د ښځو حقوق

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، ښځې د نړیوالې سولې د رامنځته کولو او ساتلو په برخه کې مهم رول لوبوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۷مه اخیستل شوی، په کابل کې د ۱ تلوېزیون د خبري شبکې یوه افغانه پروګرام وړاندې کوونکې لېمه سپېڅلې په ۱ تلوېزیوني چینل کې له یوې ژوندۍ خپرونې څخه مخکې په ټیکري باندې د خپل مخ پوښلو ته تیاری کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۷مه اخیستل شوی، په کابل کې د ۱ تلوېزیون د خبري شبکې یوه افغانه پروګرام وړاندې کوونکې لېمه سپېڅلې په ۱ تلوېزیوني چینل کې له یوې ژوندۍ خپرونې څخه مخکې په ټیکري باندې د خپل مخ پوښلو ته تیاری کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۵مه/ وویل چې نارینه باید په ګرده نړۍ کې د سولې خبرو د ښځو بې برخه کول پای ته ورسوي.

هغه وویل، له اوکراین څخه نیولې تر افغانستان، میانمار او مالي پورې په داسې مذاکراتو کې د ښځو د استازیتوب نشتوالی ښیي چې «د صلاحیت دوامدار غیرمساوات او سړي واکي څنګه اوس هم موږ ناکاموي.»

هغه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل، په نتیجه کې یې «سړي په واک کې وي او ښځې حذف شوې وي، او د هغوی حقونه او ازادۍ په قصدي توګه په نښه کیږي.»

ګوتیریش وویل، «په ټولو کچو د ښځو د برابر ګډون حق د سولې په رامنځته کولو او ساتلو کې مهم دی.»

د افغانستان د ښځو د ځواکمن خوځښت غړې د غوایي په ۲۰مه په کابل کې په یوه اعتراض کې برخه اخلي.

د افغانستان د ښځو د ځواکمن خوځښت غړې د غوایي په ۲۰مه په کابل کې په یوه اعتراض کې برخه اخلي.

هغه یادونه وکړه چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل په میلیونونو ښځې او ماشومان مجبور کړي چې له دغه هېواد څخه وتښتي، «او هغوی یې د قاچاق کېدلو او ناوړه استفادې د ټولو ډولونو له لوړ خطر سره مخامخ کړي دي».

د شخړو د حلولو لپاره د ښځو ګډون ضروري دي

ګوتیریش وویل، «هغه ښځې چې له وتلو څخه یې پاتې کېدلو ته ترجیح ورکړه هغوی د روغتیایي پاملرنې او ټولنیز ملاتړ په مخکیني کتار کې ځای لري.»

له دې امله، د هغوی نظریات «د شخړې د څرنګوالي په هکله د پوهېدلو لپاره مهم دي او د شخړو د حلولو په چارو کې» د هغوی ګډون ضروري دی.

ګوتیریش د افغانستان د مثال په یادولو سره وویل، په ډېرو سیمو کې، واک په لاس سړیو په فعالانه توګه ښځې حذفوي. په دغه هېواد کې، «د نږدې ۲۰ میلیونو افغانو ښځو غږونه چوپ کیږي او هغوی له صحنې څخه اېستل کیږي».

هغه وویل،‌ په میانمار کې،«ښځې نشي کولی چې خپل نظرونه په ازاده توګه څرګند کړي او په سیاست کې برخه اخیستنې ته هېڅ لاره نه لري.»

هغه وویل، دغه راز په مالي کې پرله پسې نظامي کودتاګانې د دې سبب شوي چې ښځې «ډېرې غریبې او څنډې ته شي او افراطیان هلته یو لا ډېر غټ ګواښ رامنځته کوي.»

ګوتیریش د هغه څه د اغېز په هکله چې نوموړي «له ټولشموله سیاست څخه تازه بدلون» وباله، په واضح ډول وویل، هغه «یو ځل بیا ښيي چې د ښځو پر وړاندې توپيري چلند او استبداد یو بل غښتلي کوي.»

له دې جلا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېشل بچلیټ، چې د کب په میاشت کې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې، له افغان ښځو سره، چې د«خورا ډیرو ننګونو» سره سره د خپلو حقونو غوښتنې ته دوام ورکوي، د لیدو په اړه وغږیده.

هغې وویل، «وضعیت ترینګلی دی.»

دا په داسې یوه هېواد کې چې له سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخامخ دی او د ۹۳٪ کورنیو خوراکي توکي په کې تأمین نه دي، د جدي اندېښنې خبره ده.

بچلېټ وویل، افغانستان نشي کولی هغه غټې ننګونې چې ورسره مخامخ دی د ښځو د غږ په چوپ کولو سره حل کړی.

