روغتیا

ښځینه واکسیناتورانې په هرات کې د پولیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي

د عمر راپور

د یونیسف په مرسته، اوس په هرات کې ډېرې ښځې او نجونې د پولیو د واکسین په کمپاین کې برخه اخلي. دا ښځې او نجونې په زړورتیا سره د پولیو پر وړاندې مبارزه کوي څو د افغانستان راتلونکی له معلولیت څخه خوندي کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات کې د پولیو د واکسین په کمپاین کې د ښځو او نجونو ګډون په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په مرسته زیات شوی دی.

له سختو ټولنیزو محدودیتونو سره سره، دغو ښځو او نجونو په زړورتیا سره د پولیو ویروس پر وړاندې مبارزه کې برخه اخیستې، څو د افغانستان راتلونکی نسل له دایمي معلولیت څخه وژغوري.

٢٥ کلنه کيانا رحيمي په هرات ښار کې د ٦٠ واکسيناتورانو د يوې ډلې مشري کوي، چې ٥٦ يې ښځې دي. د ټیم څلور نارینه غړي ډیری د واکسینونو د لیږدولو مسولیت پر غاړه لري.

رحيمي، چې له پنځو کلونو راهيسې د پوليو واکسين په کمپاين کې کار کوي، وويل، په تېرو دوو کلونو کې د پوليو واکسين په کمپاين کې د ښځو او نجونو د ګډون کچه لوړه شوې ده.

یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې د غوایي په ۲۷مه په هرات ښار کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې د غوایي په ۲۷مه په هرات ښار کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وويل، «د پوليو واکسين په کمپاين کې د ښځو ونډه د نارينه وو په پرتله ډېره اغېزمنه ده او ښې پايلې يې لرلي دي،»

هغې وویل، «ښځې او نجونې کولی شي روغتیایی پیغامونه په ډېره اغیزمنه توګه کورنیو ته ورسوي.»

هغې څرګنده کړه، «له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د خپلو ميندو په غېږ کې وي. کله چې هغوی د میندو په غېږو کې وي، نارينه واکسين کوونکي نشي کولى چې په سمه توګه واکسين تطبیق کړي،»

هغې وویل، «نارینه واکسین کوونکي نشي کولی کورونو ته ننوځي او ښځو ته د پولیو په هکله معلومات ورکړي.»

رحيمي زياته کړه، که ښځې د پوليو واکسين په کمپاين کې فعاله برخه وانخلي، ډېری ماشومان به له واکسين څخه بې برخې شي او د پوليو د پېښو شمېر به زيات شي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر وویل، په هرات ښار کې ۷۹٪ واکسین کوونکې ښځې دي.

هغه وویل، «ښځینه واکسین کوونکې په هرات کې د روغتیایی سیستم یو غښتلی مټ دی چې د پولیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي،»

هغه وویل، «د کورنۍ د محدودیتونو او د ټولنې د دودیز طبیعت له امله، نارینه واکسین کونکي نشي کولی ټول ماشومان په سمه توګه واکسین کړي، خو مېرمنو دا فرصت برابر کړی چې کورونو ته ننوځي او د کورنیو له مخالفت پرته ماشومان واکسین کړي.»

کبير وويل، په هرات کې د پوليو واکسين کمپاينونه ډېر بريالي دي، او دا ټول د نجونو او ښځو د پياوړي او ګټور ګډون له برکته دي.

هغه وویل، «ښځینه واکسین کوونکې په کورنیو کې له ښځو او میندو سره ښه اړیکه ټینګوي او هغوی هڅوي چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي. د واکسین ښځینه تطبیق کوونکې میندو ته د روغتیا پیغامونه په بهتر ډول ور رسوي.»

د پولیو د مهارولو لپاره هڅې

وروسته له هغه چې په روانه میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې، په هرات کې ښځینه واکسیناتورانې کور په کور وګرځېدې څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ ماشوم د پولیو د واکسین له کمپاین څخه پاتې نشي.

۲۷ کلنې کريمې حيدري وويل، په داسې حال کې چې يو شمېر کورنۍ د پوهاوي د نشتوالي له امله د خپلو ماشومانو د واکسين پر وړاندې مقاومت کوي، هغه او په هرات کې نورې ښځينه واکسينوونکي اجازه نه ورکوي چې هېڅ ماشوم له واکسين څخه بې برخې پاتې شي.

هغې وويل، «موږ د پوليو واکسين د کمپاين په هر پړاو کې دوه يا درې ځلې کورونو ته ورځو او هر پنځه کلن ماشوم ته واکسين ورکوو. ځینې ورځې ماشومان په کور کې نه وي -- چیرته تللي وي. موږ په یوه یا دوو ورځې وروسته بېا هغه کور ته ورځو او ماشومان واکسین کوو.»

