امنیت

د پولیسو او ښاریانو تر منځ د همکارۍ په زیاتېدلو سره د هرات امنیت ښه شوی دی

د عمر راپور

ځایي چارواکي وایي، د هرات اوسېدونکي له پولیسو سره له نږدې څخه کار کوي څو په سیمه کې د جرمونو او ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي، چې دا په امنیتي ځواکونو باندې د ښاریانو زیاتېدونکی باور منعکسوي.

هرات -- چارواکي وایي، د هرات اوسېدونکي له پولیسو سره له نږدې څخه کار کوي څو په سیمه کې د جرمونو او ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي، چې دا په امنیتي ځواکونو باندې د ښاریانو زیاتېدونکی باور منعکسوي.

د هرات د پولیسو د مرکز د ۱۱۹ واحد رییس سید حامد هاشمي وویل، تېر کال په هرات ولایت کې له ملکیانو څخه له ۴۰۰۰ څخه د ډېرو پېښو راپورونه راغلي، چې د ټولو په وړاندې پولیسو غبرګون ښودلی دی.

کال سنټر ته راغلي راپورونه په هرات ښار او نږدې ولسوالیو کې امنیتي مسایلو لکه ترهګریزو بریدونو، د طالبانو فعالیتونو، ناقانونه نشه ییزو توکو، تښتونو او وسله والو غلاوو پورې اړوند وو.

هغه وویل، «د هرات پولیسو وکولی شوای چې د تېر یوه کال په ترڅ کې له اوسېدونکیو څخه د مستقیمو اړیکو او راپورونو د ترلاسه کولو له لارې له ۴۰۰۰ څخه د ډېرو جرمونو مخه ونیسي. د دغو پېښو په تړاو په سلګونو مشکوک کسان نیول شوي دي.»

په عکس کې، یو پولیس افسر د غوایي په ۲۰مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

په عکس کې، یو پولیس افسر د غوایي په ۲۰مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

هاشمي زیاته کړه چې د تېرو کالونو په پرتله، د اوسېدونکیو او پولیسو تر منځ اړیکې زیاتې شوې، چې دا په ځایي پولیسو باندې د ښاریانو اعتماد په ګوته کوي.‌

هغه زیاته کړه چې ډیری هغه کسان چې له ۱۱۹ کال سنټر سره یې تماس نیولی او د امنیتي مسایلو په هکله یې راپورونه ورکړي دي ښځې دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل چې په هرات ولایت کې په امنیتي ځواکونو باندې د ځایي خلکو اعتماد په بې ساري توګه لوړ ده، او زیاته یې کړه چې دغه حالت د امنیت ښه کېدلو ته لاره هواره کړې ده.

هغه وویل، «په هرات کې ملکي خلک له ناامنۍ او ترهګرو ډلو څخه ډېر په تنګ شوي دي. هر کله چې هغوی له نا امنۍ یا مشکوکو کسانو سره مخامخ شوي، پولیسو ته یې راپور ورکړی ترڅو د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، د هرات د اوسېدونکیو له خوا د امنیتي ستونزو په هکله په راپور ورکولو کې زیاتوالی او په امنیتي ځواکونو باندې د هغوی لوړ اعتماد له جګړې او ترهګرو او جنایتکارو ډلو څخه د هغوی عمومي کرکه منعکسوي.

فرهاد وویل، «په هرات ولایت کې د حکومت له خوا خلکو ته د خدمتونو رسولو مرسته کړې چې خلک حکومت ته نږدې شي. په هرات ښار او شاوخوا ولسوالیو کې په پراخه کچه اقتصادي او د بیارغونې پروژو د زرګونو دندو په برابرولو سربېره، د خلکو د ژوند په پرمختګ کې مرسته کړې ده

د ترهګریزو بریدونو شنډول

د هرات ولایت اوسېدونکیو ومنله چې له پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سره نږدې همکارۍ مرسته کړې چې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي او ژمنه یې وکړه چې دغې همکارۍ ته به دوام ورکړي.‌

د شینډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالاحد وویل، ملکي خلک له پولیسو سره همکاري کوي ځکه چې هغوی غواړي چې ځانونه له ترهګرو، وسله والو غلو او نورو خطرناکو کسانو څخه خوندي کړي.

هغه وویل، «د عامو خلکو او پولیسو تر منځ همکاري ډېره مهمه ده. هغوی باید په ګډه سره کار وکړي. کله چې ملکي خلک یو غل یا یو غیر مسؤل وسله وال کس ویني باید چې پولیسو ته راپور ورکړي څو هغوی د ناامنۍ مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «دا نشي کېدی چې پولیس دې هرځای حاضر وي او هر کور دې وساتي. کله چې ملکي خلک له پولیسو سره همکاري ونه کړي، ناامني او ترهګریز فعالیتونه زیاتیږي، خو کله چې هغوی ګډ کار کوي، کېدی شي چې د هر ډول ناامنۍ مخه ونیول شي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي قاسم سادات وویل، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته کول د هر وګړي اخلاقي وظیفه ده او افغانان باید له هغوی سره کار وکړي چې د ترهګرو له تاوتریخوالي څخه ډکو فعالیتونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «دا چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي چې موږ د ترهګرو او دښمنانو پر وړاندې خوندي کړي، په کار دی چې د هغوی ملاتړ وکړای شي. که امنیتي ځواکونه نه وای، ګاونډیو هېوادونو او ترهګرو ډلو به له افغانستان څخه داسې پټنځای جوړ کړی وای چې د هر چا لپاره به ژوند به په کې ناشونی وای.»

