ديپلوماسي

افغانانو د مسکو د غونډې کلک مخالفت وکړ

د عمر راپور

د هرات ښار په لسګونو د مدني ټولنې فعالانو، ښځو او نورو اوسېدونکو په جلا جلا غونډو کې د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو او طالبانو تر منځ‌ په مسکو کې د تېرۍ اونۍ خبرې وغندلې. [عمر]‌

هرات -- د هرات ښار په لسګونو دیني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو، ښځو او نورو اوسېدونکیو د افغان حکومت د سیاسي مخالفانو او طالب استازو تر منځ په مسکو کې د تېرې اونۍ خبرې وغندلې.

د هرات اوسېدونکیو د سلواغې په ۱۸مه بېلابېلې غونډې ترسره کړې، او اعلان یې وکړ چې د مسکو د سلواغې د ۱۶ - ۱۷مې غونډې افغانستان ته ګټه نه ده رسولې.

په دغو دوه ورځنیو «د سولې خبرو» کې افغان حکومت څنډې ته پرېښودل شوی وو.

په هرات کې یوه دیني عالم ملا حمید حفیف وویل، «د یوه دښمن په کور کې د سولې لپاره لټون صحیح کار نه دی، او دا کار به مثبته پایله ونه لري،»

یو شمېر افغان فعالانې د سلواغې په ۱۸مه په هرات ښار کې د بشري‌ حقونو د کمېسیون د ولایتي ادارې په ودانۍ کې راټولې شوې وې چې په مسکو کې د افغان سیاسي مخالفانو او طالب استازو تر منځ د سلواغې د ۱۶ - ۱۷مې د یوې غونډې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي. [عمر]

یو شمېر افغان فعالانې د سلواغې په ۱۸مه په هرات ښار کې د بشري‌ حقونو د کمېسیون د ولایتي ادارې په ودانۍ کې راټولې شوې وې چې په مسکو کې د افغان سیاسي مخالفانو او طالب استازو تر منځ د سلواغې د ۱۶ - ۱۷مې د یوې غونډې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي. [عمر]

د ښځو د حقونو فعالانو د سلواغې په ۱۸مه په هرات ښار کې د بشري حقونو د کمېسیون په ولایتي اداره کې په یوه غونډه کې شعار نښې پورته کړې دي. [عمر]‌

د ښځو د حقونو فعالانو د سلواغې په ۱۸مه په هرات ښار کې د بشري حقونو د کمېسیون په ولایتي اداره کې په یوه غونډه کې شعار نښې پورته کړې دي. [عمر]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«طالب استازو او سیاستوالو باید د روسیې پرځای د خبرو لپاره کوم بل ځای ټاکلی وای. روسیه په هېواد کې د روانو بدمرغیو تر شا اصلي عامل دی. روسیې په افغانستان کې هېڅکله سوله نه غوښته،‌ او هغه په افغانستان کې یوازې خپل هدفونه لټوي.»

حفیف وویل،‌«حتی د شریعت له مخې، دا جایزه نه ده چې د سولې په پروسه کې د روسیې مرسته وغوښتل شي. روسیې په یوه ناروا جګړه کې د میلیونونو افغانانو ژوند ویجاړ کړ، له دې امله،‌مونږ باید له هغوی څخه فاصله ونیسو.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب وویل، «مونږ د افغانستان د سیاستوالو او طالب استازو تر منځ د خبرو په هکله هیله مند نه یو ځکه چې طالبان باید له افغان حکومت سره، چې پوره صلاحیت لري، خبرې وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سولې تولې هڅې او خبرې چې ترسره کیږي، باید زمونږ د هېواد له قوانینو سره برابرې وي.‌ مونږ په دې پروسه کې له هېڅ‌ ناقانونه کار سره موافق نه یو ځکه چې هغه کولی شي چې په افغانستان کې دا ۴۰ کلنه جګړه لا‌ پسې اوږده کړي.»

هغه وویل، «د سیاسي ډلو هغه غړي چې مسکو ته لاړل او له طالبانو سره یې وکتل، هغوی د خپلو ګوندونو استازیتوب کوي -- نه د افغان عوامو. مونږ نه غواړو چې نور د یو شمېر واک غوښتونکو د توطیو ښکار شو.»

د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی نه کول

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد امید وویل، «مونږ سوله غواړو، خو د افغانستان خپلواکي باید له پامه ونه غورځول شي. د سولې په پروسه کې د حکومت یوې ډډې ته پرېښودل کېدای شي چې زمونږ خپلواکۍ ته نه درناوی وبلل شي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه کسان چې د مسکو په غونډه کې یې برخه اخیستې ده، داسې سیاستوال دي چې تر ډېره ناکام شوي دي. هغوی دا وړتیا نه لرله چې په حکومتولۍ یا رهبرۍ کې کوم ګټور کار وکړي.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ثریا پاکزاد سلام ټایمز ته وویل، «نارینه افغان سیاستوالو په مسکو کې د سولې په هکله له طالب استازو سره وکتل، او مونږ ښځې د دغو خبرو په هکله ژوره اندېښنه لرو،»

هغې وویل، «مونږ اندېښنه لرو... ځکه مونږ نه پوهېږو چې په کانفرانس کې څه هوکړې شوي دي. مونږ ښځو ته د طالبانوتیاره دوره په یاد ده، او مونږ نه غواړو چې بېرته هغه وخت ته ورستانه شو.»

ولسمشر غني طلوع نیوز ته تیره اونۍ وویل، «د مسکو غونډه له خیال وهلو څخه پرته نور هېڅ نه ده.‌ هیڅوک نشي کولی چې د افغانانو له هوکړې څخه پرته پرېکړه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500