زده کړه

د کندوز د سواد زده کړې پروګرام له ځایي پولیسو سره مرسته کړې چې د خلکو باور ترلاسه کړي

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۸مه اخیستل شوی په کندوز ولایت کې د چاردرې ولسوالۍ پولیس لیدل کیږي. [هدایت الله]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۸مه اخیستل شوی په کندوز ولایت کې د چاردرې ولسوالۍ پولیس لیدل کیږي. [هدایت الله]

کندوز -- د کندوز پولیس افسران د سواد زده کړې روزنه ترلاسه کوي. د دغه پروګرام موخه دا ده چې د هغوی مسلکیتوب وده ومومي او د خلکو اعتبار او باور ترلاسه شي.

په کندوز کې د افغان ملي پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان دگروال زبردست ساپي وویل، له ۳۵ زرو څخه ډېر پولیس افسران چې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۸ تر منځ له کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه له دغه ځواک سره یوځای شوي دي له دغه روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي.

هغه وویل، «د دغو فارغانو ۵۰٪ بې سواده ول. د سواد زده کړې د کورسونو له بشپړولو څخه وروسته، هغوی په خپلو اړوندو ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو واحدونو کې بېرته په وظیفو وټاکل شول.»

هغه وویل، «د سواد زده کړې کورسونه په دې مرکز کې د پولیسو د مسلکي روزنې برخه دي چې هلته د پولیسۍ زده کوونکي د پولیسو د عملیاتي روزنې تر څنګ د سواد زده کړې روزنه هم ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه، «د پولیسۍ زده کوونکي د خپلې اته میاشتنۍ روزنې په ترڅ کې، هره ورځ دوه ساعته د سواد زده کړې روزنه ترلاسه کوي.»

ساپي وویل، د اسلامي عقیدې او کلتور درسونه، په ټولنه کې د پولیسو چلند، د پولیسو د کار طرز او ټولنیزې اړیکې هم د زده کړې د پروګرامونو برخه دي.

هغه وویل، «همدارنګه دغو زده کوونکیو ته اسلامي درسونه او احادیت هم تدریس کیږي. له دغو ټولو درسونو سره چې زموږ زده کوونکي یې ترلاسه کوي، موږ ټولنې ته ډېر ښه پولیس افسران وړاندې کوو.»

ساپي یادونه وکړه چې، «اکثر زده کوونکي، چې بې سواده ول، اوس لیک لوست کولی شي، او کېدی شي دا له هغوی سره مرسته وکړي چې د ټولنې د غړو تر منځ اعتبار جوړ کړي.»

هغه وویل، «هر کال، دا مرکز د څلورو شمال ختیځو ولایتونو له ۱۰۰۰ څخه ډېر عسکر، ضابطان او افسران تربیه کوي او فارغوي. د تېر لمریز کال په ترڅ کې، موږ له ۱۰۰۰ څخه ډېر فارغان لرل چې له پولیس ځواک سره یوځای شول.»

دوستانه اړیکې جوړول

د کندوز د پولیسو روزنې مرکز کې یو شمېر زده کوونکي وایي چې د هغوی درسونو له هغوی سره مرسته کړې او هغوی خوښ دي چې اوس کولی شي لیک لوست وکړي.

په کندوز کې یوه پولیس افسر ضابط سید رسول امیري وویل، «په پیل کې ما سواد نه درلود. ما د سواد زده کړې درسونه دوه میاشتې په مرکز کې او یو کال زموږ په اډه کې ولوستل. اوس د خدای فضل دی ما د دغو کورسونو په مرسته دا زده کړل چې څنګه لیک او لوست وکړم.»

هغه وویل، «په مرکز کې د مجربو استادانو او دیني عالمانو له خوا د اسلامي ثقافت، عقایدو او کلتور، قران کریم او نورو اسلامي مضامینو درسونه ورکول کیږي.»

هغه زیاته کړه، «یو باسواد افسر کولی شي چې له ملکي خلکو سره صمیمي اړیکې جوړې کړي. هغوی په یوه مسلکي او باسواد پولیس افسر باندې اعتماد کوي.»

د کندوز امنیه قوماندانۍ د کورني‌ تاوتریخوالي د څانګې یوې ۳۱ کلنې افسرې لومړۍ بریدمنې لیلما حقخواه وویل،‌ «زه واقعا خوشحاله یم چې د مسلکي درسونو او مهارتونو له ترلاسه کولو څخه وروسته په ځان باوري شوم.»

هغې وویل، «ما اته اونۍ بېلابېل مسلکي درسونه زده کړل. زموږ ښوونکیو موږ ته داسې څه را وښودل چې موږ هره ورځ په خپله وظیفه کې ورته اړتیا لرو.»

