امنیت

د کندوز پولیس په امنیتي برخه کې د ښځو ډېرېدونکي رول ته په پام سره غواړي چې ښځې استخدام کړي

د هدایت الله راپور

په کندز ولایت کې د پولیسو لیکو ته زیاتې ښځې نیول کیږي. دا پداسې حال کې ده چې ځايي چارواکي د قانون د پلي کولو او د نظم راوستلو په موخه د ښځو زیاتې وڼدې ته هیله من دي. (هدایت الله)

کندوز -- امنیتي چارواکي په سیمه کې د قانون او نظم په ډاډمنولو کې د ښځو ډېرېدونکي رول ته په پام سره غواړي چې د کندوز د پولیسو په لیکو کې لا نورې ښځې استخدام کړي.‌

چارواکي وایي، هڅې روانې دي چې ښځې جذب او په دې ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي، او یو ځل چې نوې ښځې استخدام شي او مسلکي روزنه ترلاسه کړي بیا به هغوی د پولیسو د تلاشۍ په پوستو کې خدمت کوي، د کورونو په تلاشۍ کې به برخه اخلي او په بېلابېلو امنیتي ماموریتونو کې به کار کوي.

د کندوز امنیه قوماندان برید جنرال عبدالرشید بشیر وویل، د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې له ۸۰ څخه ډېرې ښځې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې مونږ دا ښځې پولیس ځواک ته راوستلې، هغه امنیتي پېښې چې ښځې په کې متاثره کېدلې کمې شوې.»

د افغان ملي پولیسو یوه غړې د ۱۳۹۲ د کب په ۸ مه په هرات کې د فراغت د مراسمو په ترڅ کې سلامي کوي. د کندوز پولیس غواړي چې نورې ښځې هم استخدام کړي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

د افغان ملي پولیسو یوه غړې د ۱۳۹۲ د کب په ۸ مه په هرات کې د فراغت د مراسمو په ترڅ کې سلامي کوي. د کندوز پولیس غواړي چې نورې ښځې هم استخدام کړي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه، «ښځې کولی شي چې خلکو ته په خدمت کولو کې یو حیاتي رول ترسره کړي.‌که مونږ اړتیا ولرو چې یو مشکوک کور تلاشي کړو، ښایي چې سړي کور ته داخل نشي، خو ښځې کولی شي چې په اسانۍ سره دغه وظیفه ترسره کړي.»

هغه وویل، «مونږ اوس هم لږ شمېر پولیسانې لرو، او مونږ په ښځو باندې غږ کوو چې د پولیسو له لیکو سره په یوځای کېدلو سره دغه ځواک پیاوړی کړي.»

ضابطې هنګامې حضرتي چې له ۱۴ کالو راهیسې د کندوز پولیسو کې او د مشرې استخداموونکې په توګه کار کوي، وویل چې هغه د یوې ښځې په توګه پوهېږي چې ښځې کولی شي چې په امنیت کې یو مهم رول ولوبوي.‌

هغې وویل، «کله چې مونږ یو کور تلاشي کوو، مونږ دننه ورځو او ښځې تلاشي کوو ځکه چې سړي ښایي دا کار ونه کړي.‌ زه له کورنیو او ځوانو ښځو څخه چې علاقه مندي لري غواړم چې د ملي پولیسو په جوړولو کې مرسته وکړي.»

حضرتي وویل، «اوس، د ملي پولیسو په لیکو کې ښځې او سړي سره برابر حقونه لري،‌ او ښځې کولی شي چې له کوم توپیري چلند څخه پرته په اسانۍ سره په ملي پولیسو کې خدمت وکړي.»

هغې وویل، «زه د یوې پولیسې په توګه له خپل کار څخه خوند اخلم، او زه په خپله وظیفه فخر کوم. مونږ روزنه ترلاسه کړې او مونږ پوهېږو چې څنګه د سولې او ثبات دښمنانو ته ماتې ورکړو.»

د کندوز د پولیسو مشر بشیر وویل،د کورنیو چارو وزیر پلان لري چې د کندوز یو شمېر پولیسانې ترکیې ته ولېږي چې مسلکي روزنه ترلاسه کړي.

هغه وویل، «هغوی هلته درې میاشتې درس لولي او د افسرانو په توګه فارغېږي. دوه میاشتې مخکې، ۲۵ فارغانې له ترکیې څخه راستنې شوې.»

