امنیت

په هرات کې خونړی برید د مسلکیتوب او شفافیت په برخه کې د طالبانو ننګونې په ګوته کوي

د عمران راپور

طالب چارواکي په هرات کې د هغې امنیتي چاپې په هکله ضد او نقیض معلومات وړاندې کوي چې د راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ افغانان په کې مړه شول. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- طالب چارواکو په هرات کې د هغې امنیتي چاپې په هکله ضد او نقیض معلومات وړاندې کړي چې د راپورونو له مخې د ماشومانو په ګډون ۱۶ افغانان په کې مړه شول.

په هرات کې طالب چارواکو وویل چې د هغوی جنګیالیو د یکشنبې په ورځ /د لړم ۲مه/ په یوه کور باندې برید وکړ چې د چاودېدونکو توکو په وسیله یې ویجاړ کړ او څلور تښتوونکي یې ووژل. دهغه راپور له مخې د مړو شمېر ۴ تنه وو.‌

خو نورو چارواکو وویل چې دغه برید د داعش ۱۶ غړي په نښه کړل او ویې وژل.

د سلام ټایمز خبریالانو له برید څخه وروسته د هرات حوزوي روغتون په مړستون کې د ۷ ماشومانو او درې ښځو په ګډون د ۱۶ قربانیانو د جسدونو عکسونه ولیدل.

طالب جنګیالي د لړم په ۲مه د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې په هغه کور باندې پیره ولاړ دي چې هغوی برید پرې کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

طالب جنګیالي د لړم په ۲مه د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې په هغه کور باندې پیره ولاړ دي چې هغوی برید پرې کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

په هرات ولایت کې د طالبانو د ادارې ویاند مولوي نعیم الحق حقاني وویل، «په عملیاتو کې یواځې څلور تنه تښتوونکي په نښه کړای شوي او وژل شوي دي، او د ماشومانو او ښځو د وژل کېدلو راپورونه بې اساسه دي.»

هغه ادعا وکړه چې، «ځینې فرصت طلبه کسان غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي،‌ او په دغو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدلو په هکله د دروغو خبرونه خپروي.»

هغه وویل، «داعش په هرات کې مرکز نه لري، او ځینې حلقې دلته په دې ولایت کې د هغوی د حضور په هکله د دروغو خبرونه خپروي.»

په هرات ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او ادعا یې وکړه چې د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې له څلورو تنو تښتوونکيو څخه پرته بل هیڅوک هم نه دي وژل شوي.

خو د هرات د ۱۵مې حوزې لپاره د طالبانو د پولیسو د آمر مرستیال صفاخان غازي بل ډول معلومات ورکړل او ویې ویل چې طالبانو وروسته له هغه په یاد کور باندې برید وکړ چې هلته یې د داعش د غړو د حضور په هکله راپور ترلاسه کړ.‌

هغه وویل، «د عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه طالب جنګیالي ووژل شول او موږ د داعش ۱۶ غړي ووژل.»

د معتصم په نامه یوه طالب چې په دغه برید کې یې برخه اخیستې وه، وویل، د کور ټول ۱۶ تنه اوسېدونکي ووژل شول، او زیاته یې کړه چې هغوی ټول د داعش غړي وو چې پلان یې درلود ترڅو په هرات ښار کې په څو جوماتونو باندې بریدونه وکړي.‌

هغه وویل، «په عملیاتو کې ښځې او ماشومان ووژل شول. په صحنه کې یوه ټپي شوې ښځه ونیول شوه، او اوس یې په روغتون کې درملنه کیږي.»

وېره او ویجاړتیا

هلته نږدې اوسېدونکیو خلکو وویل، د طالبانو برید شاوخوا پنځه ساعته دوام وموند او نږدې کورونه یې ویجاړ کړل.

د ۱۵مې ناحیې یوه اوسېدونکي وزیر احمد محمدي وویل چې د برید په ترڅ کې د هغه د کور کړکۍ او دروازې ماتې شوې.‌

هغه وویل، «موږ د عملیاتو له سیمې سره نږدې اوسېږو. څو ساعته سخته جګړه روانه وه، او موږ ټول وډار شوو.»

هغه زیاته کړه، «زموږ ماشومانو تر دې مخکې هېڅکله هم د ټوپکو د ډزو غږونه نه وو اورېدلي، خو له دې پېښې نه وروسته هغوی صحیح خوب نه دی کړی.»

محمدي وویل، له داسې کورونو سره نږدې چې هلته کورنۍ اوسېږي او ماشومان لري د درنو وسلو استعمال نامناسب کار دی.

د دغې ناحیې یوه بل اوسېدونکي محمد عثمان نظري وویل، د عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰ پورې کورونو ته سخت زیانونه ور واوښتل.