حیدري وویل، «کورنۍ له موږ سره د نارینه واکسیناتورانو په پرتله ډېر د ارام احساس کوي،»

هغې وويل، «نارينه واکسين کوونکي هېڅکله د ماشومانو د واکسين لپاره کورونو ته نه ورځي. نارينه خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې نارينه واکسين کوونکي ته دروازه پرانيزي،»

حيدري وويل، د ماشومانو په واکسين سربېره، ښځې په مياشت کې څو ځلې کورونو ته ورځي، څو کورنيو ته د پوليو د خطر او د ماشومانو د واکسين د اهميت په هکله پوهاوی ورکړي.

په هرات ښار کې د یګانه نبي زاده په نامه یوې ۲۲ کلنې واکسیناتورې وويل، د پوليو د واکسين په کمپاينونو کې د ښځو د فعال رول له امله د وروستیو پېښو په ترڅ کې، په هرات کې هېڅ ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شوی نه دی.

هغې وويل، «د ماشومانو ژوند زموږ لپاره ډېر مهم دی، او موږ اجازه نه ورکوو چې هېڅ ماشوم د پوليو له واکسين څخه محروم شي. موږ د پولیو واکسین د کمپاین په هر پړاو کې کورونو ته ورځو او ماشومان واکسین کوو.»

هغې وويل، «په ننګرهار کې د پوليو د دوو پېښو له ثبتېدلو څخه وروسته، موږ د پخوا په پرتله لا زياتې هڅې کړې، څو په هرات کې هېڅ ماشوم فلج نشي،»

د درېمې پېښې په هکله تېره پنجشنبه /د غبرګولي ۴مه/ راپور ورکړل شو.

هغې زیاته کړه، «موږ هر هغه ماشوم چې عمر یې تر پنځو کلونو کم وي واکسین کوو، څو هغه د پولیو ویروس څخه خوندي شي،»

ملاتړې کورنۍ

په داسې حال کې چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره قانع کولو ته اړتیا لري، ډیری یې په هرات کې د پولیو د واکسین په کمپاین کې د ښځو د پراخ حضور هرکلی کوي.

د کبرا په نامه یوې ۳۶ کلنې مېرمنې چې د دوو ماشومانو مور ده، وويل، په دې خوشحاله ده چې نجونې د هغې ماشومانو واکسين کوي.

هغې وويل، «پخوا به سړي دروازې ته راتلل او ماشومان به يې واکسين کول. که مېړه مې په کور کې وای، ماشومان به یې بوتلل او واکسین به یې ورته وکړ، خو که نه به وه، بیا ما اجازه نه لرله چې نارینه واکسیناتورانو ته ورشم او خپل ماشومان واکسین کړم.»

هغې وویل، «زه له نجونو او ښځو سره ډېره هوسا یم او هغوی ته اجازه ورکوم چې زما کور ته راننوځي او ماشومان مې واکسین کړي. له دوو کلونو راهیسې چې نجونې زما کور ته راځي، زما هیڅ ماشوم واکسین نه دی قضا کړی.»

۳۲ کلنې مژده دانش، چې د یوې درې کلنې ماشومې مور ده، وویل، خوشحاله ده چې ښځې له محدودیتونو سره مبارزه کوي او په فعاله توګه د پولیو ویروس پر وړاندې مجادله کوي.

هغې وويل، «د پوليو د واکسين کمپاين په هر پړاو کې، نجونې زما کور ته راځي او زما لور واکسين کوي. هغوی ډېر زیار باسي. هغوی حتی په ورځ کې دوه ځلې راځي څو ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅوک بې واکسینه پاتې نشي.»

دانش وویل، «په هرات کې د پولیو د له منځه وړلو تر شا اصلي عامل د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ښځو د پام وړ ګډون دی،»

دانش وویل، «دا ښیي چې که لوستو ښځو او نجونو ته په نورو برخو کې هم فرصت ورکړل شي، هغوی کولی شي چې په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ټوله کې واکسین د انسانانو لپاره او په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره یوه حیاتي موضوع ده. حکومت جمعه ولس په دې رابطه باید لاس سره یو کړي، کور په کور او دېره په دېره دې وګرځي او کوچنیان دې واکسین کړي، څو د فلج د وژوتکې ناروغۍ څخه پاک افغانستان ترلاسه کړو. فلج یا ګوزڼ یوه وژونکې ناروغي، که خدای ناکرده، یو کوچنی ګوزڼ وواهه بیا یې هیڅ علاج نشته، پره له دې چې بیا ورته ټول عمر وزوریږې او وژړیږې بله لاره یې بیا نشته. ښه خبره دا ده، چې خپل ټول کوچنیان په خپله خوښه نیږدې روغتونونو ته یوسو، واکسین یې کړو او په دې رابطه د ډاکټرانو توصیې عملي کړو.

