امنیت

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او د ولسي پاڅون غړي په سمنګانو کې د طالبانو له خوا د پیسو شکولو او وحشتونو پر ضد جګړه کوي

د هدایت الله راپور

افغانان د ۱۳۹۳ د غوایي د میاشتې په ۱۱مه د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو له یوه کان سره نژدې، چې د ۱۳۹۳ د غوایي په ۱۰مه کېناست، خره چلوي. چارواکي وایي، چې طالبان په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو له لارۍ چلوونکیو او بې وزلو بزګرانو څخه په زور 'مالیات' اخلي.‌ [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

افغانان د ۱۳۹۳ د غوایي د میاشتې په ۱۱مه د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو له یوه کان سره نژدې، چې د ۱۳۹۳ د غوایي په ۱۰مه کېناست، خره چلوي. چارواکي وایي، چې طالبان په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو له لارۍ چلوونکیو او بې وزلو بزګرانو څخه په زور 'مالیات' اخلي.‌ [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کندوز -- ځایي چارواکي وایي، چې د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په غړو باندې د طالبانو له یوې وحشیانه حملې څخه وروسته، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه بېرته په هوایي او ځمکنیو عملیاتو ځواب ورکوي.‌

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال، محمد هاشم سروري، سلام ټایمز ته وویل، دغه برید د سلواغې په ۱۴مه د سرپل او بلخ ولایتونو تر منځ پولې سره نژدې کلي ګوله کې وشو.‌

طالبانو په ورپسې ورځ د ټوېټر له لارې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست، او ویې ویل چې د هغوی جنګیالیو د دغه ځای د ولسي پاڅون ۱۹ غړي وژلي دي.‌

سروري وويل، «په دې سیمه کې د ولسي پاڅون د ځواکونو یوه امنیتي پوسته وه،‌ چې پنځه کسان په کې شپه او ورځ موجود ول،‌ او طالبانو لومړی په همدې پوسته برید وکړ،»

یوه لارۍ د لیندۍ په ۹مه د بغلان - کندوز په لویه لاره مالونه لېږدوي. [هدایت الله]

یوه لارۍ د لیندۍ په ۹مه د بغلان - کندوز په لویه لاره مالونه لېږدوي. [هدایت الله]

هغه وویل،‌ «کله چې طالبانو په دې امنیتي پوسته برید وکړ، محلي خلکو د خپلو کوتکونو او ټوپکونو په وسیله هغوی له سیمې څخه واېستل. ورپسې، طالبانو په امنیتي پوسته باندې ډزې وکړې.»

سروري وویل، «د طالبانو په ډزو کې د ښځو په شمول لس تنه ملکیان ووژل شول او لس نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې طالبانو داسې ټوپکونه استعمالول چې د شپې نښه لیدونکي دوربینونه پرې لګېدلي ول.‌

د دره صوف پایان ولسوالۍ د ولسوال عبدالیقین احمدي په وینا، اوه تنه طالب اورپکي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې کلي اوسېدونکیو د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت کې برخه واخیسته، چې په نتیجه کې یې طالبانو له کلي نه پښې سپکې کړې،»

هغه وویل، «د طالبانو او د محلي پاڅون د ځواکونو تر منځ جنګ له دوه ساعتونو څخه د ډېر وخت لپاره روان وو،»

د دره صوف پایان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، عبدالله ظفري، چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، د طالبانو له خوا د وژل شویو محلي خلکو مشري د شوروي د اشغال پر وخت د مجاهدینو یوه قوماندان برهان، چې د طالبانو ضد احساسات یې درلودل، کوله.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د محلي پاڅون ځواکونه د سیمې د امنیت لپاره ډېر ګټور دي،‌ او حکومت باید تل د دغو ځواکونو ملاتړ وکړي،»

د طالبانو له خوا په زور پیسې اخیستل

له جنګ څخه وروسته، د سمنګان والي یو عاجل مجلس ور وغوښت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې زنګ وواهه چې د اورپکو پر ضد ګام واخلي.‌

د والي ویاند محمد صدیق عزیزي د سلواغې په ۱۶مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د ولایت په بېلابېلو برخو کې لنډمهالي عملیات ترسره کوو چې وکولی شو ځینې هغه سیمې، چې ادعا کیږي چې طالبان په کې فعال دي، تصفیه کړو،»

هغه وویل، «د طالبانو له خوا په ملکي خلکو باندې بریدونه سراسر ظلم دی. په دې لړ کې به محلي حکومتي اداره لاس تر زنې کېنني او ژر به انتقام واخلي.»

