ټولنه

د بغلان فلم جوړونکي په دې کار کوي چې د لسیزو پخوانی د فلم صنعت بیا را ژوندی کړي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د بغلان یو شمېر سینماګران په بغلان ولایت کې جوړ شوي یوه فلم کې لیدل کیږي. [د سید فرهاد وحدت په اجازه]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د بغلان یو شمېر سینماګران په بغلان ولایت کې جوړ شوي یوه فلم کې لیدل کیږي. [د سید فرهاد وحدت په اجازه]

بغلان -- د بغلان د فلم جوړونکیو او فلمي‌ لوبغاړو اتحادیه په دې کار کوي چې له څو میاشتني رکود او د غړو له لاسه ورکولو څخه وروسته، د ځایي سنیما او تیاتر صنعت بیا را ژوندی کړي.

افغان فلم لوبغاړي سید فرهاد وحدت چې په وروستیو کې د اتحادیې د رییس په توګه ټاکل شوی دی، وویل، په دې اتحادیه کې شاوخوا ۲۰۰ نارینه او ښځینه هنرمندان ثبت دي، خو ډېر غړي یې په تېر یوه کال کې فعال نه دي.

هغه وویل، د دې اتحادیې هدف دا دی چې «د سنیما د بیا را ژوندي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.»

هغه وویل، «زه له تېرو ۱۵ کالونو راهیسې په بغلان کې له نورو فلم جوړونکیو سره یوځای کار کوم او موږ له ۱۵ څخه ډېر تعلیمي او تربیتي فلمونه جوړ کړي دي. دغه راز، موږ څو فلمونه د پروډکشن په پروسه کې لرو چې زموږ خلکو ته به خپاره کړای شي.»

هغه وویل، «پخوا د یو شمېر محدودو ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ هنرمندانو په بغلان ولایت کې کار کاوه، خو اوس یواځې ۵۰ تنه هنرمندان فعال دي.»

هغه وویل، اصلي ننګونه چې فلم جوړونکي په بغلان کې ورسره مخامخ دي د بودجې کموالی دی، او زیاته یې کړه چې هغه هیله لري چې افغان فلم موسسه او نور مقامات به هغوی ته نور مالي ملاتړ برابر کړي.

د بغلان د اطلاعات او کلتور ریاست رییس اسدالله مصفطی هاشمي وویل، «موږ هڅه کوو چې له خپلو سینماګرانو سره د نږدې همکارۍ له لارې د هغوی ملاتړ وکړو.»

یو مثبت اغېز

په کندوز کې د شمال ختیځ د فلم جوړونکیو اتحادیې رییس محمد اکمل رحماني ۲۵ فلمونه جوړ کړي او په دغه صنعت کې د خپل ۲۰ کلن کار په نتیجه کې خلکو ته نندارې وړاندې کوي.

هغه وویل، «زموږ هنرمندانو پخوا ښې لاسته راوړنې درلودې او که فرصتونه ولري، هغوی کولی شي چې ښه فلمونه تولید کړي،» او زیاته یې کړه چې پخوا په کندوز کې ۱۲۰ فلمي لوبغاړو فعالیت درلود.‌

هغه زیاته کړه، «افغان فلم له موږ سره ژمنه کړې چې هغوی به د اسلامي ډرامو تهیه کول پیل کړي.»

هغه وویل، «که په هېواد کې د فلم تولید بیا پیل شي موږ به خوښ شو.»

سنیما او تیاتر د جمعي اړیکو مهمې وسیلې دي، ځکه د خلکو ورځنی ژوند، د هغوی ټولنیز تعاملات، په ګروپونو کې دننه او له هغو څخه بهر د هغوی د ارتباط ډول او حتی د افرادو د ژوند فلسفه انځوروي.

په کندوز ولایت کې د محمد عمر راحل په نامه یوه ارواپوه وویل، فلم او سنیما کولی شي چې نظریاتو، لیدونو او فلسفو ته شکل ورکړي، اصلاح یې کړي یا یې ویجاړې کړي.

هغه وویل، «د یوه فلم کتل د انسان په مغز باندې یو مثبت اغېز کوي.»

راحل وویل، «سنیما زموږ په هېواد کې هم خپل کتونکي لري.»

هغه وویل، «که څه هم چې د هغوی شمېر د پخوا او ګاونډیو هېوادونو په نسبت کم دی، لاکن موږ نشو کولی چې د خلکو په ژوند او د هغوی په ټولنیزو تعاملاتو باندې د سنیما ژور اغېز له پامه وغورځوو.»

په خنډونو باندې غلبه کول

په بغلان کې د فلم صنعت له نږدې ۴۰ کالونو راهیسې فعال دی، او ډېر لوبغاړي، فلم جوړونکي او ډایرکټران یې استخدام کړي چې هغوی له ډېرو ننګونو سره سره ښه فلمونه جوړ کړي دي.‌

په بغلان ولایت کې د فلم یوه لوبغاړي عین الدین سمندري وویل، «له بده مرغه چې موږ هېڅکله هم داسې د فلمونو جوړولو لپاره مناسب ځای نه درلود. که موږ ډېر سهولتونه ولرو، موږ کولی شو چې ډېر ښه فلمونه جوړ کړو.»

