امنیت

د سمنګان اوسېدونکیو د طالبانو برید شنډ کړ او له لسو څخه ډېر جنګیالي یې ووژل

د هدایت الله راپور

افغان کان کیندونکي د ۱۳۹۳ د غوایي په ۱۱مه د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له یوه لوېدلي کان څخه بهر ناست دي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

افغان کان کیندونکي د ۱۳۹۳ د غوایي په ۱۱مه د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له یوه لوېدلي کان څخه بهر ناست دي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کندوز -- امنیتي چارواکي وایي، د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې له ځایي خلکو سره په یوه نښته کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالبان ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.

طالبانو د وري په ۱۷مه په چارمغزک او پاس قول کلیو کې څو ورځې وروسته له هغه برید وکړ چې ځایي خلکو په یوه نظامي عملیات کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړه او د دغې همکارۍ په نتیجه کې د یادې ډلې د ځایي قوماندان مولوي ظریف په ګډون پنځه تنه طالب جنګیالي ووژل شول.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند جګړن عبدالمنیر رحیمي وویل، د طالبانو له خوا دغه انتقامې برید د ځایي ولسي پاڅون د ځواکونو له قوی مقامت سره مخامخ شو.‌

رحیمي وویل، «د ځایي خلکو او طالبانو تر منځ جګړه کې، د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ د تش په نامه مرستیال ولسوال مولوی خنجري په ګډون ۱۵ تنه طالب جنګیالي ووژل شول په داسې حال کې چې ۲۲ تنه نور طالب جنګیالي ټپیان شول.»

هغه زیاته کړه، د دره صوف بالا دوه اوسېدونکي هم ووژل شول.

هغه وویل، وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او د طالبانو له خوا د کنټرول ټینګولو مخه نیسي.

د سمنګان د ولایتي شورا یوه غړي رازمحمد موحدي وویل، «ځایي خلکو د طالبانو نظریې ته تسلیم نشول او نه یې د هغوی غوښتنې ومنلې بلکې پرځای یې د هغوی پر ضد ودرېدل او ویې ښودله چې هغوی به هېڅکله هم د یادې ډلۍ ظلم او جنایتونه قبول نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ د ځایي خلکو زړورتیا ستایو او په امنیتی ځواکونو باندې غږ کوو چې په دغو سیمو کې خلک خوندي کړي.»

د طالبانو وحشت

د چارمغزک کلي اوسېدونکي وایي،‌ طالبان هڅه کوي چې د دره صوف بالا ولسوالۍ کنټرول د هغې د ډبرو سکرو او ورسره تړلي عوایدو لپاره ترلاسه کړي.

تر دې مخکې د کب په ۵مه طالبانو ولسوال احمد علي حسني وتښتاوه. هغوی تر اوسه پورې نوموړی ورسره ایسار کړی دی.

په چارمغزک کلي کې یوه مشر محمد ظریف حاتمي وویل، «طالبان غواړي چې زموږ خلک هغوی ته وسلې واخلي، خواړه ورته برابر کړي، عشر او زکات او د موټرو په سر مالیات ورکړي او په کانونو باندې کنټرول ترلاسه کړي.»

حاتمي زیاته کړه، «طالبان چې هر چېرته ځي هلته وحشت راوړي؛ له دې امله، هیڅوک هم نه غواړي چې د هغوی تر بیرغ لاندې ژوند وکړي. زموږ خلک به تر وروستۍ سلګۍ پورې د هغوی پر ضد جنګ وکړي.»

د مدني ټولنې یوه فعال عبدالجلیل بارز وویل، «افغان ځواکونه، د سمنګانو امنیه قومانداني او د ملي امنیت ریاست باید دغو ستراتیژیکو سیمو ته کافي شمېر حمایوي ځواکونه ولیږي چې د طالبانو ممکنه بریدونه په شا وتمبوي.»

هغه اندېښنې راپورته کړې چې کیدای شي طالبان بیا په چارمغزک او پاس قول کلیو باندې بریدونه وکړي او په انتقام کې کليوال په ډله ییز ډول ووژني.

په مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، په بر دره صوف ولسوالۍ کې د ځایي پاڅون د ځواکونو له خوا د مولوي خنجري او ۱۴ نورو یاغیانو وژنه به په یاده ولسوالۍ کې امنیت تر ډېره ښه کړي.

هغه وویل، «زموږ ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. موږ پرېکړه کړې چې په راتلونکو ورځو کې په آسیب منونکو سیمو کې هر اړخیز تصفیوي عملیات ترسره کړو.»

هغه زیاته کړه، «که څه هم چې ټول امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، لاکن طالبانو ته په فاریاب، بلخ، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د هغوی د بریدونو په نتیجه کې درانه تلفات وراوښتي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ خلکو ډېر ښه کار وکړ چې د پاکستان د مزدورانو (طالبانو) پر ضد راپورته شول او له خپلې سیمې څخه یې واېستل. ټول خلک باید داسې کار وکړي. حکومت باید دغه خلک وستایي او هغوی ته پیسې ورکړي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې که د افغانستان ټول خلک، د سمنګان د خلکو په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي، هغوی کولی شي چې حتی په یوه اونۍ کې طالبان له منځه وېسي او بیا به په افغانستان کې سوله راشي.

ځواب ورکړئ