کندوز -- رسنیو خبر ورکړ چې افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد د کندوز په دوو ولسوالیو کې سختې نښتې پیل کړې دي.
ازادۍ راډیو د جولای په ۲۱مه د کندوز د خلکو د استازي عبدالله قرلوق په حواله وویل چې اورپکو د جولای په ۲۰مه نېټه د کندوز ښار شمال ختیځ ته دوه ولسوالۍ قلعه زال او دشت ارچي محاصره کړې وې.
د ولایتي ادارې ویاند محمود دانش وویل چې هوايي بریدونو په دغو ولسوالیو کې د اورپکو د مخکې تګ هڅې ودرولې.
امنیتي چارواکیو د جولای په ۲۱مه افغانستان ټایمز ته وویل چې په دې اونۍ کې دواړو خواوو درانه تلفات ولیدل.