امنیت

افغان سرتېرو د هغو لوېدیځو ولسوالیو کنټرول بیا ترلاسه کړ چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو تر واک لاندې وې

د عمر راپور

افغان ځواکونه د ۱۳۹۸ په مرغومي کې په فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې عملیات ترسره کوي. [د فراه پولیس/د غور پولیس/شمیل شمال]

غور -- افغان ځواکونه چې د ناټو له خوا یې هوایي ملاتړ کېږي د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې ژمني عملیات ترسره کوياو طالبانو ته درانه تلفات وراړوي.

د دغو عملیاتو په لړ کې، چې له یوې میاشتې راهیسې روان دي، امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د یو شمېر ولسوالیو کنټرول بیا ترلاسه کړي او شاوخوا ۲۰۰ تنه طالب جنګیالي ووژني.

د دفاع وزارت یوه سلاکار برید جنرال سید سمیع سادات وویل، د غور عملیات چې د لیندۍ له ۱۹مې څخه تر ۲۹مې پورې ترسره شول،‌ د ژمنیو عملیاتو تر ټولو لوی او تر ټولو ډېر بریالي عملیات وو.‌

سادات وویل، «په دولت یار او مرغاب ولسوالیو کې د طالبانو جنګي وړتیا راښکته کړای شوه. د طالبانو څلور مهم مرکزونه د امنیتی ځواکونو له خوا له منځه وېوړل شول او زندان یې ویجاړ کړای شو.»

د افغان ملي اردو یو عسکر د مرغومي په ۸مه په هرات کې په یوه روزنیز مرکز کې په یوه پوځي مشق کې د برخه اخیستنې پر وخت ګوري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو عسکر د مرغومي په ۸مه په هرات کې په یوه روزنیز مرکز کې په یوه پوځي مشق کې د برخه اخیستنې پر وخت ګوري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د غور امنیه قوماندان ډګروال امین الله احمدزي وویل، د دولت یار ولسوالۍ په سماک دره کې له ۵۳ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.

هغه وویل، «سماک یوه ستراتیژیکه دره ده چې طالبانو تل په کې د کابل - غور لویه لاره او همدارنګه ځینې ولسوالۍ ګواښلې،» او زیاته یې کړه چې د دې ترڅنګ اورپکو له ځایي خلکو څخه په زور پیسې اخیستلې.

هغه زیاته کړه، «طالبانو په دې سیمه کې خوندي پټنځایونه درلودل. تر دې چې هغوی خپل زندان درلود چې ملکي خلک او امنیتي منسوبین به یې په کې شکنجې کول.»

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو یوه استازي کرام الدین رضازاده وویل، طالبانو له څو کالونو راهیسې په بې ګناه ملکي خلکو باندې بریدونه ترسره کول او له کوم دلیل پرته یې ښځې او ماشومان وژل.‌

رضازاده زیاته کړه، «طالبانو په ملکي خلکو باندې ظلمونه کول او ډېرې پیسې یې ترې په زور اخیستلې. ملکي خلکو نشوای کولی چې په کابل - غور لویه لاره سفر وکړي ځکه چې طالبانو ترې پیسې او قېمتي شیان غلا کول.»

هغه وویل، «طالبانو ډېر ځلې په لویه لاره او نورو سرکونو باندې ماینونه وکرل چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشوماو په ګډون په لسګونو ملکي خلک قتل، ټپیان او معیوب شول.»

د حکومت کنټرول ټینګول

د افغان ملي‌ اردو د کمانډو یوه افسر بریدمل احسان الله چې په تصفیوي عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «موږ د غور ولایت سماک درې ته د څلورورځنیو عملیاتو لپاره راغلو، خو په یوه ورځ‌ کې مو دښمن ته ماتې ورکړه.»

هغه وویل، «د دښمن مړي او وسایل د جنګ په میدان کې پاتې دي؛ حتی د طالبانو دومره څوک نه وو چې مړي یې واېسي.»

هغه وویل، «تر څو چې کمانډو ځواکونه موجود وي -- ملکي خلک باید وارخطا نشي. څو چې مونږ، کمانډویان، ژوندي یو مونږ به هېڅ دښمن ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ د خلکو امن واخلي.»

په غور ولایت کې د عامه نظم د غونډ قوماندان ډګروال محبوب اندرابي وویل، سماک دره چې له ۱۴ کلیو څخه تشکیل شوې ده له څو کالونو راهیسې د دښمن تر کنټرول لاندې وه.‌

اندرابي وویل، حکومت د مرغاب په نامه یوه نوې ولسوالۍ جوړه کړې چې د خدمتونو ترسره کول اسان او د حکومت کنټرول پراخ کړي.‌

هغه وویل، «اوس ملکي خلک کولی شي چې په خوندي توګه او په امن سره له غور څخه کابل ته او د دې پرعکس سفر وکړي.»

