جرم او انصاف

د هرات چارواکو د نوي امنیتي تړون پروګرام لویې ګټې په ګوته کړې

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، د امنیتي تړون پروګرام، چې هدف یې د ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو یو کول او د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راوستل دي، تر اوسه پورې د افغانستان په هرات ولایت کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره ډېر کار کړی دی. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، یوې نوې هڅې چې هدف یې د ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو یو کول او د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راوستل دي، په هرات ولایت کې امنیت پیاوړی کړی دی.

د امنیتي تړون د پروګرام، چې د چنګاښ په ۱۷مه په کابل او د زمري په ۲۶مه په هرات ولایت کې پیل شو، هدف دا دی چې ملکي خلک، مذهبي ګروپونه، د مدني ټولنې سازمانونه او نور په ولسوالیو، محلاتو او کلیو کې د جرمونو په راپور ورکولو سره له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.‌

په هرات او کابل کې له بریالیتوب څخه وروسته، د افغانستان حکومت پلان لري چې دغه پروګرام د هېواد نورو برخو ته هم خپور کړي.

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، امنیتي تړون د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ یوه هوکړه دهچې خلک په کې د امنیت په ساتلو کې برخه اخلي.

د پولیسو یو افسر د زمري په ۳۱مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په پیره ولاړ دی. [عمر]

د پولیسو یو افسر د زمري په ۳۱مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په پیره ولاړ دی. [عمر]

د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست چارواکي د زمري په ۱۸مه په جرمونو تورن کسان په هرات ښار کې رسنیو ته ښیي. [عمر]

د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست چارواکي د زمري په ۱۸مه په جرمونو تورن کسان په هرات ښار کې رسنیو ته ښیي. [عمر]

هغه وویل، د هرات خلک تل د امنیتي ځواکونو تر څنګ درېدلي او له هغوی سره یې مرسته کړې ده، خو د امنیتي تړون هدف دا دی چې دغه همکاري سره لا نوره نږدې او لا نوره منظمه کړي.

قتالي وویل، «امنیتي تړون د امنیت په هکله د امنیتي ځواکونو او عوامو تر منځ‌ مثبته روحیه بیا تازه کړې ده. دغه امنیتي پروګرام د امنیت په ساتلو او د جرمونو په کمولو کې ډېر اغېزمن تمام شوی دی.»

د خلکو ملاتړ

په هرات ښار کې د امنیتي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، هېڅ حکومت نشي کولی چې د خلکو له ملاتړ څخه پرته امنیت ټینګ کړي او د جرمونو پر ضد مبارزه وکړي.

هغه وویل، امنیتي تړون کېدی شي چې د امنیت په ښه کولو کې ډېر ګټور تمام شي.‌

غیور وویل، «څومره چې خلک او امنیتي ځواکونه سره نږدې وي، هومره به د جرمونو او ناامنۍ کچه ټیټه وي.»

نوموړي وویل، «کله چې د ښارونو، ولسوالیو او کلیو ... اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، هغوی کولی شي چې امنیتي ځواکونو ته ژر خبر ورکړي، چې دا د جرمونو مخنیوی او د مجرمینو نیول اسانوي.»

غیور زیاته کړه، «مجرمین او داړه ماران هره ورځ لوټل او وژل کوي. د دغو جرمونو د له منځه وړلو لپاره، یوه عمومي خوځښت ته اړتیا ده ځکه چې امنیتي ځواکونه نشي کولی چې په یواځې توګه د دغو جرمونو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «که چېرې له مجرمینو سره جدي چلند وشي، ښارونو او کلیو ته به امنیت راشي. ملکي خلک له وسله والو غلو، تښتوونکیو او د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو څخه پوزې ته رسېدلي او دې ته چمتو دي چې له پولیسو سره هر راز همکاري وکړي ترڅو د هغوی فعالیتونه ودروي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد احمدي وویل، لوټونکیو او غیر مسؤلو وسله والو کسانو په ښار کې د ملکي خلکو آرامتیا لوټلې او دا کار باید ودرول شي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ له پولیسو څخه غواړو چې د غلو فعالیتونه ودروي ترڅو ملکي خلک په سوله کې ژوند وکړي. وسله وال کسان د یوه ټیلیفون یا موټرسایکل لپاره هم خلک وژني.»