هغې ټینګار وکړ چې، «د افغانستان د خلکو لپاره له بحران څخه د وتلو لاره د څو کسانو په هڅو سره نه هوارېږي.»

هغې وویل، «د دې لپاره چې افغاني ټولنه د سولې په لور وخوځول شي، د پالیسۍ او پرېکړې کولو په په پروسه کې د ټولو افغانانو استازیتوب مهم دی.»

بچلېټ وویل، «په دې کې د ښځو او نجونو غږونو ته غوږ نیول هم شامل دي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هیله ده چې د دغې موسسې ادرس او د تماس نمبر ولیکئ.

ځواب ورکړئ

فاطمه پيمان لومړنۍ افغانه مېرمن ده چې د اسټراليا پارلمان ته یې د سناتورې په توګه لاره پيدا کړه. هغه له پرت ښار څخه د کارګر ګوند نومانده وه. د میرمن پیمان پلار په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو له رژیم څخه وتښتید او د کډوال په توګه د یوې کښتۍ په واسطه استرالیا ته ورسید. د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز اغلې پیمان ته د بریا مبارکي ویلې ده. راپورونه وایي چې، که افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، کولی شي چې ښه مقامونه ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

طالبانو د ښځو په وړاندې چې د هیواد نیمایي نفوس جوړوي لاندې کړنې ترسره کړي دي: هغوی ښځې حمام ته له تګ څخه منع کړلې، په ټکسي کې له سفر کولو څخه یې منع کړلې، ولایتونو ته یې له تګ څخه منع کړلې، د ثانوي او لوړو زده کړو له دوام څخه یې منع کړلې، د ثانوي او لوړو زده کړو له دوام څخه یې منع کړلې، کار ته له تللو څخه یې منع کړلې، پر دوی یې د حجاب اغوستل او مخ په بشپړه توګه پټول لازم کړل. نو په ۲۱مه پېړۍ کې د دوی لید لوري او د حکومت کولو طریقې ته په کتلو، د نړۍ هېڅ هېواد حتی هېڅ اسلامي هېواد هم د طالبانو اوسنۍ اداره د یوه مشروع او خپلواک دولت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې. اوس ملګري ملتونه هم غواړي چې د طالبانو مشران بهر ته له سفر کولو څخه منع کړي. طالبانو د خپل لس میاشتني حاکمیت په ترڅ کې وښودله چې د یوه مشروع دولت په توګه د دوی د پیژندلو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د دوی نه هیریدونکی فکري شاته پاتې کیدل دي. په حقاني مدرسو کې د زده کړې په پایله کې طالبان د دې پر ځای چې په عصری علومو سمبال مفکر کسان پیدا کړي، هغوی ته د دیوبندی ډوله اسلام زده کړه ورکوي. خو د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ د هغو کسانو روزنه ده چې په زور واک ته رسیدلي او په ځانمرګو بریدونو کې یې د بې ګناه ماشومانو په قرباني کولو او د هېواد د ښځو د ننني متمدن ژوند له حقه بې برخې کول غندلي دي. د دې هېواد د خلکو راتلونکی د جهالت او وروسته پاتې والي له امله له خطر سره مخامخ دی! د قيامت په ورځ به له طالبانو څخه د اسلام له نومه په استفادې د هغوی د ناپوهۍ حساب غوښتل کېږي! په احترام. ډاکټر نوراحمد خالدي

ځواب ورکړئ

کډوالي او د اسټرالیا سنا جرګې ته د يوې افغان الاصله اسټرالیايۍ مېرمن ورتګ: (دویمه برخه) که چېرې فرصت ولري زموږ هره افغانه په هیواد کې د ننه او بهر دېته ورته وړتیاوې او افتخارات ترلاسه کولای شي. د فاطمې دغې لویې بریا ته په کتو د افغانو نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي. د نجونو د ښوونځیو تړل هېڅ ډول جواز نه لري. نه په اسلام کې د ښځو تعلیم منع دی او نه په اوسني عصر کې خو طالب د پنجاب اجنډاوې په افغانستان کې عملي کوي څو افغان نسلونه تل ترتله په تیارو کې ژوند وکړي. زما افغانه فاطمه پیمان وايي چې د اسټرالیا د پارلمان لومړنۍ سناتوره به وي چې ټیکری په سر به جرګې ته ورځي. هغې له اې بي سي راډیو سره د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې په ذهن کې د هغه افغانستان انځور پاتې چې ډېر د پرمختګ په حال کې وو. "یو انځور دی. د داسې یو هېواد انځور چې ډېر د پرمختګ په حال کې وو. لکه د ۱۹۱۰ یا ۱۹۳۰ کلونو په څېر. منصفانه، او داسې چې ټولو مساوي حقونه درلودل. ښځو تعلیم کاوه. په لوړو څوکیو یې کار کاوه. فعالانې وې. بدلونونه یې راوستل. خو اوس د شرم ځای دی چې له څو لسیزو جګړو وروسته هېواد سقوط وکړ او نه پوهېږو چې بیا رغونه یې ممکنه هم ده که څنګه؟"

