تروريزم

راپور: په افغانستان کې د داعش پراختیا ټکنۍ شوې ده

د جاوېد محمود راپور

د داعش او طالبانو مشکوک جنګیالي د اکتوبر په ۳ مه د افغانستان په جلال اباد ښار کې رسنیو ته ورښودل کیږي. افغان پولیسو وویل، چې د دوه بهرنیانو په شمول د داعش ۱۰ تنه جنګیالي، او ۴ تنه طالب اورپکي په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د داعش او طالبانو مشکوک جنګیالي د اکتوبر په ۳ مه د افغانستان په جلال اباد ښار کې رسنیو ته ورښودل کیږي. افغان پولیسو وویل، چې د دوه بهرنیانو په شمول د داعش ۱۰ تنه جنګیالي، او ۴ تنه طالب اورپکي په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

اسلام اباد -- په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش پراختیا د ترهګرۍ پر ضد د مؤثرو عملیاتو د ترسره کېدا او د کمزوري ولسي ملاتړ له امله په تدریج سره کمېږي.‌

په اسلام اباد کې د ستراتیژيکو مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا د نومبر په ۱۶مه خپاره شوي دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش حضور دا مانا نه لري چې اورپکي له منځني ختیځ څخه دغه په وچه کې ایسار هېواد ته راکډه شوي دي.‌

راپور وایي، «په افغانستان کې د داعش جوړښت داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو د نورو خلاصو ګروپونو څخه رامنځته شوی چې هدف یې دا دی چې ځانونه په یوه بریالۍ بڼه په بل نامه رامخې ته کړي،»

سربېره پر دې،راپور وایي، چې داعش په «بهرني ملاتړ» او تمویل فعالیت کوي.‌راپور زیاتوي، «په سوریه او عراق کې د هغه پراختیا د فرقه یي رژیمونو پر ضد د ډلو د نارضایتۍ په نتیجه کې رامنځته شوه، په داسې حال کې چې په افغانستان کې شرایط بل ډول دي.»

له نورو اورپکو سره نښتې کول

که څه هم چې داعش لاپه کوي چې «په افغانستان کې زرګونه جنګیالي لري» خو په ځمکه موجود حقیقت د بل څه کیسه کوي .

په راپور کې راغلي،«د دې لپاره< چې داعش په افغانستان کې د پښې اېښودلو لپاره یو قوي ځای ومومي،هغوی دې ته اړتیا لرله چې طالبان او القاعده دواړه وننګوي یا چلینج کړي،»‌

د داعش لپاره دا «یوه لویه ننګونه ده» چې په داسې یوه هېواد کې ریښې وځغلوي چې هلته له کلونو راهیسې طالبان فعالیت او جنګ کوي،‌ او اکثر وختونه دغه کارونه «په افغانستان کې د قومي سیستم په ملاتړ او د شریکو نژادي اړیکو له لارې کوي».‌

راپور وایي، «داعش د یوه بل بهرني سیستم په توګه دا موفقیت ترلاسه کوي چې هڅه وکړي په افغانستان باندې یرغل وکړي».‌

د راپور په اساس، که څه هم چې «په افغانستان کې د داعش ملاتړ او پراختیا کم دي... بیا هم هغه د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته ضرورت لري.‌ یوازنۍ لاره، چې په افغانستان کې د داعش د پراختیا مخه نیسي، دا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور هدفونه وڅارل شي.»

په پاکستان کې هم بنسټ کمزوری دی

په پېښور کې د قبایلي سیمو (فاټا) د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد ډګرمن محمود شاه پاکستان فارورډ ته وویل، «داعش په افغانستان کې له منځه تګ سره مخامخ دی،‌ او په پاکستان کې په فزیکي توګه په هېڅ ځای کې نشته،»‌

هغه وویل، «داعش د خپلو ښو روزل شویو جنګیالیو ډېر شمېر له طالبانو سره په جګړه کې، په تېره بیا د افغانستان په زابل ولایت کې له لاسه ورکړل، او دغه ترهګره ډله به ژر له منځه لاړه شي،»‌

