۳۱ افغان اورپکي، ۲ ملکیان، او د افغان محلي پولیسو قوماندان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۳۱ تنه اورپکي، دوه تنه ملکیان او یو د افغان محلي پولیسو افسر د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو نښتو کې ووژل شول.

طلوع نیوز د بادغیس ولایت د امنیې قوماندان عبدالرؤف تاج له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د جولای په ۱۷مه په جوند ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۹ تنه طالبان چې د پولیسو په پوسته یې حمله کړې وه، ووژل. پاتې اورپکی وتښتېدل.

د کندوز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اداري مدیر محبوب الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې د جولای په ۱۸مه د طالبانو په یوه بله حمله کې یو افغان محلي پولیس افسر او درې تنه اورپکي ووژل شول.

افغانستان ټایمز د هلمند د ولایتي ادارې د یوې بیانیې په اساس لیکلي چې افغان سرتېرو د جولای په ۱۷مه په سنګین او مارجه ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ملکي کسان ووژل.

پژواک خبري اژانس د لوګر د والي د ویاند او د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې د جولای په ۱۷مه د سړک د غاړې یوه بم د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یو پلار او زوی چې په موټرسایکل سپاره ول، ووژل.

د کندهار د والي ویاند پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو یو وسله وال سړی په ډزو کې وواژه.

په ورته وخت کې، افغانستان ټایمز د پکتیکا ولایت د یوې بیانیې په اساس لیکلي چې دوه تنه اورپکي هغه وخت د خپل بم د چاودنې ښکار شول چې له وخت نه مخکې د سړک پر غاړه وچاودېد.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500