جرم او انصاف

چارواکي:‌ له پولیسو سره د کندوز د اوسېدونکيو همکاري په ډېرېدلو ده

د هدایت الله راپور

د لومړۍ ناحیې د پولیسو مشر عبدالعزیز مبارز (ښی) د وري په ۲۱مه په کندوز ښار کې د امنیتي وضعې د ښه کولو لپاره د یوه مشر سړي وړاندیزونو ته غوږ نیولی دی.‌ [د کندوز پولیس]

د لومړۍ ناحیې د پولیسو مشر عبدالعزیز مبارز (ښی) د وري په ۲۱مه په کندوز ښار کې د امنیتي وضعې د ښه کولو لپاره د یوه مشر سړي وړاندیزونو ته غوږ نیولی دی.‌ [د کندوز پولیس]

کندوز -- د کندوز ښار اوسېدونکي وایي،‌ له پولیسو سره همکاري په امنیتي ادارو باندې اعتماد ته وده ورکوي او د جرمونو او ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې مرسته کوي.‌

د غوایي په ۳۰مه، د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نیولو د هڅو په شا تمبولو کې د امنیتي ځواکونو بریادغه اعتماد لا نور پیاوړی کړ.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، هغو بحثونو، مجلسونو، سیمینارونو او د پوهاوي زیاتولو کمپاینونو چې د بېلابېلو امنیتي ادارو له خوا ترسره کیږي د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اعتماد جوړونې په برخه کې مرسته کړې ده.

هغه وویل، «زموږ ځواکونو ښودلې چې هغوی کولی شي هر ډول برید شنډ کړي،‌ او هغوی د ملکي خلکو ژوند اسان کړی دی ځکه چې هغوی شپه او ورځ د امنیت د ډاډمنولو لپاره سخت زیار باسي.»

د کندوز امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر وویل، افغان ملي پولیس په ټولنه کې امنیت ډاډمنوي، او د خلکو همکاري کولی شي له پولیسو سره مرسته وکړي چې هغوی په خپلو وظایفو کې بریاوې ترلاسه کړي.

هغه وویل، «دا د هر پولیس افسر وظیفه ده چې له هر وګړي سره په درناوي چلند وکړي ترڅو د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ اعتماد وده وکړي.»

هغه وویل، «زموږ شعار دا دی چې، 'پولیس د ټولنې خدمتګار دي'، او دا ښیي چې موږ خپل ځانونه دې ته چمتو کړي چې د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړو.»

د خلکو همکاري

طالبانو کندوز ښار دوه ځلې؛ یو ځل په ۱۳۹۴ او بیا په ۱۳۹۵ کې د لږ مودې په مخه ونیو،او په دغو وختونو کې د ملکي خلکو له خوا په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې انتقادونه زیات شول.

اوس هغه فکر بدل شوی دی او خلک د ترهګرو، د نشه ییزو توکو د معامله ګرو او نورو جنایتکارانو په هکله د معلوماتو په ورکولو سره له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.‌

د ښار یوه اوسېدونکي عبدالرقیب فقیرزاده وویل، «د کب په ۱۸مه، ملکي خلکو پولیسو ته د سرک پر غاړه د خښو شویو دوه ماینونو په هکله چې نامعلومو کسانو د کندوز ښار په ۴مه ناحیه کې ځای پرځای کړي وو، راپور ورکړ، او د یوې خونړۍ پېښې په مخنیوي کې یې مرسته وکړه.»

هغه وویل، «پولیسو د وري په ۳مه د ملکي خلکو په مرسته دوه د نشه ییزو توکو معامله ګران ونیول او ۳۴ کیلوګرامه نشه ییز توکي چې د کندوز ښار په ۳مه ناحیه کې د دې لپاره ساتل کېدل چې په ښار کې د نشه ییزو توکو معامله ګرانو ته توزیع شي، ترې ضبط کړل.»

په کندوز ولایت کې یوه قومي مشر عصمت الله معصوم یار وویل هغه په ګڼو مواردو کې لیدلي چې اوسېدونکیو «امنیتي ځواکونو ته د مشکوکو کسانو په هکله راپور ورکړی» دی.

