امنیت

د طالبانو له محبسونو څخه راخوشې شوي بندیان خپلې کیسې کوي

د ضیاء ثمر راپور

هغه افغان ملکیان، چې د هلمند ولایت په موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې د طالبانو له حبس څخه ازاد شوي دي، د شکنجې، لوږې، شوکې او د مرګ د سزاګانو په شمول، د خپلو تجربو په هکله سختې خفه کوونکې کیسې وایي. [ضیأ ثمر]

لښکرګاه -- د افغان ځواکونو له خوا د ترسره شویو یو لړ عملیاتو څخه وروسته، ډېر هغه ملکیان، چې د طالبانو له حبس څخه ازاد کړای شوي دي، د شکنجې، لوږې، شوکې او د مرګ د سزاګانو په شمول د خپلو تجربو په هکله سختې خفه کوونکې کیسې وایي چې یوازې د هغوی خلاصون د دې سبب شو چې هغوی وژغورل شي.

امریکاغږ راپور ورکړ، چې د تلې په ۱،‌ افغان ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د طالبانو په یوه محبس باندې برید وکړ،او د شپږو افغان ملکي منسوبینو په شمول، اته تنه بندیان یې راخوشې کړل.‌

د هلمند ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، چې د زمري په ۱۱مه، په یوه بل عملیات کې، د ځانګړیو عملیاتو د ۷م کنډک افغان کمانډو سرتېرو د زړو سړیو او ماشومانو په شمول ۶۱ تنه هغه ملکي کسان راخوشې کړل چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز کې بندیان ول.‌

د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو ځواک په یوه اعلامیه کې وویل، امنیتي ځواکونو د غوایي په میاشت کېپه عین ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د ښځو په شمول لږ تر لږه ۱۰۵ ملکي کسان راخوشې کړل.

دا د شپږو افغان امنیتي منسوبینو په شمول د هغو اتو ژغورل شويو بندیانو عکس دی چې د تلې د میاشتې په ۱ د لوګر ولایت ډالکې کمپ ته را ورسېدل. [مرکزي قومانداني]‌

دا د شپږو افغان امنیتي منسوبینو په شمول د هغو اتو ژغورل شويو بندیانو عکس دی چې د تلې د میاشتې په ۱ د لوګر ولایت ډالکې کمپ ته را ورسېدل. [مرکزي قومانداني]‌

افغان امنیتي‌ ځواکونه د تلې په ۱ په میدان وردک ولایت کې د طالبانو له خوا چلېدونکي یوه زندان څخه د اتو بندیانو ژغورنه لمانځي. [مرکزي قومانداني]‌

افغان امنیتي‌ ځواکونه د تلې په ۱ په میدان وردک ولایت کې د طالبانو له خوا چلېدونکي یوه زندان څخه د اتو بندیانو ژغورنه لمانځي. [مرکزي قومانداني]‌

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۶مه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه سره نژدې، د افغان ملي اردو په یوه مرکز، شورابک کمپ کې، اخیستل شوی، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا راخوشې کړای شوي ملکي خلک لیدل کیږي.‌ ]ضیاء ثمر[

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۶مه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه سره نژدې، د افغان ملي اردو په یوه مرکز، شورابک کمپ کې، اخیستل شوی، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا راخوشې کړای شوي ملکي خلک لیدل کیږي.‌ ]ضیاء ثمر[

د ملکي کسانو یرغمل نیول

صفی الله، چې ۴۸ کاله عمر لري او د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، یو له هغو بندیانو څخه دی چې افغان کمانډو سرتېرو د زمري په ۱۱مه په هلمند کې ازاد کړل.‌

طالبانو هغه د غوایي په میاشت کې، وروسته له هغه نیولی وو چې د هغه په موبایل فون کې یې د حکومتي چارواکو د ټیلیفونو نمبرونه وموندل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما د افغان حکومتي چارواکو د ټیلیفونونو نمبرونه لرل، او زما ورور له پولیس ځواک سره کار کوي. طالبانو زه ۱۵ ورځې په مارجه ولسوالۍ کې بندي کړی وم او بیا یې دوه میاشتې نور په موسی کلا ولسوالۍ کې په یوه محبس کې بندي کړم چې هلته د شپې او ورځې په توپیر نه پوهېدم.»

له هغو درې میاشتو څخه وروسته، طالبانو هغه په کجکي ولسوالۍ کې تر هغه وخته ساتلی وو چې د کمانډو سرتېري ورغلل.

