امنیت

په بغلان او جوزجان کې د ښځینه پولیس ځواک د شمېر په ډېرېدلو سره جرمونه کم شوي دي

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۷مه اخیستل شوی، پولیس افسرانې په شبرغان کې د جوزجان امنیه قوماندانۍ کې لیدل کیږي. [حکمت الله فرهاد]

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۷مه اخیستل شوی، پولیس افسرانې په شبرغان کې د جوزجان امنیه قوماندانۍ کې لیدل کیږي. [حکمت الله فرهاد]

کندوز -- د پولیسو په لیکو کې د ښځو د شمېر په بې ساري ډېرښت او د جرمونو د کچې په کمښت سره، په جوزجان او بغلان ولایتونو کې په پولیسو باندې د خلکو اعتماد زیات شوی دی.‌

د کورنیو چارو پخواني وزیر جنرال مسعود اندرابي د کب په وروستیو کې وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰۰ پولیس افسرانې د افغان ملي پولیسو په لیکو کې کار کوي، او تمه ده چې دغه شمېر تر ۱۴۰۳ کال پورې ۱۰۰۰۰ ته زیات شي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر وویل، په دغه ولایت کې په افغان ملي پولیسو کې د ښځو شمېر له دوه برابرو څخه ډېر شوی او د ۱۳۹۸ له ۳۵ څخه په ۱۳۹۹ کې ۷۲ ته رسېدلی دی.

آذر وویل، پولیسانې د امنیت په ټینګولو کې مؤثر رول لوبوي، او زیاته یې کړه چې په پولیس ځواک کې د هغوی حضور د جنایي قضیو، چې په کې په ښخو باندې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وي، د پلټنې لپاره ضروري دی.

نوموړي وویل، د تېر لمریز کال په ترڅ کې، افسرانې وتوانېدلې چې د جنایي یا د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د قضیو عاملین عدالت ته راکش کړي.

آذر زیاته کړه، د امنیت په برابرولو سربېره، ښځې د یوه ثابت عاید د ګټلو له لارې د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو سره یو مهم رول لوبوي.

زما تر ټولو لوی ملاتړی

د جوزجان امنیه قوماندانۍ یوې پولیس افسرې بریدمن حلیمه حلیمي وویل، له شتو ستونزو سره سره ورځ تر بلې په جوزجان کې ډېرې ښځې له پولیس ځواک سره یوځای کیږي.

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې له تېرو درې کالونو راهیسې د خپلو ورونو تر څنګ د افغان ملي پولیسو په لیکو کې خدمت کوم.»

حلیمي وویل، «په پیل کې زما پلار خوښ نه وو چې له پولیسو سره د کار اجازه راکړي.» هغې وویل، د هغه زړه نازړه توب د هغو ښځو په هکله چې په پولیس ځواک کې خدمت کوي د خلکو د منفي ذهنیت له امله وو، ځکه چې دغه کار د دودیزو نورمونو پر خلاف وو.

هغې د دې ټکي په زیاتولو سره چې د هغه ذهنیت په بشپړ ډول بدل شوی دی، وویل،‌ «اوس هغه زما تر ټولو غټ ملاتړی دی.»

زهره چې نه یې غوښتل خپل تخلص ذکر کړي له ۱۳۹۸ راهیسې د جوزجان د پولیسو په لیکو کې کار کوي.

هغې وویل، په پولیس ځواک کې د ښځو ګډون د ټولنې لپاره ډېرې ګټې لري، او زیاته یې کړه چې، «یو طرف ته، هغوی د امنیتي وضعې په ښه کولو کې په مؤثر ډول مرسته کوي، او بل طرف ته، دا پخپله د ښځو لپاره یو ډېر ښه اقتصادي فرصت دی.»

زهرې وویل، هغه ښځې چې په جوزجان کې له افغان ملي پولیسو سره کار کوي د میاشتې د ۱۴۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ افغانیو (۱۸۰ او ۲۵۸ ډالرو) تر منځ ګټي.‌

هغې وویل، «له نېکه مرغه چې زموږ میاشتنۍ تنخوا د ښه ژوند کولو لپاره بېخي کافي ده او د خپلو کورنیو ګټیالۍ غړې یو.»

هغې په داسې حال کې چې په ټولو لیوالو افغانو ښځو باندې یې غږ وکړ چې له افغان ملي پولیسو سره یوځای شي او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له خپل هېواد څخه د دفاع په لاره کې سره څنګ په څنګ ودرېږي، وویل، «تاسو به نه یواځې دا چې له اقتصادي پلوه پرځان بسیا شئ بلکې دغه راز به د افغان ولس ساتونکې هم شئ.»

د جرمونو د کچې ټیټېدل

په بغلان ولایت کې ځایي چارواکو وویل چې د ښځینه پولیسو په شمېر کې زیاتوالي د جرمونو د کچې په راټیټېدلو کې ډېره مرسته کړې ده.‌

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل،‌ «اوس چې په پولیس ځواک کې ډېرې ښځې کار کوي، د جرمونو کچه په ځانګړې توګه په کورنیو کې، راټیټه شوې ده.»

هغه وویل، «پخوا موږ یو شمېر داسې قضیې لیدلې چې د جنسیت په اساس تاوتریخوالی، د ښځو ځورول، وهل او حتی وژل به په کې وو. د ښځینه پولیس افسرانو په راتګ سره موږ کولی شو چې داسې مسایل په بهتر ډول حل کړو.»

