جرم او انصاف

د هرات چارواکو له ځایي جنایتکارو ډلو سره د طالبانو له ژورو اړیکو څخه پرده پورته کړه

د عمر راپور

ځایي چارواکي وایي چې طالب اورپکي په هرات ولایت د دې لپاره د جنایتکارانو ملاتړ کوي او وسلې ورکوي چې تاوتریخوالی خپور کړي او خپل جېبونه له ناقانونه سرچینو څخه په ترلاسه کړیو عوایدو ډک کړي. مقامات وایي چې هغوی د تېر یوه کال په ترڅ کې د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې نژدې ۳۵۰۰ تنه جنایتکاران نیولي دي. [عمر]

هرات -- ځایي چارواکي وایي چې طالبان په هرات ولایت د دې لپاره د جنایتکارانو ملاتړ کوي او وسلې ورکوي چې تاوتریخوالی خپور کړي او خپل جېبونه له ناقانونه سرچینو څخه په ترلاسه کړیو عوایدو ډک کړي.

امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې تاوتریخوالی ودروي او د اورپکو د تمویل سرچینې وچې کړي او په دې لړ کې یې د تېر یوه کال په ترڅ کې د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې نژدې ۳۵۰۰ تنه جنایتکاران نیولي دي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایي، نیول شوي کسان د تښتونو،‌ د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو د وژنو، غلاوو، هدفي وژنو، د نشه ییزو توکو قاچاق او د وسلو د قاچاق په شمول په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل وو.‌

هغه وویل، «طالبانو په افغانستان کې د ټولو جرمونو او ناقانونه جګړې لپاره فرصت برابر کړی دی،» او زیاته یې کړه چې جنایتکاران د طالبانو په ملاتړ جرمونه ترسره کوي او بیا د اورپکو د لیکو سره یوځای کیږي.‌

پولیس د لړم په ۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې ۱۷ مشکوک جنایتکاران رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر]

پولیس د لړم په ۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې ۱۷ مشکوک جنایتکاران رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر]

د ملي امنیت ریاست د هرات ولایتي ادارې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې له جنایتکارانو څخه ضبط شوې ۷۰ بېلابېل ډولونه وسلې نندارې ته وړاندې کړې دي. دغه وسلې د تلې په ۲۲مه په هرات ښار کې د دفاع وزارت له خوا د ناقانونه وسله والو ډلو د مخنیوي پروګرام ته وسپارل شوې. [عمر]

د ملي امنیت ریاست د هرات ولایتي ادارې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې له جنایتکارانو څخه ضبط شوې ۷۰ بېلابېل ډولونه وسلې نندارې ته وړاندې کړې دي. دغه وسلې د تلې په ۲۲مه په هرات ښار کې د دفاع وزارت له خوا د ناقانونه وسله والو ډلو د مخنیوي پروګرام ته وسپارل شوې. [عمر]

هغه وویل، «ټول نیول شوي جنایتکاران له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «په هرات ښار کې په جرایمو کې ښکېل ګروپونه له طالبانو سره په تماس کې دي ځکه چې هغوی په جرم کې سره شریک دي.»

هغه وویل،‌ «طالبان جنایتکارو ګروپونو ته د ملاتړ په برابرولو سره پیسې ګټي، او د امنیتي ځواکونو له خوا د نژدې ۳۵۰۰ جنایتکارانو په نیول کېدلو سره د طالبانو د عوایدو یوه برخه له منځه وړل شوې ده.»

رحیمي وویل، په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونه سره همغږي دي او په دې برخه کې په ګډه سره کار کوي چې د جنایتکارانو او ترهګرو پر ضد په سره ورته ډول جنګ وکړي، او زیاته یې کړه چې ټول جنایتکاران باید وپوهېږي چې هغوی چې هر چېرې د پټېدلو هڅه وکړي په نښه به شي او وبه نیول شي.

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو په تېر یوه کال کې له جنایتکارانو او ترهګرو څخه په سلګونو میله ناقانونه وسلې ضبط کړي دي. که دا وسلې له هغوی څخه نه وای اخیستل شوې، په سلګونو بې ګناه خلک به وژل شوي وای.»

د هرات د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې رییس وکیل احمد کروخي وویل، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې جنایتکارو ډلو ته مناسب خوندي پټنځایونه برابروي، او طالبان د هغوی له ملاتړ کولو څخه ګټه ترلاسه کوي.

هغه وویل، «تښتوونکي د هرې تښتونې له لارې ډېر غرامت ترلاسه کوي. هغوی کورنیو په ځانګړې توګه پانګوونکیو ته ګواښونه کوي او هغوی مجبوروي چې هغوی ته پیسې ورکړي.»

هغه وویل، تښتوونکي «د دې پیسو یوه برخه طالبانو ته ورکوي چې په بدل کې یې د طالبانو ملاتړ ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «که طالبان له جنایتکارو ډلو سره مرسته ونه کړي، په هرات کې به د تښتونې یا وژنې هېڅ پېښې ونشي.»

عدالت تأمین شو، امنیت ښه کیږي

کروخي په امنیتي ادارو غږ وکړ چې د منظمو جرمونو پر ضد لا نور لاس په کار شي څو امنیت وده وکړي او د طالبانو عایداتي سرچینې وچې شي.‌

هغه وویل، «مونږ ګورو چې په هرات ښار کې د نا امنۍ جوړوونکیو -- لکه تښتوونکیو، غلو او ترهګرو -- په نیول کېدلو سره امنیت ښه شوی دی.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات هم له دې خبرې سره موافقه وکړه.

هغه وویل، «په هرات ښار کې د جنایتکارانو... نیونو مرسته کړې چې د طالبانو فعالیتونه راکم شي.»

سادات وویل، «جنایتکار ګروپونه له طالبانو سره ارتباطات لري، او کله چې طالبان غواړي چې په هرات ښار کې... تاوتریخوالی او ګډوډي خپاره کړي، هغوی له دغو ګروپونو څخه کار اخلي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وکیل احمد نظري وویل، «مونږ په قانون نافذوونکیو او عدلي ادارو باندې غږ کوو چې دغو جنایتکارانو ته سزا ورکړي. مونږ غواړو ډاډمنه کړو چې هغوی د پیسو په مقابل کې یا د نورو ارتباطاتو له لارې خوشې نشي

هغه وویل، محلي اوسېدونکي «هره ورځ د دغو جرمونو او تښتونو له کړاو سره مخامخ دي. خلک نشي کولی چې خپل موټرونه له ډاره له کورونو څخه وباسي... ترسره کېدونکیو وژنو ډېر اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.‌ مرتکبینو ته باید سزا ورکړل شي.»

د دغه ښار یوه بل اوسېدونکي امېد حقجو وویل، «نیول شویو کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي چې د نورو جنایتکارانو لپاره د عبرت درس وګرځي.‌ هغه کېدای شي چې په خپله د دې جنایتکارانو لپاره یو درس وګرځي چې هغوی له محبس څخه له خلاصېدلو څخه وروسته بیا غلا او وینې تویونې ته مخه نه کړي.»

هغه وویل، ملکي خلک «غواړي چې له خپلو کورنیو سره یوځای په یوه سوله ییز جاپېریال کې ژوند وکړي، خو دغو وسله والو کسانو امنیت خراب کړی دی.‌ مونږ په امنیتي ځواکونو باندې غږ کوو څو هغوی له منځه وېسي چې نور ونشي کولی چې د ملکي خلکو ژوند په خطر کې واچوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500