ځواب ورکړئ

کډوالي او د اسټرالیا سنا جرګې ته د يوې افغان الاصله اسټرالیايۍ مېرمن ورتګ: (اوله برخه) یوه افغان الاصله اسټرالیايي مېرمن، فاطمه پیمان د اسټرالیا د سنا جرګې د غړې په توګه ټاکل شوې. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې اغلې پیمان د اسټرالیا د واکمن کارګر ګوند غړې ده، چې د جون په ۲۰مه د سنا جرګې د پایلو د اعلان پر مهال وتوانېده د لویدیځې اسټرالیا څخه سنا ته لار پیدا کړي. فاطمه پیمان په وړکتوب کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستانه د هند سمندرګي له لارې په کښتیو کې اسټرالیا ته تللې وه. هغې په خپلو خبرو کې ویلي، له دې چې د اسټرالیا پارلمان ته په خپل حجاب کې ورځي غواړي له دې لارې هم هغو ځوانو مسلمانو نجونو ته پیغام ورکړي چې هغوی د جامو د اغوستلو بشپړ حق لري. خو ۲۷۶ ورځې کېږي چې افغانې نجونې او ښځې په خپل هېواد کې له خپلو اسلامي او انساني حقوقو بې برخې دي او په حقونو یې د خپل هېواد اوسني مشران چې د پنجاب په فتوا کارونه کوي، سترګې پټې کړي دي. افغانې نجونې او ښځې فوق العاده وړتیاوې لري، خو د خپل راتلونکي جوړولو کې د فعالې ونډې لوبولو لپاره د دې وړتیاو د څرګندولو فرصتونه نه لري. دوی د خپلو هلو ځلو، رښتینولۍ، پوهې او رهبرۍ پراساس خپلې وړتیاوې په هره برخه او هر ډګر کې ښودلې دي، مګر د طالبانو د یوې پرېکړې له امله له ښوونځیو او نورو زده کړو محرومې ناستې دي. دا هم معلومه نه ده او نه دا پرېکړه چاته معلومه ده چې اصلي حقیقت څه دی؟ خو بس له ښوونځیو یې منع کړي دي. فاطمه پیمان د افغانو ښځو د وړتیاو او بریالیتوبونو یوه نمونه ده چې په کډوالۍ کې د استرالیا د سنا مجلس غړیتوب ترلاسه کړ.

ځواب ورکړئ

له ښځو سره دښمني په حقیقت کې د ټولنې له نیمایي نفوس سره دښمني ده. که دقیقه سرشمیرنه وشي نو ډیر امکان لري چې د ښځو شمیر به د نارینه وو په پرتله ډیر وي ځکه چې په تیرو څلویښت کلنې جګړې کې ډیر شمیر نارینه وژل شوي دي. بیا هم، د نارینه وو یوه ډله چې یو ډیر کوچنی اقلیت جوړوي په ښځو باندې خپل نظر او پوهه تحمیلوي. د نارینه وو یوه بله ډله چې له طالبانو ویره لري د ښځو د ملاتړ پر ځای هڅه کوي چې خپلې ښځې د طالبانو غیر اسلامي او انساني حکمونو منلو ته وهڅوي، خو دا سړي باید پوه شي چې وروسته له دې چې طالبان په ټولنه کې ښځې په بشپړه توګه منزوي کړي، بیا به د دوی وار وي، ځکه طالبان غواړي چې هر څوک د دوی په څېر فکر وکړي، نو ښه دا ده چې له اوس څخه د ښځو په ملاتړ لاریون وکړي چې سبا له ورته تجربې سره مخامخ نشي. مننه شیرین علیزۍ

ځواب ورکړئ

د ښځو د حقونو ساتنه او ملاتړ د غربي هېوادونو او سازمانونو لپاره یوازې یو شعار دی. موږ ټول پوهیږو چې له ښځو سره د طالبانو دښمني تر بل هر چا زیاته ده، خو امریکا د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له دې وحشي ډلې سره څو کاله خبرې اترې وکړې او د پاکستان له استخباراتو سره یې په ګډه دسیسه کې هغه جمهوریت ړنګ کړ چې د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي دي. زه یې نر ګڼم چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نور سازمانونه د بایډن له ادارې او د متحده ایالاتو له حکومت څخه پوښتنه وکړي چې ولې یې د افغان میرمنو له حقونو سره لوبې وکړې او ولې یې د افغانستان مشروع حکومت نسکور کړ. زه ډاډه یم چې دوی به دا کار ونه کړي ځکه چې دوی دا جرئت نه لري.

ځواب ورکړئ