هغه وویل،‌ په تېرو څو کلونو کې د پوځي عملیاتو او د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو له برکته، چې جګړه ماران یې له منځه وېوړل، داعش په پاکستان کې مرکزونه نه لري.‌

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو تحلیلګر متقاعد ډګروال علي رضا میر، چې پخوا یې له آی اېس آی سره د ترهګرۍ ضد څانګه کې کار کاوه، وویل، «په سرحد باندې د کټارې لګول به له پاکستان سره لا نوره مرسته وکړي چې له افغانستان څخه د اورپکو په راتېرېدلو برلاسی شي او د داعش لپاره د محلي ملاتړ فرصتونه به له منځه لاړ شي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستاني پوځي عملیاتو په دغه هېواد کې د اورپکۍ ریښې واېستلې او د دې مخه یې ونیوله چې داعش په کې د پښې اېښودلو لپاره ځای پیدا کړي،‌ او زیاته یې کړه چې «د مذهبي زغم او جوړجاړي په رامنځته کولو سره، پاکستان کولی شي چې یو ځل او د تل لپاره افراطیت او اورپکي له منځه وېسي»‌

په تدریج سره د ملاتړ کمېدا

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس عبدالله خان وویل، «داعش په بلوچستان کې یو څه ملاتړ لري او هلته اورپکۍ ته وده ورکوي،»‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، خو داعش «نشي کولی چې د سختو امنیتي اقداماتو او د استخباراتي معلوماتو په اساس د اورپکو پر ضد د روانو عملیاتو له امله د پاکستان په نورو سیمو کې د پښې اېښودلو لپاره ځای ومومي.»

هغه وویل، په افغانستان کې د داعش او طالبانو تر منځ وروستي خونړي ټکرونه ثابتوي چې د طالبانو پر ضد به دښمنان پاتې شي.

خان وویل، «په اتفاق سره باید هڅې وشي چې داعش، طالبان او نور په دواړو هېوادونو کې اورپکۍ ته له لمنې وهلو څخه راوګرځوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه ګرانه معلومات ده ډیر خه معلومات دي خوداسي نه چې ته د چا په خوله لګیاه یې آو معلومات شیر کوي دا په دې مانا نده چې دا به ریشتیاه وایې ، ریشتیا هغه څه دي چې څه تا په خپلو سترګو لیدلې وی او لیدلو سترګو حال ده وایه خلک به درسره موافق وي (په اصل کې دا دروغ دي ) . اسلام اباد -- په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش پراختیا د ترهګرۍ پر ضد د مؤثرو عملیاتو د ترسره کېدا او د کمزوري ولسي ملاتړ له امله په تدریج سره کمېږي.‌ راپور وایي، له نورو اورپکو سره نښتې کول په پاکستان کې هم بنسټ کمزوری دی په تدریج سره د ملاتړ کمېدا رییس عبدالله خان وویل، «داعش په بلوچستان کې یو څه ملاتړ لري او هلته اورپکۍ ته وده ورکوي،»‌ خان وویل، «په اتفاق سره باید هڅې وشي چې داعش، طالبان او نور په دواړو هېوادونو کې اورپکۍ ته له لمنې وهلو څخه راوګرځوي،» داڅه مانا لري چې د خلکو نظرونه مونږ سره شریکوی کوشش وکه چې خپل نظر راسره شریک کړي مونږ پدې خه پوهیږو چې په افغانستان او پاکستان کې بې ګناه خلک وژل کیږي د دې ټولو تپوس به ددې خلکو نه کیږي او ورسره تاسو نه هم .

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې اصلا داعش نشته. دا هماغه د پاکستان د پخوانۍ پروژې طالبانو یوه برخه ده چې یو شمېر سرګروپانو ته یې ویلي چې ته ځان د داعش په نامه معرفي کړه، او یو شمېر اورکزي او نور ځوانان چې اخوا په ایجنسیو کې وزګار وو هغه آی ایس آی ورسره کړل او د داعش په نامه یې وړاندې کړل. د افغانستان او د پښتونخوا د پښتنو اصلي او ابدي دښمن د پاکستان پوځ او آی اېس آی دي او بس.‌

ځواب ورکړئ