ځینې ښځو چې په وروستیو کې له ملي پولیسو سره یوځای شوي دي، وویل، د نارینه پولیسو تر څنګ د ښځینه پولیسو حضور د ټولنې په خوندي کولو کې مهم دی.‌

په کندوز کې یوې افسرې نازیې علیزاده وویل، «ما له ډېر وخت راهیسې له دې مسلک سره مینه لرله، او له نېکه مرغه چې ما وکولی شوای چې سږ کال له پولیسو سره کار پيل کړم.»

هغې وویل، «زه خپله وظیفه په ښه توګه او په علاقه مندۍ سره ترسره کوم، او زه په دې فخر کوم چې د خپلو خویندو تر څنګ خدمت کوم. څومره چې مونږ ډېره روزنه ترلاسه کوو، هومره به ډېر مونږ وکولی شو چې د جرمونو مخه ونیسو.»

یو مهم رول

د کندوز اوسېدونکي وایي، دا چې افغانستان یو اسلامي او دودیز هېواد دی، هغه ښځینه پولیس افسرانو ته ډېره اړتیا لري ځکه هغوی کولی شي چې دودونو او رواجونو ته په احترام سره مرسته وکړي.‌

په کندوز ښار کې د سه درک په نامه سیمې یوه قومي مشر عبدالمتین قیومي چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «په وسله والو ځواکونو، عامه روغتیا، تعلیم او تربیه، لوړو زده کړو او نورو حکومتي موسساتو کې د ښځو رول ډېر مهم دی.»

هغه وویل، «ما لیدلي چې د یوه کور د تلاشۍ پر وخت ښځینه پولیسانې موجودې وې، او د هغوی شتوالی پولیسو ته دا وړتیا ورکوي چې خپل هدف په صحیح توګه تعقیب کړي.»

د ټولنې د پولیسۍ په چارو کې د کندوز د پولیسو د جنسیتي چارو یوې افسرې تورن مرضیه رضایي ومنله چې ښځې په سیمه کې د امنیت په ډاډمنولو کې ډېرېدونکی رول لوبوي.‌

رضایي چې له تېرو پنځو کالو راهیسې د پولیسو په څانګه کې کار کوي، وویل، «کله چې یو جنګ پېښېږي، مونږ په ازادانه توګه کورونو ته ننوځو او خپلې وظیفې ترسره کوو، او کله چې مونږ د کورونو تلاشۍ ته اړتیا ولرو، څوک نیسو او له حقونو څخه د ناوړه استفادې د یوې قضیې څېړنه کوو، مونږ یې په ترسره کولو کې ستونزه نه لرو.»

هغې وویل، «په وسله والو عملیاتو کې د ښځو د کار له پیلېدلو څخه مخکې ملکي خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېدل، خو له هغه وخته چې مونږ له پولیسو سره یوځای شوې یو، ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.»

رضایي وویل، ښځینه پولیسانې په کندوز ښار او لیرې پرتو ولسوالیو کې د حکومتي ادارو د دروازو د ساتنې او همدارنګه په ځانګړیو عملیاتو کې د برخه اخیستنې په شمول په نورو امنیتي رولونو کې خدمت کوي.

د ښځو د ستونزو حل کول

په کندوز ولایت کې د پولیسو د ۱۱۹ ټیلیفون مرکز د معلوماتو مدیرې جګړن جمیلې حمیدي وویل، «پولیس لومړنی حکومتي اورګان دی چې قربانیان ورته د مرستې غوښتنې لپاره مراجعه کوي، خو د ښځینه پولیسو د نشتوالي له امله هغه ښځې چې مرسته غواړي ځینې وختونه له ستونزو سره مخامخ کیږي.»

حمیدي وویل، «ما د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو، د شکایتونو او ستونزو -- او په ځانګړې توګه د ښځو د ستونزو د حلولو -- او د جرمونو د مخنیوي په برخه کې یو شمېر روزنیز پروګرامونه تعقیب کړي دي.»

هغې وویل، «زما وظیفه د اسلامي لارښوونو په اساس ده. زمونږ ټولنه ځینې وختونه له یوې داسې ستونزې سره مخامخ کیږي چې یوازې یوه ښځینه پولیسه کولی شي چې هغه حل کړي.»

«ځینې وختونه په کار دی چې د یوه مشکوک کور د تلاشي کولو پر وخت له پولیسو سره پولیسانې هم موجودې وي چې هغوی [په کور کې] له ښځو سره خبرې وکړي او هغوی وهڅوي چې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500