«طالبانو ماته وویل، 'ته درې ورځې نور وخت لرې، او بیا به درې سړي راشي او له تا سره به د درې شیانو په هکله خبرې وکړي او بیا به دې ازاد کړي.' خو زما ځینې ملګرو ماته وویل چې طالبان به ما اعدام کړي.»‌

صفی الله وویل،‌ «زه نه پوهېدم چې زه به نور ژوندی پاتې شم.‌ طالبانو د بندیانو جیبونه هم شکول، او بیا به یې ځینې ازادول.»

هغه د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه چې هغه او نور بې ګناه ملکي کسان یې له حبس څخه ازاد کړل.‌

هغه وویل، «زه د افغان ځواکونو په دې کار داسې خوشحال یم لکه حج ته چې تللی یم. هغه خوند، چې ما به له حج څخه اخیستی وای، له دې خوند سره چې زه به بیا ژوند وکړم نشي برابرېدلی -- زه نشم کولی چې خپله خوښي په الفاظو بیان کړم.»

شکنجه شوی، په مرګ محکوم شوی

دوه ورځې مخکې له دې چې طالبان یو بل بندي، رازمحمد، چې ۲۷ کاله عمر لري، اعدام کړيافغان ځواکونو هغه او پنځه نور ملکي کسان،‌ او ورسره څلور پولیس افسران،‌د زمري په ۱۶مه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه محبس څخه را ازاد کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، طالبانو نوموړی هغه وخت وتښتاوه چې هغه له نیمروز ولایت څخه هلمند ته په سفر وو چې د خپل تره کور ته لاړ شي.

هغه وویل، «طالبانو مونږ وهلو، خواړه او اوبه یې نه راکول، شوکه یې رانه کوله او ډېر ظالمانه چلند یې راسره کاوه،»‌

هغه وویل، «کله چې افغان ځواکونه محبس ته راننوتل، مونږ داسې خوښ شوو لکه یو ماشوم چې نوی پیدا شي. په پام کې وو چې دوه ورځې وروسته زه اعدام کړای شم.»‌

د مارجې ولسوالۍ یوه ۳۲ کلن اوسېدونکي، محمد شریف، وویل، طالبانو د وري په ۲۱مه هغه وخت نوموړی وتښتاوه چې هغه کور ته روان وو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه څلور میاشتې په موسی کلا کې د طالبانو په یوه زندان کې بندي وم. طالبانو مونږ ته خواړه نه راکول او مونږ ټول به یې وهلو.»‌

هغه وویل، «زما مور، چې زما په بندي کېدلو خبره شوې وه، هغه ناروغه شوې وه، چې څلورمیاشتې یې دوام کړی وو. هغې نشوای کولی چې خواړه وخوري، خو وروسته له هغه چې زه ازاد شوم هغې خواړه خوړل بیا پیل کړل.»

د طالبانو د زندانونو ویجاړول

د هلمند د والي ویاند،‌ عمر ځواک، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو زاړه سړي، ماشومان او ښځې بندیان کړي ول او ناوړه چلند یې ورسره کاوه،»

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د نورو محبسونو لټون کوي چې وکولی شي نور بې ګناه ملکي خلک هم را ازاد کړي.‌

ځواک وویل، «افغان ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو نور زندانونه پیدا او ویجاړ کړي،»‌ او زیاته یې کړه چې، «افغان ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو بندیان ازاد کړي دي.»‌

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند، تورن جنرال عبدالقدیر بهادرزي، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د طالبانو په زندانونو، چې هر چېرې وي، برید کوو او ملکي خلک د هغوی له ظلمونو څخه را خلاصوو،»‌

هغه وویل، «افغان کمانډو سرتېري تر اوسه پورې د طالبانو په څو وړو او لویو زندانونو باندې ورختلي، او ښځې، ماشومان او زاړه یې ترې را ازاد کړي دي،»‌

په لښکرګاه کې د بي بي زهرا په نامه د شیعه ګانو په جومات کې یوه دیني عالم، مولوي محمد یونس موسوي، سلام ټایمز ته وویل، «د شریعت له مخې، طالبان اجازه نه لري چې بې ګناه خلک بندیان کړي یا ظلم ورسره وکړي،»‌

هغه وویل، «هغوی [اورپکي] د یوه [مشروع] حکومت پر ضد باغیان دي،‌ او هغوی هېڅکله هم دا حق نه لري چې [ملکي خلک] بنديان کړي. طالبان تل له [ځایي] اوسېدونکیو څخه د پیسو د شکونې او د هغوی د وژنې په څېر جرمونه ترسره کوي. دا په اسلام کې جواز نه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان پړاګانو (اردو) او د سلام ټایمز ټیمه تاسو ته د دقیقو راپورونو له امله ښې هیلې وړاندې کوم.‌

ځواب ورکړئ