بشري حقونه

ملګري ملتونه: د طالبانو له خوا د ښارونو محاصره او د ملکي خلکو په نښه کول له جنګي جنایتونو سره برابر دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په کندوز او تخار ولایتونو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ شویو جګړو څخه راتښتېدلي داخلي بې ځایه شوې افغان کورنۍ د زمري په ۱۹مه د کابل په شهر نو پارک کې ناستې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په کندوز او تخار ولایتونو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ شویو جګړو څخه راتښتېدلي داخلي بې ځایه شوې افغان کورنۍ د زمري په ۱۹مه د کابل په شهر نو پارک کې ناستې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

جنیوا -- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرې مېشل بچلېټ د سې شنبې په ورځ‌ /د زمري ۱۹مه/ خبرداری ورکړ چې، د طالبانو له خوا د افغانستان د ښارونو د محاصرې په نتیجه کې زیات شوي تاوتریخوالي د ملکي خلکو لپاره «ناورین زېږونکې پایلې» لري او ډېر یې له جنګي جنایتونو سره برابر دي.‌

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې په سلګونو ملکي خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت مرکز د سې شنبې په ورځ سقوط وکړ.

بچلېټ په یوه اعلامیه کې وویل، «د چنګاښ له ۱۸مې راهیسې یواځې په څلورو ښارونو؛ لښکرګاه، کندهار، هرات او کندوز کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۳ ملکي خلک وژل شوي او ۱۱۸۱ نور ټپيان شوي دي.»

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (چپ)، د ترهګرۍ ضد چارو په برخه کې د قطر استازی مطلق القحطاني او د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خصوصي استازی جین آرنلټ د زمري په ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په هکله د یوه نړۍ وال مجلس په ترڅ کې د یوه هوټل لابۍ ته ورښکته کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (چپ)، د ترهګرۍ ضد چارو په برخه کې د قطر استازی مطلق القحطاني او د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خصوصي استازی جین آرنلټ د زمري په ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په هکله د یوه نړۍ وال مجلس په ترڅ کې د یوه هوټل لابۍ ته ورښکته کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

هغې وویل، «دا د ملکي خلکو یواځې هغه تلفات دي چې موږ یې په هکله اسناد راټول کړي -- حقیقي شمېرې به ډېرې زیاتې وي.»

هغې وویل، «طالبان باید په ښارونو کې خپل پوځي عملیات ودروي،» او یادونه یې وکړه چې په ښاري سیمو کې د شویو جنګونو په نتیجه کې په سلګونو ملکي خلکو ته تلفات ور اوړي.‌

بچلېټ وویل، «بې له دې چې ټول لوري د مذاکراتو مېز ته راستانه شي او یوه سوله ییز حل ته ورسېږي، د ډېرو افغانانو لپاره وار له مخه رامنځته شوی ظالمانه وضعیت به لا نور بدتر شي.»

وېره او ترهه

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې روان وضعیت هغه ویجاړونکی اغېز په ګوته کوي چې د طالبانو یرغل په ملکي خلکو باندې راوستی دی.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې په وینا،‌ «د زمري له ۶مې راهیسې یواځې د ۱۳ ورځو په ترڅ کې چې په ښار کې جنګ پیل شوی، ملګرو ملتونو لږ تر لږه د ۱۳۹ ملکي کسانو د وژنې او د ۴۸۱ د ټپي کېدنې راپورونه ترلاسه کړي دي.»

دغې ادارې وویل، «اندېښنې شته چې حقیقي شمېر ډېر زیات وي، ځکه چې له ښار سره ارتباط وخت په وخت پرې کېږي او ډېر هغه ملکي خلک چې د جنګ له امله ټپي کیږي نشي کولی چې روغتونونو ته ورسیږي.»

د بشري حقونو ادارې راپور ورکړ چې، تېره پنجشنبه د ښار په روغتونونو کې لږ ظرفیت پاتې وو. خواړه او طبي تأمینات کم دي، په داسې حال کې چې د ښار په ډېرو برخو برېښنا او اوبه پرې شوي دي.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې وویل، «سربېره پر دې، د غوایي په لومړیو کې د طالبانو له یرغل راهیسې لږ تر لږه ۲۴۱۰۰۰ خلک بې ځایه شوي او په ښارونو کې د اوږدې جګړې په نتیجه کې د سړکونو، پلونو او نورو ملکي ځایونو په څېر مهمې بېخبناوې ویجاړې شوي دي.»

بچلېټ وویل، د طالبانو له خوا په چټکۍ سره د ښارونو او ولسوالیو نیولو «په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړې ده».

د بشري حقونو ادارې د طالبانو تر ولکې لاندې او جنجالي سیمو څخه «د بې محاکمې اعدامونو، د موجودو او پخوانیو حکومتي چارواکو او د هغوی د کورنیو د غړو پر ضد د بریدونو، د زور کارولو او د کورونو، ښوونځیو او کلینیکونو د ویجاړولو او د ګڼ شمېر په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو د ځای پرځای کولو» په هکله راپورونه ترلاسه کړي دي.‌

دغه راز دې ادارې داسې «سخت ټکان ورکوونکي» راپورونه ترلاسه کړي چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو داسې غړي چې په وظیفه کې نه وو، او ان هغه چې تسلیم شوي وو، وژلي دي.

