افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند کې ۶۱ ملکي کسان د طالبانو له محبس څخه ازاد کړل

سلام ټایمز

هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ځانګړیو عملیاتو د ۷ کنډک کمانډویانو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۱ مه/ په هلمند ولایت کې ۶۱ ملکي کسان د طالبانو له حبس څخه ازاد کړل.

د جمعې په ورځ /د زمري ۱۲ مه/ خپره شوې یوه اعلامیه وایي، چې دغه عملیات د کجکي ولسوالۍ په ده بابا کارېز سیمه کې د شپې ناوخته ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي، چې په ازادو شویو ملکیانو کې ماشومان او زاړه سړي هم شامل دي.

چارواکو وویل، چې کمانډویانو لږ تر لږه دوه طالب اورپکي ووژل او ۷ مشکوک کسان یې ونیول.

د غوایي په میاشت کې،امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه محبس څخه د ښځو په شمول لږ تر لږه ۱۰۵ ملکي کسانازاد کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500