هغه وویل، «له طالبانو څخه د سماک په پاکولو سره، د سیمې ۱۴ کلیو ته امن بېرته راغلی او خلک خپل عادي ژوند ته راستانه شوي دي. امنیتي ځواکونه په سیمه کې موجود دي او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي چې سیمې ته بېرته راستانه شي او خلک ووېروي.»

د غور والي غلام ناصر خاضع وویل، حکومت په یاده دره کې د ۱۴ واړو کلیو اوسېدونکو سره د نغدو پیسو او خوړو مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، «یو روغتیایي ټیم هم سیمې ته رسېدلی چې د ناروغانو درملنه وکړي. سوله سماک درې ته بېرته راغلې او هلته امنیتي اندېښنې نشته.»

عملیات جریان لري

د افغان ملي اردو د ۳م کنډک قوماندان ډګروال حسیب الله اخوندزاده وویل، په ورته وخت کې، د لیندۍ په ۴مه په بادغیس ولایت کې د قلعه نو ښار شاوخوا او مقر ولسوالۍ کې ژمني عملیات پیل شوي دي، او زیاته یې کړه چې دغه عملیات به د ژمي تر پایه پورې دوام ومومي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونو په سیمه کې ۲۵ کلي وار له مخه له طالب جنګیالیو څخه پاک کړي دي.‌

اخوندزاده زیاته کړه، «د بادغیس ولایت په نورو ولسوالیو کې به هم د طالبانو پر ضد عملیات پیل شي. افغان هوایي ځواک او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت هوایي ځواک افغان امنیتي ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي. دښمن ته ډېر تلفات د هوایي بریدونو له لارې وراوښتي دي.»

هغه وویل، «د یو شمېر قوماندانانو په ګډون له ۵۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي دي.»

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر ډګروال شېراغا الکوزي د مرغومي په ۱، وویل،«هغه سیمې چې له یوې میاشتې څخه لږ وخت مخکې تصفیه شوې هغه له څو کالونو راهیسې د افغانستان د دښمنانو تر کنټرول لاندې وې.‌ هغوی له ډېرو کالونو راهیسې له ملکي خلکو څخه د عشر او زکات په نامه پیسې ټولولې.»

هغه زیاته کړه، «په تازه تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړای شوي دي. امنیتي ځواکونه به دغو سیمو ته د طالبانو د راستنېدا مخه ونیسي.»

په فراه کې طالب مشران ووژل شول

افغان امنیتي ځواکونو د مرغومي په ۱ هم په فراه ولایت کې هراړخیز او پراخ عملیات پیل کړل.‌

دغه عملیات چې لا تر اوسه پای ته نه دي رسېدلي په پشت کوه، پشت رود، اناردره او لاش و جوین ولسوالیو او د فراه ښار په شاوخوا کلیو کې پيل شول.‌

د فراه امنیه قوماندان جنرال فضل احمد سروري د مرغومي په ۱ وویل، «موږ د فراه ټولو اوسېدونکیو ته اطمینان ورکوو چې موږ به له طالبانو سیمې پاکې کړو او طالب ترهګرو ته به اجازه ورنه کړو چې خلک ووژني یا یې ووېروي.‌ امنیتي ځواکونه به طالبانو ته ماتې ورکړي او د فراه ولایت له ټولو سیمو څخه به دفاع وکړي.»

هغه وویل، «په تېرو دوه میاشتو کې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې د مشهورو قوماندانانو په ګډون شاوخو ۱۰۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۳ تنه طالب جنګیالي ټپي شوي او ۱۲ نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي چې د ملي امنیت ریاست له خوا تر توقیف لاندې دي.»

سروري وویل، طالبانو په فراه ولایت کې جنګي مورال له لاسه ورکړی او هره ورځ تر خپل نفوذ لاندې سیمو څخه په شاتګ کوي او له لاسه یې ورکوي.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو له دوه میاشتو څخه په لږه موده کې ۱۷ ګډ عملیات ترسره کړي دي. د هغو سیمو ځینې برخې له طالبانو څخه پاکې شوي او پاتې سیمې به د روانو عملیاتو په نتیجه کې تصفیه کړای شي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، طالبانو ته په هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې هم درانه ټکانونه ور رسېدلي دي.

رحیمي وویل، «د هرات د پشت کوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا سیف الله، د شینډنډ ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال ملا عبدالرؤف او په ګلران ولسوالۍ کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان ملا عبدالله او ملا هاشم په یوه اونۍ کې دننه په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ووژل شول.»

هغه زیاته کړه، د غور ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د قوماندان مرستیال ملا امرالدین د مرغومي په ۲مه د هرات د ملي امنیت ریاست له خوا له هرات څخه د لیدنې پر وخت په ګلران ولسوالۍ کې ونیول شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په ترهګر ایران. په افغانستان کې جګړه ایراني مشرانو جوړه کړې وه. د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ګروپونو د افغانستان په لویدیځ او پاکستان د افغانستان په ختیځ او جنوب کې جګړه جوړه کړې وه. د ایران سرطاني لاس به پرې کړای شي. افغانستان به بریالي وي.

ځواب ورکړئ