هغې زیاته کړه،‌«له دې څخه انکار نه کیږي چې د پولیسو په لیکو کې ښځینه پولیسو ته اړتیا ده، او د هغوی ملاتړ باید وشي.»

یو بې سابقې بدلون

په کندوز ولایت کې د یوې مدني ټولنې د سازمان رییس عنایت الله خلیق وویل، «موږ لیدلي چې زموږ امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه پولیس له ملکي خلکو سره واقعا ښه چلند کوي. هغوی د مشرانو، ځوانانو، ماشومانو، ښځو او سړیو په ګډون هر چا سره یو ډول چلند کوي.»

هغه وویل، «د پولیسو او ملکي خلکو تر منځ صمیمي اړیکې عام خلک او حکومت سره نږدې کوي، او ملکي خلک په امنیتي ځواکونو باندې اعتماد کوي او له هغوی سره د بېلابېلو مسایلو په هکله همکاري کوي. موږ غواړو چې زموږ امنیتي ځواکونه روزنه ترلاسه کړي څو پولیس افسران قانون نافذ کړي.»

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، «موږ ګورو چې پولیس ځواکونه له ملکي خلکو سره ورځ تر بلې ښه چلند کوي، او هغوی په دغو افسرانو باندې اعتماد کول پیل کړي دي. هره ورځ چې زه کار ته ځم، زه وینم چې زموږ عسکر له مشرانو، په سترګو معلولو، ماشومانو او ښځو سره له سرک څخه تېرېدلو کې مرسته کوي.»

په کندوز ولایت کې یوه قومي مشر عبدالرحمان قادري وویل، «موږ وینو چې د پولیسو په چلند کې یو بې سابقې تغیر رامنځته شوی دی. روزل شوي پولیس د مشرانو احترام کوي، او له عامو خلکو سره د قانون مطابق چلند کوي.»

هغه وویل، «ما لیدلي چې ډېر زده کوونکي چې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تېر کال فارغ شوي د پولیسو په ماموریتونو او د تلاشۍ پوستو او د پولیسو واحدونو کې کار کوي، او هغوی د نورو پولیس ځواکونو څخه ډېر مسلکي عمل کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Afghan National Police are the real children of the country and guardians of the national and Islamic values; therefore, the government should give special attention to make national police professional and literate

ځواب ورکړئ

افغان ملي پولیس د ښارونو، ولسوالیو د امنیت ټینګولو او د عامه نظم ساتلو په برخه کې یو مهم اورګان دی. هغوی د ترهګرۍ ضد فعالیتونو، امنیتي مسایلو، د قاچاق پر ضد د مبارزې، د قانون د نفاذ، د نظم د ساتلو، د جرمونو د پلټنې، سرحدي امنیت او د ترافیکو د کنټرولولو مسؤل دي. دا مهمه ده چې افغان ملي پولیس باسواده کړای شي، او زه له دې امله د حکومت ستاینه کوم.

ځواب ورکړئ

دا د هېواد د پولیسو د مسلکي کولو په لور يو ښه اخیستل شوی ګام دی. پولیس افسران باید باسواد وي. هغوی باید په دې پوه شي چې له خلکو سره څنګه چلند وکړي. پولیس افسران باید ارواپوهان واوسی. هغوی باید وکولی شي چې جنایتکاران د هغوی له څېرې او چلندونو څخه وپېژني. له بده مرغه چې‌ افغان پولیس افسران مسلکي نه دي. حکومت باید د پولیسو د مسلکي کولو لپاره ډېر څه کړي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ژغورلو یوازنۍ لاره دا ده چې د هېواد امنیتي ځواکونه پیاوړي او مسلکي کړای شي.‌ افغان ځواکونه ډېرې ستونزې لري. افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو د ور رسېدلو لوی سبب دا دی چې هغوی غیرمسلکي دي. که دا ځواکونه مسلکي وای، په تېرو کالو کې به دومره ډېر تلفات نه وای ور رسېدلي ځکه چې طالبان او نورې ډلې دومره پرمختللي پوځي تجهیزات نه لري لکه څومره چې افغان امنیتي ځواکونه لري، خو د افغان ځواکونو تلفات د حکومت ضد ډلو د تلفاتو په نسبت ډېر زیات دي.‌ دا له دې امله ده چې هغوی غیرمسلکي دي او اوږدمهالې پوځي روزنې نه ترلاسه کوي. تاسو ولیدل چې طالبانو په بدخشان ولایت کې تمرینات ترسره کول، نو حکومت باید د افغان امنیتي ځواکونو سواد ته ځانګړې توجه وکړي څو یوې خوا ته په هېواد کې امنیت ډاډمن کړي او بلې خواته د دغو ځواکونو تلفات کم کړي.‌

ځواب ورکړئ