولنه کې ډېر مهم بلل کیږي او حکومت باید هڅه وکړي چې پولیس ډېر مسلکي کړي. که خدای پاک په افغانستان کې په ټول هېواد کې سوله راولي، طالبان خپلې وسلې کېږدي او په هېواد کې سوله ډاډمنه شي، بیا د پولیسو وظیفه دا نه ده چې د ترهګرۍ پر ضد جنګ وکړي، بلکې د پولیسو وظیفه به دا وي چې قانون نافذ کړي، جنایتکاران او له قانون څخه سرغړوونکي ونیسي. له دې امله، په کار دی چې پولیس د قانون په تنفیذ کې مسلکي او له ټولو قوانینو څخه خبر وي.

ځواب ورکړئ