۲۵۰ ښځینه افغان پولیس زده کوونکیو په ترکیه کې روزنه بشپړه کړه

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د جنوري ۵ مه/ راپور ورکړ چې، ترکیې ۲۵۰ تنه نورې ښځینه افغان پولیس زده کوونکې وروزلې، او هغوی ته یې د وسلو د نیولو او ډزو کولو، د ترافیکو د لارښوونې، د جرم د ساحې د پلټنې او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لارې چارې وروښودلې.

دغو ښځینه پولیسو د پنجشنبې په ورځ /د جنوري ۵ مه/، له ترکیې سره په ۲۰۱۱ کال کې د همکارۍ تر یوه لاسلیک شوي تړون لاندې، د ترکیې په سېواس ولایت کې یوه څلورمیاشتنۍ روزنیزه دوره بشپړه کړه.

ترکیې تر یاد تړون لاندې، خواوشا ۳۰۰۰ افغان زده کوونکیو ته روزنه ورکړه چې له ۱۰۰۰ تنو څخه ډېر یې ښځې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال تاج محمد جاهد چې د زده کوونکیو د فراغت په مراسمو کې یې خبرې کولې، د افغانستان په پرمختګ کې د ترکیې د همکارۍ ستاینه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500