هغه وویل،‌ «د خلکو په کورونو ګولۍ ولګېدلې او ویجاړ شول. اوس د دغو کورونو مالکان مجبور دي چې خپل کورونه بیا ورغوي.»

هغه زیاته کړه،‌ «طالبانو د چاودېدونکیو توکو په کارولو یوه درې نیم منزله لوړه وداني چې نښتې په کې وشوې ونړوله. چاودنې دومره په لوړ اواز وې چې وېره او وحشت یې رامنځته کړل.»

نظري وویل، په داسې حال کې چې خلکو تمه لرله چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته به چاودنې او ځانمرګي بریدونه پای ته ورسېږي، لاکن وروستۍ پېښه ښیي چې افغانان اوس هم په سخت خطر کې دي.

غیر مسلکي او بې پروا

په هرات ښار کې د افغان ملي اردو یوه متقاعد جنرال ولي محمد قادري وویل، د استوګنې په سیمو کې چې ډېر خلک په کې ژوند کوي،‌ عملیات ترسره کول ډېرې دقیقې او مسلکي پلان جوړونې ته اړتیا لري.‌

هغه وویل، «زه فکر کوم چې په یوه کور کې د څو کسانو پر ضد د درنو توپونو او چاودېدونکیو توکو استعمال ته اړتیا نه وه.‌ که په مسلکي توګه پلان نیول شوی وای، طالبانو کولی شوای چې ټول مشکوک کسان یې ژوندي او له وسله والو نښتو پرته نیولي وای.»

هغه زیاته کړه، «طالبان اوس هم په ښارونو باندې د خپل پخواني وخت په څېر د ځانمرګو او ویجاړوونکیو بریدونو د ترسره کولو په هکله فکر کوي. اوس چې هغوی د یوه حکومت په څېر د چارو واګي په لاس کې او د امنیت برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري، هغوی باید د خلکو ژوند او ملکیت خوندي کړي.»

هغه وویل،‌ طالبان باید خپلو ځواکونو ته روزنه ورکړي چې د استوګنې او ښاري سیمو کې نظامي عملیات څنګه ترسره کړي.

هغه وویل، «وسله وال ځوکونه حق نه لري چې ښځې او ماشومان حتی که هغوی مشکوک هم وي، په نښه کړي او ویې وژني.»

په هرات ښار کې د بشري حقونو یوې فعالې ثریا حسیني وویل، د ۷ ماشومانو او ۳ ښځو ویشتل یو وحشیانه کار وو.

هغې د طبي راپورونو په استناد وویل، یوه وژل شوې ښځه امېدواره وه او تمه وه چې په څو ورځو کې ماشوم وزېږوي.

د هغې په خېټه کې د شته ماشوم برخلیک په سملاسي توګه معلوم شوی نه دی.

هغې وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو په ځانګړې توګه د ښخو او ماشومانو له ژوند سره ډېر محتاط و اوسي.»

حسیني وویل، «ماشومان معصوم او بې دفاع دي او د جګړې په ډګر کې هېڅ رول نه لري. که سړی ملامت او په جنګ کې ښکېل هم وي، د ماشومانو او ښځو ژوند باید ونه ګواښل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بلکل دا یو حقیقت دی که يې څوک مني او یایې نه مني ط ا ب مسلکي کسان نه لري او حتی تر اوسه اوپراسیون شعبې غیر فعاله دي ... نو باید طالبان د پخوانيو کار کوونکو نه کار واخلي او په نظام کې ورته ځای ورکړي...

ځواب ورکړئ

طالب چې په دې لنډه موده کې په خلکو څه وکړل زه وایم چې دا ورځې دې په هېچا رانشي، طالب بې سواده هره ورځ بې ګناه خلک وژني، کورونه یې سوزوي، د ودونو مراسمو ته ور ننوځي په داسې حال کې چې په افغاني ټولنه کې د ښځو مراسمو ته د ورتلو اجازه پردی نارینه نه لري، مګر طالب دا کار په ډېره سپین سترګۍ کوي، ماشومان، پېغلې او سپین سرې مېرمنې وهي ټکوي. زه د څو پېښو شاهد یم چې طالبان د واده والا کورونو ته ننوتي دي. ټيپ یې ترې مات کړی، ښځې یې وهلي ټکولي دي؛ مګر طالب په خپله ګډیږي، په یو بل سپرېږي، همجنس بازي کوي، مګر نورو ته بیا ډېر عادي کار هم لویه ګناه کې حسابوي. دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د یوه واده مراسمو ته ورغلي، د واده زلمی او درې نور کسان یې وژلي او لس نور یې ټپیان کړي ځکه چې هلته د واده په خوشالۍ کې موسیقي غږېدله. لنډه اوږده دا چې په افغانانو د طالب له وجې بدې ورځې راغلي، رب دې دوی هلاک او تباه کړي.

ځواب ورکړئ