نیویارک -- د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) په طالبانو تاکید وکړ چې د کوچني اختر د رخصتۍ د لمانځلو لپاره د افغان حکومت له خوا اعلان شوی اوربند ومني.
همدارنګه، ګوتیریش په یوه اعلامیه کې پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
د ملګرو ملتونو منشي د افغان حکومت له خوا د اختر په مناسبت د یو اړخیز اوربند هرکلی وکړ.
هغه پر طالبانو تاکید وکړ چې "دغه موقت اوربند ته غبرګون وښیي او د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ومني، مخامخ خبرې ترسره کړي او د افغانانو د اوږدې مودې د ستونزو لپاره یو حل رامنځته کړي."
غنی د پنجشنبې په ورځ وویل، دا یو اونۍ اوږد اوربند به "د روژې له ۲۷مې څخه د کوچني اختر تر ۵مې پورې دوام وکړي،" او ویې ښودله چې د غبرګولي له ۲۲مې څخه تر ۲۹مې پورې به روان وي.
دا په ۱۳۸۰ کې د متحده ایالاتو له یرغل راهیسې لومړنی اوربند دی.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونو وویل چې هغوی به د دغه اوربند درناوی وکړي، خو هغوی د غني دا قید تکرار کړی چې هغه د داعش یا نورو نړیوالو ترهګرو لپاره د تطبیق وړ نه دی.