هلمند -- د ځانګړیو عملیاتو قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان کمانډویانو په هلمند ولایت کې د طالبانو له حبس څخه اوه تنه یرغمل نیول شوي کسان خوشې کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د یکشنبې په شپه /د سلواغې ۲۰ مه/ په واشېر ولسوالۍ کې ترسره شول.
کمانډویانو د عملیاتو په ترڅ کې یو طالب اورپکی وواژه.