د بشري حقونو د ادارې په اعلامیه کې راغلي، «د ملکي خلکو پر ضد بریدونه ترسره کول له نړۍ وال بشري قانون څخه جدي سرغړونه او له جنګي جنایت سره برابره ده. له نړۍ والو بشري حقونو او بشری قانون څخه د سرغړونې له عاملانو سره باید حساب وشي.»

بچلېټ وویل، «دافغانستان خلک په تېر وخت کې له بشري حقونو څخه تر ټولو بدو سرغړونو ته د ورستنېدلو په هکله اندېښنې څرګندوي او په دې هکله خبرې کوي.»

هغې ټینګار وکړ چې، «ښځې، اقلیتونه، د بشري حقونو مدافعین، ژورنالستان او نور هغه چې په ځانګړې توګه بې وسه دي ځانګړي مصؤنیت ته اړتیا لري. د قومي او مذهبي اقلیتونو پر ضد د بیا ترسره کېدونکیو وحشتونو په هکله ډېر حقیقي خطرونه موجود دي.»

هغې وویل، «خلک په ریښتیا سره وېرېږي چې د طالبانو له خوا د قدرت نیول به د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د بشري حقونو په برخه کې شوې لاسته راوړنې له منځه وېسي.»

په طالبانو باندې د درېدلو لپاره فشار

بچلېټ له ټولو دولتونو څخه وغوښتل چې د شخړو د پای ته رسولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

هغې وویل، «دولتونه مسؤلیت لري چې له هرې هغې قوې څخه چې هغوی یې په لاس کې لري کار واخلي ترڅو وضعیت بهتر او د سولې پروسې بیا پیاوړې شي. جنګ باید پای ته ورسول شي،» او یادونه یې وکړه چې په دې اونۍ کې په دوحه کې د سولې په تړاو کتنې ترسره کیږی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سفیر زلمی خلیلزاد پلان لري چې په کتنه کې برخه واخلي او «په طالبانو باندې به زور راوړي ترڅو خپل نظامي یرغل ودروي».

وزارت وویل، خلیلزاد به په خبرو کې «په افغانستان کې په چټکۍ سره د خرابېدونکي وضعیت پر وړاندې د یوه ګډ نړۍ وال غبرګون په جوړولو کې مرسته وکړي».

په اعلامیه کې راغلي، «د طالبانو د نظامي ښکېلتیا ډېرښت چې په نتیجه کې یې د دواړو لوریو تر منځ وسله وال جنګ کې ملکي خلکو ته تلفات ور واوښتل او د ادعاوو له مخې له بشري حقونو څخه شوې سرغړونې په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي.»

د بهرنیو چارو وزارت وویل، «د خبرو اترو له لارې سوله رامنځته کول د جنګ د پای ته رسولو لپاره یواځینۍ لاره ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا واقعاً د ریشخند وړ ده چې هغوی وایي چې د طالبانو دا کار او د طالبانو هغه کار ښایي جنګي جنایت وګڼل شي. یا تاسو احمق یئ یا مونږ ته د احمقانو په سترګه ګورئ. د طالبانو دا کارونه له شک پرته جنګي جنایتونه دي. له دې نه ستاسو هدف څه دی چې «ښایي له جنګي جنایتونو سره برابر وي؟» طالبان وحشیان دي او هغه څوک چې د طالبانو او د پاکستان د جنایتونو په هکله چوپ دي هغوی هم وینو ته تږي او وحشیان دي. په قطر کې د طالبانو دفتر باید وتړل شي.

ځواب ورکړئ

داسې خبر دی چې طالبانو د بدخشان مرکز فیض اباد او د بغلان مرکز پلخمري هم ونیول. په دې حساب د افغانستان په نقشه کې د شمال بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او ورسره سرپل او اړخ ته یې سمنګان او سرپل ولایتونه د طالبانو لاسونو ته لوېدلي دي. اخواته په جنوب لوېدیځ کې فراه ولایت هم د طالبانو لاسونو ته لوېدلی دی. فراه له ایران سره پوله لري او ایران چې له پاکستان وروسته د ترهګرو دویم لوی حامي دی، کولی شي چې له هغې لارې په اسانۍ سره طالبانو ته وسلې او مهمات ورسوي. دا واقعیت دا امکان زیاتوي چې که په وخت سره اقدام ونشي، کیدی شي چې د هېواد شمال په بشپړ ډول سقوط وکړي.‌ په افغانستان کې چې هر څوک واخلي دا مهمه نه ده ځکه چې موجود حکومت یوازې د غلو، فاسدانو او لوټمارانو یو شرکت دی او طالبان د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران ګوډاګیان دي، لاکن څه چې مهم دي هغه د بې ګناه ملکي خلکو حال دی چې په لسګونو زره کورنۍ بې ځایه شوي، خلک یې وژل شوي او ټپیان شوي او اوس د در په درۍ شپې ورځې تېروي. الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال باندې رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