تروريزم

طالب اورپکي د کندوز له بزګرانو څخه په زور عشر اخلي

د هدایت الله راپور

د کندوز ولایت په ځینې برخو کې، طالب اورپکي ځایي بزګران اورپکو ته د عشر د نه ورکولو په صورت کې وېروي او ناوړه چلند ورسره کوي. بزګران د خپلې مالي وضعې په هکله اندېښنه څرګندوي. [هدایت الله]

کندوز -- ځایي چارواکي او بزګران وایي، طالبان په کندوز ولایت کې په بزګرانو باندې فشار اچوي چې د خپلو حاصلاتو عشر هغوی ته ورکړي، او بیا اورپکي دغه ماليات د وسلو اخیستلو او د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي.

تحلیلګران وایي، چې طالب اورپکي له ځایي بزګرانو او اوسېدونکیو څخه په ناقانونه توګه د حاصلاتو عشر ټولوي، خو له دغې عایداتي منبع څخه پرته به د اورپکو دغه ډله کمزورې شي.

د چاردرې ولسوالۍ د عیسی خېلو سیمې یوه بزګر شفیق الله مظلوم، چې ۴۴ کاله عمر لري، وویل، طالبان د بزګرانو په وړاندې تر هغه وخته پورې ناوړه چلند کوي او وېروي یې څو چې هغوی د اورپکو غوښتنې ومني.

مظلوم، چې خواوشا ۱ هکتار (۵ جریبه) ځمکه لري، وویل، د طالبانو له خوا په زور اخیستنې بزګران سخت وارخطا کړي دي.

بزګران د لړم په ۱۷مه د کندوز ښار په انګورباغ سیمه کې وریژې له شولو څخه بېلوي. [هدایت الله]‌

بزګران د لړم په ۱۷مه د کندوز ښار په انګورباغ سیمه کې وریژې له شولو څخه بېلوي. [هدایت الله]‌

یو افغان بزګر د غبرګولي په ۲۰ مه د کندوز ولایت په چاردره ولسولاۍ کې د غنمو لو کوي. [هدایت الله]

یو افغان بزګر د غبرګولي په ۲۰ مه د کندوز ولایت په چاردره ولسولاۍ کې د غنمو لو کوي. [هدایت الله]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ باید څه وکړو او چاته شکایت وکړو؟ طالبان له کلیوالو څخه په زور عشر اخلي، او څوک یې چې نه ورکوي هغه وهي،»

۶۰ کلن غلام سخي حقبین، چې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمې اوسېدونکی دی، په خپله ۲ هکتاره (۱۰ جریبه) ځمکه باندې وریژې کري. له هغو نژدې ۷ ټنه وریژو حاصل څخه، چې هغه اخیستی دی، طالبانو هغه مجبور کړ چې خواوشا ۷۰۰ کیلوګرامه یې په عشر کې ورکړي.

حقبین سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ د وریژو حاصلات اخلو، طالب اورپکي راځي او د عشر په نامه وریژې یا غنم اخلي. که مونږ یې ور نه کړو، په زور یې اخلي او تاوتریخوالی جوړوي،»

هغه وویل، «همدا څو ورځې مخکې، ما د خپلو وریژو د حاصل لسمه برخه ورکړه،»

'له طالبانو څخه پوزې ته راغلي'

د خان اباد ولسوالۍ د چارتوت سیمې یوه ۵۰ کلن اوسېدونکي عبدالغني دهقان وویل، «مونږ غواړو چې خپل عشر خپل جومات ته، خپل امام ته یا غریبو خلکو ته، ورکړو،‌ خو طالبان یې له مونږ څخه اخلي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له طالبانو نه پوزې ته راغلي یو. هغوی حقيقي طالبان یا مجاهدین نه دي، ځکه چې مجاهدین ناوړه چلند نه کوي، او نه عام خلک لوټوي یا چور کوي.»

دهقان وویل، «طالبان خپل زندانونه لري. که ملکي خلک د هغوی حکمونه ونه مني، طالبان یې بندي کوي.»

د کندوز د والي د ویاند مرستیال نعمت الله تیموري وویل، محلي مقامات وایي چې هیڅوک دا حق نه لري چې له بزګرانو څخه د عشر په نامه یا په کوم بل نامه په زور څه واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «والي امنیتي او استخباراتي ادارو ته حکم کړی چې هغه کسان په ګوته کړي او سزا ورکړي چې تر بېلابېلو نومونو لاندې بزګران وېروي او ناوړه چلند ورسره کوي،»

طالبان د وسلو د پېرودلو لپاره په زور پیسې او عشر اخلي

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي، صفی الله امیري، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان له یو جریب ځمکې څخه نژدې ۲۴۰ کیلوګرامه په عشر کې اخلي. یو بزګر باید څومره حاصل واخلي،‌ چې یوازې دغسې دروند عشر طالبانو ته ورکړي؟‌

هغه وویل، د داسې حقیقي عشري مالیاتو ټولول او له تعمیراتي شرکتونو څخه په زور پیسې اخیستل په دغه ولایت کې د طالبانو لویې عایداتي سرچینې جوړوي.

هغه وویل، «په کندوز کې پنځه اویا سلنه کرنیزې ځمکې په ناامنه سیمو کې پرتې دي، چې هلته بزګران مجبورول کیږي چې طالبانو ته عشر ورکړي. هر کال، طالبان له دغو ځمکو څخه له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو افغانیو (۵.۳ - ۶.۶ میلیونه ډالر) ټولوي‌.»

امیري وویل، طالبانو همدارنګه هغو اوسېدونکیو ته، چې زامن یې په افغان امنیتي ځواکونو کې خدمت کوي، ویلي چې که د هغوی زامن له یادو ځواکونو سره کار کول پرې نه ږدي، یاغیان به د هغوی ځمکې قبضه کړي او حاصلات به یې واخلي .

په کندوز کې یوه سیاسي فعال، محمد عمر احمدي، وویل، طالبان له بزګرانو څخه د ټول کړای شوي عشر په کارولو سره وسلې او مهمات اخلي او بیا یې د افغان حکومت پر ضد جنګ کې کاروي.

هغه د دغو معاملو په هکله له ډېرو جزیاتو ورکولو څخه پرته سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ معلومات ښیي چې طالبان د دغو مالي سرچینو له لارې په پټه وسلې او نظامي تجهیزات ترلاسه کوي،»

هغه وویل، «که طالبان د دې چینل له لارې [مالي] مرستندوی ځواک ترلاسه نه کړي، هغوی به دا وړتیا ونه لري چې [وسلې وپېري]،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا داسې شی دی چې د منلو وړ نه دی.‌

ځواب ورکړئ