هغه وویل، «طالبانو په ګوله کلي باندې برید وکړ چې هلته نه امنیتي ځواکونه وو او نه د محلي پولیسو سرتېري. په نتیجه کې، کلیوالو پخپله د خپلو ځانونو دفاع وکړه.»

د طالبانو برید د دره صوف پایان ولسوالۍ د اوسېدونکو د هغه مقاومت په وړاندې انتقام وو چې د فصل اخیستنې په موسم کې یې اورپکو ته د عشر له ورکولو څخه انکار کړی وو.

۴۸ کلن ارباب نظر، چې په ګوله کلي کې نژدې پنځه اېکړه ځمکه کري، وویل، «یوه ورځ‌ طالبانو ټولو کورنیو ته وویل چې هغوی باید د خپلو ځمکو عشر ورکړي، خو کله چې هغوی له ورکړې څخه انکار وکړ، طالبانو په هماغه شپه ملکي خلک حلال کړل.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «زه یو غریب سړی یم.‌ زه خپلې وریژې کرم او په بازار کې یې خرڅوم چې د ژمي په موسم کې پرې خپله کورنۍ مړه وساتم، خو طالبان د عشر تر نامه لاندې پیسې اخلي.»

د ولایتي شورا مرستیال، سروري، وویل، د عشر په ټولولو سربېره طالبان په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو له کانونو څخه ناوړه استفاده کوي چې د افغان حکومت او خلکو پر ضد خپل جنګ پرې تمویل کړي.‌

هغه وویل،‌طالبان په سمنګان کې یو اقتصادي جنګ ترسره کوي.

هغه وویل، «طالبان له هر موټر څخه، چې د ډبرو سکرو له کانونو څخه وځي، ۷۰۰۰ افغانۍ (۹۲ ډالر) ټولوي. طالبان تل د ډبرو سکرو د لاریو چلوونکي مجبوروي چې هغوی ته پیسې ورکړي.»

هغه وویل، «د لیندۍ په میاشت کې له ۵۰ څخه ډېر د ډبرو سکرو د لاریو چلوونکي نیول شوي وو، او طالبانو تر هغه وخته خوشې نه کړل څو چې هر چلوونکي ۲۱۰۰۰ افغانۍ (۲۷۸ ډالر) ورکړل‌،»

د پوښتنې وړ ارادې

د ملکي خلکو د وژنو په شمول د طالبانو کارونو د سولې په خبرو کې د هغوی د ګډون په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي.‌

د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانانو وار له مخه څرګنده کړې چې په مسکو کې د سلواغې په ۱۶-۱۷مه د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو او طالب استازو تر منځ غونډې افغانستان ته هېڅ ګټه ونه رسوله.

دغو دوه ورځنیو «د سولې خبرو» ته افغان حکومت نه وو وربلل شوی.‌

په ورته وخت کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په دوحه کې د یو لړ مذاکراتو له لارې د هغو هڅو مشري کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سولې ته لاره هواره کړي.‌

هغه همدارنګه بلجیم، جرمني،‌ ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته د سلواغې په ۲۱مه - د کب ۹مه د یوه پلاوي مشري کوي چې هدف یې «ټول افغان لوري د بین الافغاني خبرو لپاره سره راټولول دي

دغه هڅې د افغان حکومت په بشپړ ملاتړ او همکارۍ سره کیږي.‌

د سمنګان ولایت د مرکز ایبک یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي، محمد عمر فقیري، وویل، «یوې خواته، طالبان په متحده عرب اماراتو او روسیه کې سوله کوي، بلې خواته، هغوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترهګریزو کارونو ته دوام ورکوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500