اقتصاد

د افغانستان له خوا د نشه ییزو توکو په هکله تازه نوښتونو د طالبانو تمویل زیانمن کړ

د نجیب الله راپور

په دې عکس کې چې نېټه یې معلومه نه ده د کوکنارو یو افغان بزګر په هلمند ولایت کې په خپل فصل کې کار کوي. [نجیب الله]

په دې عکس کې چې نېټه یې معلومه نه ده د کوکنارو یو افغان بزګر په هلمند ولایت کې په خپل فصل کې کار کوي. [نجیب الله]

کابل -- افغان حکومت په وروستیو څو میاشتو کې په بېلابېلو جبهو کې خپلې هڅې ګړندۍ کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نشه ییزو توکو د تولید او قاچاق پر ضد مبارزه وکړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د نومبر په ۱۷مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې، په تېرو څو میاشتو کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۳۵۴ عملیات ترسره کړي، له ۱۵۰۰ څخه ډېر کسان یې نیولي، او ۴۲ د نشه یي توکو لابراتوارونه یې ویجاړ کړي دي.

مخدر مواد تل د افغان اورپکو لپاره د تمویل یوه مهمه سرچینه ده؛ د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې د ۲۰۱۵ د یوې احصایې په اساس، یوازې د کوکنارو فصل په کال کې خواوشا ۳ بیلیونه ډالر (۲۰۰.۱ بیلیونه افغانۍ) ارزښت لري.

صدیقي وویل چې طالبان په افغانستان کې د مخدرو موادو د ۷۰٪ کرنې او قاچاق مسؤل دي.

د کوکنارو فصلونه اکثر په هغو نا امنو سیمو کې کرل کیږي چې هلته اورپکي حضور لري.

د هلمند ولایت یوه بزګر محمد عمر سلام ټایمز ته وویل، طالبان بزګران دې ته مجبوروي چې کوکنار وکري او بیا ډېره ګټه په کې هغوی د عشر او زکات په نامه ټولوي.

په زعفرانو بدلول

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار سلام ټایمز ته وویل، د نظامي لارې تر څنګ، افغان حکومت بزګران دې ته تشویقوي چې زعفران وکري.

په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د دغه ارزښتمن توکي کرنه مخ په ډېرېدا ده. دغه تولید نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی، او په بروکسل کې د خوند او کیفیت نړیوال انسټیټیوټ درې کاله سر په سر د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه بهترین زعفران نومولی دی.

د کابل ولایت یوه بزګر عبدالعزیز سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان د زعفرانو، پومبې او نورو بوټو د کرنې لپاره یو مناسب اقلیم لري. که بزګران دغه بوټي هغسې وکري څنګه یې چې باید وکرل شي، هغوی به ترې په نورو هېوادونو کې د خپلو سیالانو په نسبت درې برابره ډېر حاصل ترلاسه کړي.»

عبدالعزیز وویل، هغه بزګران چې د طالبانو او د مخدره موادو د قاچاقچیانو له ډاره خلاص وي به وکولی شي چې د قانوني بوټو د کرنې له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي.

دانشیار وویل، حکومت به «بزګرانو ته د اړتیا وړ مرسته برابره کړي چې هغوی وکولی شي چې داسې عملي او مؤثر حاصلات ترلاسه کړي چې د هغوی د سیمې له اقلیم او د بازار له اړتیاوو سره برابر وي.»

د نړیوالې سوداګرۍ جلبول

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام ټایمز ته وویل، افغان حکومت په وروستیو کې له یوه بل اسیایي هېواد سره د زعفرانو لپاره د بازارموندنې او خرڅانه په هکله یو د پوهاوي یادښت لاسلیک کړ.

قوقندي وویل، «مونږ په هغه ځای کار پای ته ونه رساوه،» او زیاته یې کړه چې افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (ډبلیو ټي او) د یوه نوي غړي په توګه، «به وکولی شي چې زعفران او نور حاصلات له ۱۰۰ څخه ډېرو هېوادونو ته صادر کړي.»

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د جولای په میاشت کې افغانستان د خپل غړي هېواد په توګه ومانه.

د سوداګرۍ د خبري سایټ ودسام د معلوماتو په اساس، افغانستان اوس په کال کې ۳.۵ ټنه زعفران تولیدوي او غواړي چې دغه مقدار په څلورو کالو کې ۱۴ ټنو ته زیات کړي. یو کیلوګرام زعفران کېدای شي په نړیوالو مارکېټونو کې په خواوشا ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو (۱۳۳،۳۷۹ افغانیو) خرڅ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500