ځواب ورکړئ

ښځه د ټولنې لوی قشر دی. ښځه خور ده. ښځه مور ده. ښځه مېرمن ده. ښځه لور ده. او په ټوله کې د ښځې مقام ډېر اوچت دی خو که موږ ورته په ارزښت قایل شو. دا چې په افغاني ټولنه کې اوسمهال ښځو ته په سپکه کتل کېږي، دا بېله خبره ده. کنه دغسې چلند چې اوس ورسره د هېواد په سطحه کېږي نه دی په کار چې د طالبانو حکومت یې کوي. له ښځو سره چې طالبان څنګه چلند کوي دا واقعیت بوږنوونکی دی. نه باید داسې وشي. طالبان هم لکه د نورو انسانانو په څېر په دې ښه پوهېږي چې بې له ښځو یوه ټولنه هم پرمختګ نه شي کولی او په هره برخه کې ورته اړتیا ده. خو دا چې حقونه یې ترې سلب کړي په دې هیڅ افغان نه پوهېږي او نه خپله پرې ګڼ شمېر طالب لوړپوړي چارواکي پوهېږي. یوازې په نوم ناست مشر (ملاهبت الله) دغه فرمان صادر کړی چې ښځې دې نه زده کړې کوي او نه دې کار ته ځي. دا چې دې کار کې څه دي خپله هبت الله پرې ښه پوهېږي. له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید بشر ضد جنایت وبلل شي. ښځو او نجونو سره د طالبانو د رژیم چلن باید نړیوالو قوانینو سره سم د بشری ضد جنایتونو او جنسیتي کړونې په توګه وپلټل شي. د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو سربېره، په زوره د هغوی تري تم کول، زندان ته اچول، ربړول او ورسره په تېرو نږدې دوو کلونو کې شوی نور ناسم چلن د بشر ضد جرمونه او جنسیتي کړونې سره اړخ لګوي. که ځیني نړیوال بنسټونه صلاحیت لري زموږ غوښتنه ترې دا ده چې د طالبانو د غورځنګ هغه غړي محاکمه کړي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پرې د جرمونو د ترسره کولو شک کېږي. بلخصوص دا یو جرم دی چې میلیونونه افغانې نجونې یې له زده کړو او کار کولو محرومې کړي دي.

ځواب ورکړئ

ښځینه واکسیناتورانې کولی شي په اسانۍ سره کورونو ته ننوځي او وګوري چې څومره ماشومان په کور کې دي او د کورونو ښځې هم کولی شي چې له هغوی سره وګوري. ښځینه واکسیناتورانې په زړورتیا سره په افغانستان کې کورونو ته ځي چې ماشومان د پولیو له ویروس څخه وژغوري. ډیری نارینه خپلو میرمنو ته اجازه نه ورکوي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره نارینه واکسیناتورانو ته بوځي. په داسې حال کې چې ډیری وختونه نارینه په کور کې نه وي چې خپل ماشومان واکسین کړي. له همدې امله د پولیو په مخنیوي کې ښځینه واکسیناتورانې مهم رول لوبوي.

ځواب ورکړئ

ښځه په اسماني دینونوکې تل د يو مبارک مخلوق په توګه خوږه رشته ګڼل شوې، که هغه د میرمن په حیث وي او که د مور، لور او يا خور په حیث. د اسماني ادیانو وروستی تکمیلوونکی دین اسلام هم هيڅ داسې حکم نه لري چې د ښځې د فطري جوړښت خلاف وي، چیرته چې هم جبر او ظلم تر سترګو کیږي هغه په اصل کې کلتوري جبر وي، نه اسلامي حکم. د اسماني ادیانو د تحریف په دوره کې هم که یهودیت و او که نصرانیت، د ښځې د محرومیت او مظلومیت لامل د کشیشانو، پاپانو او کلیسا خپل مصنوعي احکام او شخصي مزاج و، نه د الهي دين رښتیني حکمونه! ښځه د خاوند په انتخاب کې حقداره ده، میرمن د ژوند په ټولو چارو، نفقه لباس او د ژوند په ټولو ضروریاتو کې پر خاوند حقداره ده. هيڅ يوه ښځه نارینه په زوره نه ځان ته او نه بل ته نکاح کولای شي او نه يې له ژونده محرومولای شي. په اسلامي قضايي نظام کې په هر جرم کې ښځې او نارینه ته مساوي سزا ده، د مساوي دعوې او دفاع حق لري. بل خوا د ښځې په اړه دیني حکمونه عموماً له انساني فطرت سره سم دي. د بیلګې په توګه که يو نارینه فطرتاً دا نه غواړي چې میرمنه يې له پردو يا نامحرمو خلکو سره په يو دفتر کې کار وکړي، نو دا بیا د نارینه د حقوقو تلف دی او د نارینه له مجبوریته ګټه اخیستل دي. همدا راز يوه میرمن فطرتاً دا هم نه شي زغملی چې څښتن يې له پردو ښځو سره ګډ کار وکړي. نو دا بیا د ښځو د حقوقو تلف کول دي، همدې ته ورته دیني حکم هم دی.

ځواب ورکړئ