هغه وویل، «ملکي خلک باید د هرو مشکوکو او وسله والو کسانو یا نورو پېښو په هکله راپور ورکړي څو امنیتي ځواکونه خبر شي او وکولی شي چې د بې ګناه خلکو د مرګ مخه ونیسي.»

په جرم کې کموالی

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فضل احمد نعیمي وویل، «طالبان او ترهګرې ډلې د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره هڅه کوي چې وژنې ترسره کړي او بمونه وچوي، خو امنیتي ځواکونه په ښار او ولسوالیو کې شپه او ورځ موجود دي، او د عامو خلکو په مرسته د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه نیسي.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه پولیس په دې کار کوي چې موږ ته امنیت برابر کړي. موږ د هر ترهګریز فعالیت او ناامنۍ په شنډولو کې د هغوی په وړتیا باندې پوره باور لرو. هر څوک باید خپل رول ترسره کړي او ترهګرو او جنایتکارو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

ځایي چارواکي وایي، د هرات د اوسېدونکیو او پولیسو تر منځ د همکارۍ له برکته تېر کال په دغه ولایت کې جرمونه ۳۶٪ راکم شوي دي.‌

د هرات امنیه قوماندان ډګروال عبیدالله نورزي وویل چې د وري او غوایي په میاشتو کې په هرات ښار کې ۵۹۱ مجرمین له نږدې ۲۰۰ میله بېلابېلو وسلو سره یوځای نیول شوي دي.‌

هغه وویل، «دغه جنایتکاران اکثر د خلکو په همکارۍ ونیول شول. خلکو شکایت وکړ، او هغه ادرسونه یې ورکړل چې پېښې په کې شوې وې، او د پولیسو او ښاریانو تر منځ دغه تماس د دې سبب شو چې هغوی ونیول شي.»

نورزي زیاته کړه، «زه پوهېږم چې موږ په زرګونو پولیس منسوبین نه لرو، خو زه باور لرم چې [د ولسونو د مرستې له برکته] دا په دې معنی ده چې له یو میلیون څخه ډېر پولیس افسران لرو ځکه چې ملکي خلک په امنیتي ځواکونو باندې باور لري. هغوی له دې امله له پولیسو سره اړیکه نیسي چې د اعتماد چاپېریال رامنځته شوی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ۱۰۰٪ باور لرم چې افغان ملي اردو کولی شي چې د افغانستان خلک خوندي کړي.

ځواب ورکړئ

که خلک په ریښتیا له افغان پولیسو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي،‌ دې هېواد ته به په اتومات ډول امنیت راشي. حکومت باید هڅه وکړي چې د حکومت او خلکو تر منځ فاصله له منځه وېسي او له خلکو سره له نژدې څخه کار وکړي چې خلک پوه شي چې امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د خوندي کولو لپاره دي.‌ دا وخت په کلیو کې ډېر خلک فکر کوي چې امنیتي ځواکونه د هغوی دښمنان دي ځکه چې د وسله والو مخالفینو د په نښه کولو پرځای، ځینې وختونه هغوی په غلطۍ سره په ملکي خلکو باندې بمونه وروي.‌ افغان ځمکني او هوایي ځواکونه باید د عملیاتو په ترسره کولو کې ډېر پام وکړي.‌ که د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلک قرباني شي، هغوی به د دښمن له لیکو سره یوځای شي او د دغو ځواکونو پر ضد به جنګ وکړي.‌ مونږ ډېر وخت لیدلي چې خلک له دې امله د طالبانو له لیکو سره یوځای کیږي چې د هغوی کورونه ویجاړ شوي او د کورنیو غړي یې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې شهیدان شوي دي.‌ په دې برخه کې، حکومت ته په کار دي چې هڅه وکړي له خلکو سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي څو خلک په خپلو امنیتي ځواکونو باندې باور وکړي او افغان ځواکونو ته د دښمن په هکله معلومات ورکړي.

ځواب ورکړئ

مونږ په خپلو زړورو امنیتي ځواکونو باندې باور لرو، هغوی داسې څوک دي چې دښمن ځپي او خپلو خلکو ته امنیت راولي.‌ هغوی هڅونې ته اړتیا لري. ټول خلک باید د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي چې د ترهګرو پر ضد د هغوی مورال لوړ شي.‌

ځواب ورکړئ