د ښځو حقوق

په ښځینه ممثلینو باندې محدودیتونه د افغانستان د تیاتر او سینما میراثونه ګواښی

د عمر راپور

د دغه صنعت کارپوهان وایي، د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې په ښځینه ممثلینو باندې لګول شوي محدودیتونه د افغانستان د فلم او تیاتر د میراث د له پښو غورځولو ګواښ رامنځته کوي. په داسې حال کې چې د تېر زمري په میاشت کې ډېر هنرمندان له افغانستان څخه وتلي، یو شمېر ښځینه ممثلینو چې په هېواد کې پاتې دي خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د دغه صنعت کارپوهان وایي، د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې په ښځینه ممثلینو باندې لګول شوي محدودیتونه د افغانستان د فلم او تیاتر د میراث د له پښو غورځولو ګواښ رامنځته کوي.

په داسې حال کې چې د تېر زمري په میاشت کې ډېر هنرمندان له افغانستان څخه تښتېدلي، یو شمېر ښځینه ممثلینو چې په هېواد کې پاتې دي خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.

د هرات ولایت د تیاتر ریاست په وینا، د هغو څه باندې ۳۰ ښځینه ممثلینو له جملې څخه چې له سیاسي ناکراریو څخه مخکې یې په هرات ولایت کې کار کاوه، یواځې پنځه یې اوس هم په هېواد کې دي.

هغوی پنځه واړې ټولې بې کاره دي.‌

یوه نندارچۍ د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې د یوه تیاتر د اجرأ په ترڅ کې یو عکس اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه نندارچۍ د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې د یوه تیاتر د اجرأ په ترڅ کې یو عکس اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

فاطمه حسیني چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې یې د هرات په ډرامو او فلمونو کې کار کړی وايي، اوس بې کاره او په کور کې ایساره ده.

هغې وویل، «ما ۱۷ کاله په تفریحي صنعت کې کار وکړ، خو زما ټولې هڅې په سیند لاهو شوې.»

هغې وويل: «زه د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروم. زه مېړه نه لرم... خو په تفريحي صنعت کې زما کار زما د کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره کافي و، خو اوس له شپږو مياشتو راهيسې وزګاره يم."

حسیني وویل، هغې د خپل کار په اوږدو کې په ۱۶ فلمونو او ۱۰ سریالونو کې رولونه لوبولي دي.

هغې وویل: «ما په ۱۰۰۰ ډرامو کې کار کړی دی. دغه راز، ما په اونۍ کې دوه برخې جوړولې، چې په ملي ټلویزیون او همدارنګه د هرات په یوه سیمه ییز خصوصي تلویزیون خپرېدلې.»

حسیني وویل، اوس چې دا هر څه په ټپه درېدلي، هغه د نهیلۍ احساس کوي.‌

د سینما او تیاتر لپاره ښځې ضروري دي

د کب په ۲۲مه، په دوو لسیزو کې په لومړي ځل، نارینه ممثلینو د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې له خپلو ښځینه همکارانو پرته یوه ننداره ترسره کړه، چې ۹۵٪ نندارچیان یې نارینه ول.

د هرات د تياتر رييس فريدون فکوري وويل، د وروستيو سياسي بدلونونو په ترڅ کې ډېر تکړه ممثلین له هېواده وتلي دي.

هغه وویل، «ډیرې هنرمندانې د خپلو کورنیو لپاره یواځینۍ ډوډۍ ګټونکې دي، خو هغوی د خپل مسلکي کار له دوام څخه بې برخې شوي دي.»

فکوري وویل، «که چېرې په ډرامو کې د ښځو پر اجرأګانو او په ډرامو کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز دوام وکړي، په پای کې به ټول هنرمندان کار پرېږدي او په هرات کې به نور تیاتر یا سینما له منځه لاړ شي.»

هغه وويل، د ښځو له برخه اخیستنې څخه پرته تياتر او سينما نيمګړې ده، او زياته یې کړه چې نارينه نشي کولى په يواځې ځان یې پرمخ بوځي.

جلیل احمد احمدي چې له ۲۸ کلونو راهیسې په هرات کې په ډرامو او فلمونو کې کار کوي، ومنله چې له ښځو پرته به د هنر صحنه له منځه ولاړه شي.

هغه وویل، «هغه ډرامې یا فلمونه چې موږ له خپلو خویندو سره جوړول ټول له اسلامي ارزښتونو سره سم ول او زموږ د ټولنې د بهبود لپاره چمتو شوي وو.»

هغه وویل، «که موږ د یوې کورنۍ د مسئلو د منعکسولو لپاره یوه ننداره جوړه کړو، نو موږ به خامخا یوې ښځې ته اړتیا ولرو چې د هغې ښځې رول ترسره کړي. په کور کې د یوې خور او یوې مور موجودیت لازمي دی، او یواځې ښځې کولی شي چې په یوه وړاندې کېدونکې ننداره کې د میندو او خویندو رولونه ولوبوي.»

هغه زیاته کړه، په سینما او تیاتر کې د ښځو د حضور مخنیوی ناسم کار دی او د افغانستان هنري میراث به له منځه وېسي.

د افغاني ډرامو مرګ

په هرات کې د تیاتر تولیدات لږ تر لږه ۱۰۰ کاله تاریخچه لري، او ډېرو ځوانانو د تېرو څو کالونو په ترڅ کې دا غوره ګڼلې ترڅو هنري نندارې ترسره کړي.

