امنیت

طالب جنایتکارانو له افغان بزګرانو څخه د کال په نیمایي کې په زور سره د پیسو اخیستل پیل کړل

د عمر راپور

د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې چارواکي او بزګران وایي، طالب اورپکو د کرنې د موسم په پیلېدلو سره سږ کال بیا له بزګرانو څخه په زور د پیسو اخیستل پیل کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې چارواکي او بزګران وایي، طالبانو د کرنې د موسم په پیلېدلو سره سږ کال بیا له بزګرانو څخه په زور د پیسو اخیستل پیل کړي دي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس بشیراحمد احمدي وویل، «طالبان په کال کې دوه ځلې له بزګرانو څخه پیسې په زور سره اخلي، چې لومړی یې د کرنې په موسم کې وي او بیا یې د حاصل اخیستلو په موسم کې اخلي.»

هغه وویل، د سږني کال د کرنیز موسم په پيلېدلو سره طالبانو وار له مخه ډېرې پیسې ټولې کړي دي.

احمدي وویل، «بزګرانو په مکرر ډول د ولایت د کرنې ریاست ته د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستلو په هکله شکایت کړی، او ویلي یې دي چې اورپکو ګواښ کړی چې که هغوی پیسې ورنه کړي وبه یې وژني.»

د هرات یو بزګر د وږي په ۱۲مه په ګذره ولسوالۍ کې په خپله ځمکه د کار کولو پر وخت لیدل کیږی. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات یو بزګر د وږي په ۱۲مه په ګذره ولسوالۍ کې په خپله ځمکه د کار کولو پر وخت لیدل کیږی. [عمر/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۰مه اخیستل شوی، افغان بزګران د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې تازه غنم رېبي. طالبانو سږ کال د کرنې د موسم په پیلېدلو سره د بزګرانو جېبونه خالي کول پیل کړي دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۰مه اخیستل شوی، افغان بزګران د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې تازه غنم رېبي. طالبانو سږ کال د کرنې د موسم په پیلېدلو سره د بزګرانو جېبونه خالي کول پیل کړي دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د هرات د ولایتي شورا د دفاعي کمېټې رییس غلام حبیب هاشمی وویل، طالبانو د هرات ولایت په ګڼو ولسوالیو کې په بزګرانو باندې درانه مالیات لګولي دي.

د هاشمي په وینا، که هر بزګر یې په ورکولو کې پاتې راشي،‌ هغوی ترې جریمه غواړي، چې د مالیې له اصلي اندازې څخه څو برابره ډېره ده.

هغه وویل، «طالبان په لوټل شویو پیسو باندې وسلې او نور چاودېدونکي توکي پېري او د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د وژلو لپاره یې کاروي.»

د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع وویل، طالبان د فراه ولایت په کلیو او ځینو ولسوالیو کې له بزګرانو څخه د هر واټرپمپ او هر جریب ځمکې په سر په کال کې ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۹ ډالر) په زور ټولوي.

هغه زیاته کړه، دغه راز، هغوی بزګران مجبوروي چې په دغه ولایت کې کوکنار وکري.‌

قانع وویل، «په داسې حال کې چې بزګران او ځایي خلک له سخت فقر سره مخامخ دي او هڅه کوي چې د زراعت له لارې ځانونو ته د ژوند څوری برابر کړي، طالبان په بې رحمۍ سره له هغوی څخه د پیسو ټولولو ته دوام ورکوي.»

نوموړي وویل، «موږ ډېر بزګران لیدلی چې خپل کلي یې پرېښي او فراه ښار ته راغلي ځکه هغوی نشي کولی چې طالبانو ته پیسې ورکړي یا د هغوی ظلم وزغمي.»

بزګرانو ته د مرګ ګواښونه کول

بزګرانو له سلام ټایمز سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبان هغوی ته ګواښونه کوي او د زکات په نامه په زور ترې پیسې اخلي.

د بادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شمس الدین وویل، طالبان په کال کې دوه ځلې کلي ته راځي او د هر بزګر «جېب خالي کوي».‌

شمس الدین د فراه د ولایتي شورا رییس له خوا د مالیاتو د یادې شوې اندازې په یادولو سره وویل، د طالبانو د ناقانونه مالیاتو په اساس، بزګران مجبور دي چې په کال کې ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۹ ډالر) په ۱ جریب ځمکه باندې د غنمو کرلو یا د یوه باغ د لرلو په بدل کې ورکړي.‌

هغه وویل، هر څوک چې د تادیاتو ورکول رد کړي هغه د جریمې، وهلو او بندي کېدلو په ګډون له سختې سزا سره مخامخ کیږي.‌

شمس الدین وویل، طالبان په زور سره د پیسو ټولول د خپل اسلامي امارت جایز حق بولي او ان دومره مخکې ځي چې هغو کسانو ته چې دا حکم نه مني د مرګ ګواښ کوي.‌

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې یوه بزګر شمس الحق وویل، «طالبان موږ ته وایي چې موږ باید د اسلامي اصولو په اساس زکات ورکړو. هغوی د زکات ورکول جبري کړي او موږ مجبوروي ترڅو د هغوی حکم ومنو.»