بشارت وویل، «د ښځینه افسرانو د نشتوالي له امله موږ نشوای کولی چې د ښځو شخصي مسایل حل کړو ځکه هغوی نه غوښتل چې له یوه نارینه افسر سره پرې خبرې وکړي. اوس ځایي ښځې کولی شي چې په ډاډ سره له ښځینه افسرانو د هغو مسایلو په هکله خبرې وکړي چې ورسره مخامخ کیږي.»

هغه وویل، په بغلان ولایت کې ۴۵ پولیس افسرانې خدمت کوي، په ۱۳۹۸ کې دغه شمېر ۳۰ تنه وو، او زیاته یې کړه چې، «د ورځنیو کارونو په ترسره کولو سربېره، هغوی له نورو ملي امنیتي ځواکونو سره ګډ امنیتي عملیات ترسره کوي.»

نوموړي وویل، «موږ غواړو چې د ولسوالیو په کچه هم پولیس افسرانې جذب کړو.»

په بغلان کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالصبور حامد وویل، دا د هر افغان دنده ده چې د خپل وطن خدمت وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ ټول باید خپل مسولیت ادا کړو.»

هغه وویل، «زه له ټولو کورنیو څخه غواړم چې خپلې لوڼې ولېږي ترڅو د افغان ملي پولیسو په لیکو کې کار وکړي او زموږ په ټولنه کې د حل برخه وګرځي.

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې لکه څنګه چې په افغاني ټولنه کې ښځینه ډاکترانو ته اړتیا ده، دغسې ښځینه پولیسو ته هم اړتیا ده، وویل، «د پولیسو ځواک چې ښځې کارمندانې په کې نه وي اصلا یو نیمګړی ځواک دی.»

ملاتړي خلک

یو شمېر ښځینه افسرانو ژمنه کړې چې د امنیت برابرولو کې به هېڅ هڅې نه درېغوي او په ورته وخت کې به د خپل کار په ساحه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د بغلان امنیه قوماندانۍ یوې پولیس افسرې بریدمن نرګس سیار وویل، د مجرمینو د معلومولو او نیولو لپاره د کورونو تلاشي او په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د هغوی د دندې یوه مهمه برخه ده.

هغې یادونه وکړه، «ما دا ویاړ درلود چې تېر کال له پلخمري سره نږدې په شهاب الدین ډنډ سیمه کې د یو لړ امنیتي عملیاتو برخه واوسم. هغه یوه کور په کور تلاشي وه، او ما اطمینان ترلاسه کړ چې هېڅ کلیوالې ښځې ته زیان ونه رسیږي.»

نرګس وویل، «کله چې اړتیا شي، زه به دا یقیني کړم چې یوه کور ته له ننوتلو او د هغه له تلاشي کولو څخه مخکې اجازه واخلم،» او زیاته یې کړه چې هغې په دې ویاړ کاوه چې د پولیس ځواک د ځانګړیو عملیاتو برخه واله وه.

په بغلان کې یوې پولیس افسرې بریدمنې صدیقې احمدي وویل، «زه د خدای شکر ادا کوم چې موږ له ملکي خلکو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي دي، له دې امله، هغوی ډېر ملاتړ کوي. خلک له موږ سره ډېره مرسته کوي.»

اصلا د وخت په تېرېدلو سره د ښځیه پولیس افسرانو په هکله د خلکو ذهنیت بدل شوی دی.

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان یوه اوسېدونکي واحدالله راسخ وویل، «افغانان اوس د افغان ملي پولیسو د ښځینه افسرانو درناوی او ملاتړ کوي.»

هغه وویل، موږ د هغوی له خدمت څخه «ډېر خوښ یو».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه خبر دی چې ښځې د خپل هېواد له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ملګرې شوي دي. ښځې په ټولو برخو کې مهمې دي او باید چې یو رول ولري. مونږ لیدلي چې ترهګرو ډېر بریدونه په داسې حالت کې کړي چې د ښځو لباسونه یې اغوستي وو. که ښځې پولیس افسرانې وای، کېدی شوای چې هغوی یې په اسانۍ سره پېژندلي او د مرګانیو پېښو مخه یې نیولې وای، نو خلک باید ښځې پولیسانې تشویق کړي څو هغوی وکولی شي چې د خپلو خلکو بهتر خدمت وکړي.‌

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځو پولیسو ډېرښت د جرایمو او ترهګرۍ په کمولو کې یو مهم رول لوبوي.‌ مثلاً، که په یوه ځای کې د تلاشۍ پوسته جوړه کړای شي او خلک تلاشي کیږي، د ښځو تلاشي به ښځه کوي، ځکه چې د هېواد په کلتور کې، یو سړی نشي کولی چې یوه ښځه، حتی که ملامته هم وي، تلاشي کړي.‌ تر دې چې هغه نشي کولی چې هغه [ښځه] ونیسي.‌ له دې امله، پولیسانې د هېواد د امنیت لپاره ډېرې ګټورې او په ښه حکومتولۍ کې مؤثرې دي. خلک باید له ښځو پولیسانو سره همکاري وکړي او ښځې وهڅوي چې د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپلو ورونو تر څنګ د زورېدلو خلکو خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبره ده چې په ټولنه کې پولیسانې ښځې خدمت وکړي. په دې عکس کې پولیسانې یو څه بې نظمه او له کاره ستړې ښکاري. باید چې منظم او یو ډول یونیفورم ولري او د تیارسۍ په حالت کې وي.

ځواب ورکړئ