غلام سخي غلامي چې له ۳۰ کالونو څخه ډېره موده یې په فلمونو او ډرامو کې رولونه لوبولي، وویل چې په افغانستان کې د تیاتر د تدریجي مرګ لیدل یې ډیر خواشینی کوي.‌

هغه وویل، «لومړی، هغوی ښځې په ډرامو کې له کار کولو څخه ایسارې کړې، او له هغه وخت راهیسې، اوس نارینه ممثلین هم په دغه صنعت کې د خوندیتوب احساس نه کوي.»

غلامي وویل، «د هرات ولایت د تیاتر چې له ۱۰۰ کالونو څخه ډېره تاریخچه لري، د مرګ په حال لیدل ډېر وحشتناک دي.»

هغه وویل، «دا ډېره دردوونکې ده چې زموږ د هېواد یو تاریخي هنر د ویجاړتیا تر بریده پورې رسېدلی دی.»

محمد یعقوب امیني چې په هرات کې له څلویښتو کلونو راهیسې په دغه صنعت کې کار کوي، وویل، په تېرو دوو لسیزو کې په هرات کې تیاتر وغوړېد، خو په تېرو اوو میاشتو کې د زوال په لور روان شوی دی.

هغه وویل چې هغه د محدودیتونو او د ملاتړ د نشتوالي له امله د دغه صنعت د راتلونکي په هکله خفه دی.‌

هغه وويل: «د تياتر ډېر شمېر هنرمندان له افغانستان څخه وتلي دي... او هغه چې په هېواد کې پاتې دي خپل مسلک ته له دوام ورکولو څخه زړه توري او نهیلي شوي دي."

امیني خبرداری ورکړ چې، د تیاتر او فلم د صنایعو مرګ به د افغانستان د تاریخ او ارزښتونو له منځه تللو ته لاره هواره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې حال کې چې افغانان له یوه سخت اقتصادي ناورین سره مخامخ دي او د یوه وخت ډوډۍ په ډېره سختۍ پیدا کوي، امریکا او نور نړیوال بنسټونه درګرده افغانستان د تباهۍ خواته ورټېل وهي. پرون چهارشنبه/ د مارچ ۲۹مه، نړیوال بانک افغانستان کې خپلې پروژې ښوونځیو ته د نجونو د نه پریښودو له امله کنګل کړې. دا په دې مانا چې له یوې خوا طالبانو لګیا دي افغانستان د دربدرۍ طرف ته بیايي، خو له بلې خوا نړیوال هم ورته رول ترسره کوي او د افغانستان او افغانانو بربادۍ پسې یې رااخیستې ده. ځه سمه ده چې طالبانو قصداً د نجونو ښوونځي وتړل، ګیله هم ترې نه ده په کار. ځکه چې شل کاله همدې نړیوالو ترهګر ګڼل. نو اوس چې طالب وطن په زوره نالوستی کوي. نړیوال بنسټونه د دې سره په یو څه توپیر په خلکو کاري فرصتونه بندوي او نه پرېږدي چې حتی څوک یوه مړۍ ډوډۍ وخوري. کله چې یو چا باندې ډوډۍ بندېږي، نو هغه به زده کړې څنګه وکړي؟ نړیوال بانک د افغانستان لپاره څلور پروژې چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیون امریکایي ډالره کیږي وروسته له هغه وځنډولې چې طالب مشرانو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله. په دې ډول قصدي کارونه باید ونه شي. نړیواله ټولنه باید خپله پالېسۍ کې تغیر راولي. که طالب دا ډول کار کوي نو هغه خو هسې هم د انفجار او انتحار سړی دی. نړیوال خو ځانته سوله غوښتونکي او بشرپال وايي، هغوی باید د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو پراختیايي پروژې لا ګړندۍ کړي. چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي. افغانان د نجونو د ښوونځیو په تړلو ناخوښ دي، نه غواړي راتلونکي نسلونه یې بې سواده لوی شي، خو دا ډول بندیزونه او د پروژو کنګل کول یوه بله بدبختي ده. چې ټولو عوامو ته یې زیان رسېږي.

ځواب ورکړئ

دا واقعا د خفګان خبره ده چې هنر مري او مونږ ورته لاس تر زنې ناست یو. نوی حکومت باید ټول مدني ارزښتونه په پام کې ونیسي او د افغان هنرمندانو، علماوو، کارپوهانو کړي کارونه وساتي او د دوام ورکولو لپاره ورسره مرسته وکړي. که دا نه کوي‌ بیا دې حکومت پرېږدي چې نور خلک دا کارونه پر مخ بوځي.

ځواب ورکړئ

تاسو سره سل په سلو کې موافق یم چې نوی حکومت باید ټولو مدني ارزښتونو ته ژمن اوسي. پاملرنه ورته وکړي او پرېنږدي چې د افغان هنرمندانو، علماوو، کارپوهانو او بېلا بېلو قشرونو خلکو کړي کارونه/لاسته راوړنې په داسې اسانۍ په سیند لاهو شي. په کار ده چې چارواکي خلکو ته د خپلو اړوند مسلکونو د دوام لپاره زمینه سازي وکړي. پانګونه پرې وکړي. بودیجه ورته ځانګړې کړي. او که چېرته حکومتي دستګاه د خلکو د کسبونو پر وړاندې خنډونه جوړوي، لرې نه ده چې پسې راپورته شي او بېلا بېلې ستونزې ورته جوړې کړي.

ځواب ورکړئ