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې بزګران له خپلې کرنې څخه ډېر لږ عاید ترلاسه کوي، زیاته کړه، «موږ له دې پرته چې پیسې په پور راواخلو او طالبانو ته یې ورکړو،‌ بله لاره نه لرو.»

د غور د ولایتي شورا یوه غړي محمد مهدوي وویل، «که څه هم چې په روان لمریز کال کې د یوې را روانې وچکالۍ اغېز یو غټ ګواښ رامنځته کوي او ښایي چې د بزګرانو حاصلا ډېر کم کړي، طالبانو وار له مخه د غور ولایت په ځینو ولسوالیو کې له هغوی څخه ډېرې پیسې ټولې کړي دي.»

په اسلام کې په زور د پیسو اخیستل منع دي

دیني عالمان وایي، په اسلام کې په زور سره د پیسو اخیستل په کلکه منع دي او یوه غټه ګناه بلل کیږي.‌

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي جهان شاه وویل،‌«په زور د پیسو اخیستل په اسلام کې هېڅ ځای نه لري.»

هغه وویل، «د یو چا له خوښې پرته له هغه څخه پیسې اخیستل یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو دا فرېب چې د زکات په نامه په زور سره پیسې ترلاسه کوي یو نامناسب او د نه بښلو وړ چلند دی.‌

مولوي جهان شاه زیاته کړه، «د اسلام د اصولو له مخې، یواځې مشروع حکومت دا حق لري چې د زکات یا مالیې په نوم پیسې ټولې کړي. طالبان حکومت نه دی بلکې یو یاغي ګروپ دی چې هېڅ حقوقي حیثیت نه لري.»

په قلعه نو ښار کې یوه بل دیني عالم مولوي رافع مطیعي هم دغه نظر غبرګ کړ.

مطیعي وویل، «په اسلام کې باید د خلکو ... ژوند او شتمني خوندي وي. په زور سره پیسې اخیستل جواز نه لري، او هر څوک چې دا کار کوي الله تعالی به هغه ته سخته سزا ورکړي.»

هغه وویل، «طالبان بزګرانو ته ګواښونه کوي چې پیسې ورکړي،‌ او دا د مسلمانانو له محرمیت او مالکیت څخه ښکاره سرغړونه ده،» او په طالبانو باندې یې ټینګار وکړ چې بښنه وغواړي او پیسې هغو بزګرانو ته چې ترې اخیستې یې دی بېرته ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر کالونه وشول چې زمونږ هېواد افغانستان د اسلام د ډېرو مشهورو څېرو له خوا د اسلام تر نامه لاندې ډېرغټ ټکانونه ولیدل، او ان اوس هم هغو کسانو چې له زور او ځواک پرته، تعلیم او وظیفه نه لري، له اسلام څخه خپله غوره عایداتي سرچینه جوړه کړې او خپل ژوند پرې تأمینوي، او د اسلامي‌ ډلو مشران چې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي، له دغو خلکو څخه د خپلو پلانونو د تطبیقولو لپاره کار اخلي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان هره ورځ یوازې له لاریو څخه د مالیاتو د ټولولو له لارې په میلیونونو افغانۍ ټولوي، او په دې توګه هغوی د حکومت پر ضد خپل جنګ ته دوام ورکوي. د طالبانو ټول جنګونه له بزګرانو څخه په زور د اخیستل کیدونکیو پيسو او عشر او زکات ټولولو له لارې تمویل کیږي ځکه چې هغوی خپلو جنګیالیو ته تنخا نه ورکوي. خواړه هغوی ته محلي خلک ورکوي. هغوی یوازې د وسلو او مهماتو د اخیستلو لپاره پیسو ته اړتیا لري.

ځواب ورکړئ

له بزګرانو څخه مالیات ټولول او په زور پیسې اخیستل غلط کار دی، او دا یو ظالمانه عمل دی چې هغوی په کلیوالو سیمو کې له غریبو خلکو نه پيسې اخلي او د هغو په وسیله ترهګریز بریدونه ترسره کوي. د حکومت لپاره دا غټه ستونزه ده چې طالبان خپلې غوښتنې د عشر او زکات په پیسو ترسره کوي، او جنګ کوي او دوام ورکوي.‌

ځواب ورکړئ

کله چې په یوه سیمه کې امنیت نه وي،‌ معلومه خبره ده چې هلته به هیڅوک هم په امن نه وي. اوس د هېواد په ټولو ولایتونو کې امنیتي وضعه ډېره خرابه ده او یوازې په ښارونو کې امنیت موجود دی. غیر مسؤل کسان او طالبان دواړه په کلیو کې خلک ځوروي او په بېلابېلو نومونو ترې پیسې او مرستې ټولوي، په داسې حال کې چې د بزګرانو وضعیت ډېر خراب دی او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.‌ طالبان او حکومت د دې پرځای چې له بزګرانو سره مرسته وکړي، له هغوی څخه پیسې او مالیات ټولوي. ټول لوري د افغانستان په غریبو او بې وزلو خلکو باندې ظلم کوي.‌

ځواب ورکړئ