هغه وویل، «که په هرات ښار کې لوټنې له منځه لاړې شي، دا به په هېواد کې یو له تر ټولو مصؤنو ښارونو څخه شي. موږ وینو چې د هرات پولیس د نورو ولایتونو په نسبت ډېر فعال دي، له دې امله دلته ځانمرګي بریدونه او چاودنې کمې دي.»

هغه زیاته کړه، د مجرمینو په نیولو کې د پولیسو کار د ستاینې وړ دی، خو د دې لپاره چې خلک په سوله کې ژوند وکړي ډېر کار ته اړتیا ده.‌

د جرمونو پر ضد مبارزه

د کورنیو چارو وزارت، د امنیتي تړون د پروګرام د پیلولو تر څنګ، د هرات په پولیسو کې اصلاحات راوستي چې هغوی د جرمونو پر ضد مبارزې ته لا ډېر وړ وګرځوي.

د هرات ولایت امنیه قوماندان ډګروال عبیدالله نورزي د وږي په ۲مه وویل، دغه وزارت په هرات ولایت کې دوه نورې د پولیسو حوزې منظورې کړي دي.

دغه اصلاحات به په ښار کې د پولیسو هره حوزه کوچنۍ او په دې توګه په اسانۍ سره د مدیریت وړ وګرځوي.

هغه وویل، وزارت دوه نور د اور وژنې سټېشنونه منظور کړي چې «ژر» به په ښار کې خدمتونه پیل کړي.

هغه وویل، سربېره پر دې، د لویې لارې پولیسو په تشکیل کې په دې وروستیو کې ۲۰۰ نور افسران ور اضافه شوي ترڅو له هرات ولایت څخه تېره شوې لویه لاره خوندي کړي.

هغه د افغان ملي پولیسو د افسرانو د شمېر له ورکولو څخه پرته وویل، «په هرات ښار کې د افغان ملي پولیسو د افسرانو د شمېر زیاتول د جرمونو پر ضد مبارزه او د نا امنۍ په کمولو کې ډېر مهم دي.»

تمه ده چې د افغان ملي پولیسو شمېر په څو اونیو کې دننه زیات شي.

نورزي وویل، «په راروانو اونیو کې به په هرات ښار کې په امنیتي وضعه کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.‌ په ستونزمنو سیمو کې به د پولیسو ګزمې او د تلاشۍ پوستې زیاتې شي، او جنایتکاران به داسې مرکزونه ونه لري چې فعالیت ترې وکړي.»

په هرات ښار کې د افغان ملي پولیسو یوه افسر لومړي بریدمن محمد شکېب سروري وویل، «زه د هرات پولیسو ته اطمینان ورکوم چې موږ به په هرات ښار کې وسله والې غلاوې او ناامنۍ ودروو. موږ به هیچاته هم اجازه ورنه کړو چې سوله ټکنۍ کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ شپه او ورځ په کوڅو کې ګزمه کوو ترڅو امنیت خوندي او سوله او امنیت ټینګ شي. موږ به وسله والو غلو ته د غلا کولو اجازه ورنه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امنیتي تړون پروګرام یو هر اړخیز پروګرام دی او د افغانستان د ګټې لپاره دی، خو مونږ یې یوازې په هغه صورت کې ملاتړ کوو چې که حکومت ملېشې استخدام نه کړي، او د ملېشو استخدام د خلکو او هېواد په ښه نه دی، او وطن د جنګ لور ته بیایي.

ځواب ورکړئ

له افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د پولیسو تر منځ باید د رشوت او اداري فساد مخه ونیول شي.‌ د دې لپاره ډېر منظم کار په کار دی او باید چې فاسد کسان سزا وویني چې لیکې یې پاکې شي.

ځواب ورکړئ