امنیت

د کندوز اوسېدونکیو په دشت ارچي باندې له ناکام برید څخه وروسته طالبان وغندل

د هدایت الله راپور

افغان امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو یو برید، چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو په بهیر کې وشو، په شا وتمباوه. [۲۱۷ پامیر قول اردو]

کندوز -- د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکیو طالبان ددې له امله چې په داسې حال کې چې د سولې لپاره د کار ادعا کوي خو په ورته وخت کې یې د تاوتریخوالي کمپاین ته دوام ورکړی وغندل .

په کندوز ولایت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برید جنرال محمد علي یزداني وویل، طالبانو د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۶مه/ د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز باندې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې حکومتي ودانۍ او تاسیسات ونیسي، خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یې هڅې شنډې کړې.

هغه وویل، «د ولسوالۍ مرکز ته د کومانډویانو په رارسېدلو سره هوایي او ځمکني عملیات پیل شول چې د ځینې مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۳ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې طالبانو ونشوای کولای چې زموږ پوځي تاسیسات ونیسي، او زموږ ځواکونه وتوانېدل چې هغوی ته ژر ماتې ورکړي.»

په دې عکس کې د افغان ملي اردو غړي د لړم په ۲۲مه د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [۲۱۷ پامیر قول اردو]

په دې عکس کې د افغان ملي اردو غړي د لړم په ۲۲مه د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [۲۱۷ پامیر قول اردو]

د کندوز ولایت والي عبدالستار میرزکوال د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ خبریالانو ته وویل، په دې اونۍ کې طالبانو تاوتریخوالی او جنګ زیات کړ او امنیتي ځواکونو په خان اباد او امام صیب ولسوالیو کې د هغوی ډېر ستر بریدونه شنډ کړي دي.

هغه وویل، «سم چې موږ په دغو دوو ولسوالیو کې طالبانو ته ماتې ورکړه، په دشت ارچي ولسوالۍ کې مو هم طالبانو ته سخت ګوزارونه ورکړل.»

هغه وویل، «په دشت ارچي ولسوالۍ کې کافي شمېر سرتېري ځای په ځای شوي دي، او زه د دې ولسوالۍ اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوم چې زموږ سرتیري له سنګرونو، مرکزونو او امنیتي کمربندونو څخه په کلکه دفاع کوي.»

میرزکوال د طالبانو د بریدونو د شنډولو له امله افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه وستایل.

ژمنې نه دې ترسره شوي

د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان د وږي له ۲۲مې راهیسې په قطر کې لیدنې ترسره کوي او هڅه کوي چې په هېواد کې د سولې لپاره یوه طرحه جوړه کړي.

د ضیاءالله کاکړ په نامه د دشت ارچي ولسوالۍ یوه قومي مشر وویل، طالبان باید د بې ګناه ملکي خلکو پر وړاندې د دښمنۍ پاللو پرځای خپلې ستونزې او غوښتنې د مذاکراتو پر مېز له افغان حکومت سره شریکې کړي.

هغه وویل، «طالبان د دې لپاره افغانانو ته ضرر رسوي ترڅو افغان حکومت بې اعتباره کړي. د طالبانو له خوا شوی دا برید ښیي چې هغوی د سولې پروسې او د افغانستان خلکو سره هېڅ علاقه نه لري.»

هغه وویل،‌ طالبانو په تادیسي، شیخ آباد او نهر کهنه سیمو کې د خپلې ولکې پرمهال امنیتي پوستې ویجاړې کړې او ور یې ور واچاوه.

کاکړ وویل، «د جنګ له وېرې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د ژمي په دې سړه هوا کې له خپلو کورونو څخه بې ځای شوې چې د هغوی له جملې څخه ۱۰۰ کورنۍ کندوز ښار ته کډه شوي دي او پاتې کورنۍ خواجه غار ولسوالۍ او نورو کلیو ته بې ځایه شوي دي.»

د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز یوه اوسېدونکي سید عمر طاهري وویل، ملکي خلک له جنګ څخه د وېرې دلایل لري.

هغه وویل، «یو سړی هغه وخت شهید او د کورنۍ درې غړي یې ټپیان شول چې د دشت ارچي ولسوالۍ په کندوز بندر کې د هاوان یوه ګولۍ یې په کور ولګېدله.»

هغه وویل، «تر څو پورې طالبان غواړي چې ملکي خلک قرباني کړی؟ داسې هېڅ ورځ نشته چې افغانان په کې قرباني ور نه کړي. د دې مذکراتو او د زرګونو بندیانو د خلاصون هدف څه شی شو؟»

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو مخکې شرط وو.

طاهري په طالبانو باندې غږ وکړ چې له حکومت سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي او ملکي خلکو ته اجازه ورکړي چې په سوله کې ژوند وکړي.‌

د خلکو او هېواد پر وړاندې خیانت

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وویل، طالبان د هېڅ اصولو او مقرراتو درناوی نه کوي، او د سولې تر نامه لاندې افغانان وژني او عامه شتمنۍ ویجاړوي.‌

هغه وویل، «د افغانانو د وینو تویول هغوی ته هېڅ معنی نه لري.»

هغه وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې د سولې د خبرو د نتیجې تر معلومېدلو پورې دې صبر وکړي او تاوتریخوالی دې کم کړي. پرې دې ږدي چې د سولې خبرې خپله دوره پوره کړي، او ودې ګوري چې څه نتیجه ترې راوځي.»

هغه وویل، د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې واک د چا په لاس کې دی، افغانان عامه پروژو ته اړتیا لري، نو هغه مه ویجاړوئ او د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې خیانت مه کوئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500