هغه وویل، «کله چې پولیس له خلکو څخه مرسته ترلاسه کړي، هغوی به تشویق شي چې په لا بهتر ډول خدمت وکړي.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي ضیاءالحق ضیایي چې د ۱۳۹۴ د چنګاښ په میاشت کې یې یو شپږکلن زوی تښتول شوی وو، وویل، «حکومت او خلک د امنیت په راوستلو کې مهم او اساسي رول لري، او دا د هر وګړي ملي او اخلاقي وجیبه ده چې د امنیت په ټینګولو کې همکاري وکړي.»

هغه وویل، «زه د امنیتي ځواکونو په اهمیت هغه وخت پوه شوم چې هغوی د تښتوونکیو پټنځای پیدا او زما زوی راخوشې کړ.»

هغه وویل، «په تېر وخت کې په کندوز ولایت کې د ډېرو تښتونو او وسله والو غلاوو تر شا یو له غټو دلایلو څخه دا وو چې د خلکو او پولیسو تر منځ همکاري نه وه.»

ضیایي وویل، «ملکي خلکو له پولیسو سره هېڅ اړیکې نه لرلې، یا دا چې دومره زړور نه ول چې له هغوی سره تماس ونیسي، خو له نېکه مرغه چې اوس هغوی دا فرصت لري چې خپل پیغام مقاماتو ته ورسوي.»

هغه وویل، «له امنیتي ځواکونو سره د خلکو په همکارۍ کې وروستي زیاتوالي په کندوز کې د وېروونکیو پېښو په مخنیوي کې مرسته کړې ده.»

مشهور جنایتکاران د زندان د میلو شاته

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وویل، د ملکي خلکو په مرسته یو شمېر مشهور جنایتکاران نیول شوي دي.

هغه وویل، «د تېر لمریز کال په ترڅ کې، موږ وکولی شوای چې نږدې ۵۰۰ هغه جنایتکاران چې د کندوز د استیناف څارنوالۍ له خوا تر تعقیب لاندې ول د کندوز د ښار او د کندوز ولایت د ولسوالیو د اوسېدونکو په مرسته ونیسو.»

هغه وویل، «نیول شویو جنایتکارانو د تښتونې، وژنې، وسله والې غلا، جنسي ځورونې، د ځمکې غصب، د نشه ییزو توکو قاچاق، ډار اچونې او نورو جرمونو په پېښو کې لاس درلود.»

هغه وویل، «تر دې چې په نیول شویو کسانو کې محکوم شوي سرغړونکي چې په ۲۰ کاله حبس محکوم شوي ول هم شامل وو، خو په کندوز ښار کې ازاد ګرځېدل ځکه چې هغوی محلي زورواکي ول او له مافیایي کړیو سره یې اړیکې لرلې.»

هغه وویل، «پولیس په ملکي خلکو باندې غږ کوي چې که هغوی وګوري یا شکي شي چې کوم څوک غواړي چې یو جومات،‌ ښوونځی، سرک یا بل عامه ملکیت ویجاړ کړي یا اور ور واچوي، خبر دې ورکړي ترڅو موږ د هرو وحشیانه پېښو مخه ونیسو.»

د کندوز ښار د لومړۍ ناحیې یوه پولیس افسر عبدالقادر وویل، «موږ له عامو خلکو څخه تمه لرو چې که هغوی داسې مشکوک کسان ویني چې عامه نظام له خطر سره مخامخ کوي، موږ ته دې د ۱۱۹ په وړیا نمبر خبر راکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان غریب خلک، په ځانګړې توګه د کندوز باوقاره خلک وېرېږي چې خدای مه کړه طالبان به یو ځل بیا کندوز ولایت ونیسي او دا چې په دغه هېواد کې به د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ یو خونړی جنګ ونښلي، ځکه چې که طالبان کندوز ولایت بیا ونیسي او جنګ ونښلي، د جنګ اصلي قربانیان به ملکي خلک وي، او د دغه ولایت په زرونو اوسېدونکي به نورو ولایتونو ته کډه شي. یو لاس ته، هوا توده ده، بل لاس ته د کرونا ناروغي په ډېرېدلو ده، نو دا بېچاره خلک به چېرته لاړ شي؟ له دې امله، د کندوز ولایت خلک ډېر وارخطا دي او باید چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د امنیت په راوستلو کې ورسره مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