هغه وویل، «له دغو ټولو ننګونو سره سره، موږ فلمونه جوړول او سوداګرو به زموږ فلمونه اخیستل بیا به یې په سنیماګانو خرڅول چې هغوی به نندارې ته وړاندې کول.»

بل خنډ په دې ولایت کې د سنیما نشتوالی دی. د ځایي رسنیو د راپورونو په اساس، د ولایت په مرکز پلخمري کې یواځینی فلم تیاتر په ۱۳۹۶ کې په پارکېنګ باندې بدل کړای شو.

که څه هم چې د فلمونو د کتلو لپاره یو عام ځای نشته، لاکن هنرمندانو کار نه دی درولی. هغوی خپل کار د یوټیوب په ګډون، د ټولنیزو رسنیو د سایټونو له لارې له کتونکو سره شریکوي.

په بغلان ولایت کې یوه فلم لوبغاړي عبدالفتاح احمدي وویل، «پخوا موږ د خپلو فلمونو د ښودلو لپاره یو خوندي ځای درلود خو ورو ورو او په تدریج سره زورواکانو راڅخه ونیو. موږ ډېره هڅه وکړه... چې بېرته یې ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو.»

احمدي وویل، «موږ د بغلان سنیما تیاتر ...‌ بېرته غواړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان ډېر حرامیان دي. مطلب دا دی چې ډېر هوښیار دي. :) باور وکړئ چې له تېر نظام نه تکړه دي.‌ هغوی خو ایله غلاګانې کولې. باور وکړئ چې زه خو یې د تېر نظام په ملاتړ کولو پښېمان کړی یم. :) دا اوس مې یو خبر ولوست چې لیکلي یې دي د معتادانو د درملنې لپاره د یوه ستر روغتون د جوړولو کار یې بشپړ کړی دی او ژر به یې افتتاح کړي. دا وګورئ: د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې په پلازمېنه کابل کې ۵ زره بستري روغتون جوړ کړی دی. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشریاتو مرستیال مهاجر فراهي نن په څو ټویټونو کې لیکلي چې د دغه روغتون په سلو کې نوي کار بشپړ شوی او ژر به پکې ناروغان بستر شي. ده د دغه روغتون د پرانیستلو دقیقه نېټه نه ده ښوولې. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر یې ډیر دی او له بلې خوا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو هیوادونو زیات تریاک تولیدوي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور نشریاتي مرستیال وايي چې حاضردمه په افغانستان کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر نژدې ۳ میلیونو ته رسیږي چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. طالبانو سږ کال د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او راپورونه وايي چې د طالبانو بندیز تر ډېره عملي شوی هم دی. د ښاغلي فراهي په وینا، په نوي جوړېدونکي روغتون کې به د معتادانو د درملنې ترڅنګ روږدو کسانو ته د مسلکي زده کړو پروګرامونه هم پیل شي. د دغه پروګرام هدف دا دی چې له درملنې وروسته ناروغ کار ته مخه کړي او اعتیاد ته د تل لپاره شا واړوي. عموماً په نشو روږدي کسانو له درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي.

ځواب ورکړئ

په داسې حالاتو کې د فلمونو جوړول معنی نه لري. خلک خفه دي، اقتصاد کمزوری دی، کارونه نشته، فقر او بې وزلي ديږ او بیا په فلمونو کې به څه خپروي؟ د طالبانو ترانې او ګډاګانې به خپروي. هغه کارونه چې د پاکستان استخبارات یې غواړي په افغانستان کې یې تطبیق کړي؟ افغانستان د یوې بلا په خوله کې پروت دی.

ځواب ورکړئ

په دې حالت کې زه باور نه لرم چې سینما دې د افغانانو لپاره لومړیتوب ولري. خلک د خوړلو لپاره څه نه لري، او بیا هم ځینې داسې فلمونه جوړوي چې محتوا یې هم ښه نه وي. طالبانو د خپل واک په لومړیو اونیو کې په فلمونو کې د ښځو شتون منع کړی و او له دې وروسته چې کوم فلم جوړیږي هغه به د نارینه د تسلط او ښځینه ضد محتويات ولري چې یوازې د طالبانو اجنډا به منعکسوي. طالبان له چاودنو، وژنو، ځانمرګو او ورانیو پرته بل څه نه پېژني او غواړي خپل وحشتونه د سینما تر عنوان لاندې په فلمونو کې وساتي. طالبان باید د افغانستان له سینما نه د خپلې ترهګرۍ د تبلیغ لپاره کار وا نه خلي.

ځواب ورکړئ