بشري حقونه

د داعش د جنګیالیو د ماشومانو پالنه عراق ته ورپاتې ده

له بغداد څخه د علاحسین راپور

عراقي ځواکونو دا چیچنیایۍ نجلۍ په موصل کې له دغه ښار څخه د داعش د اېستلو د عملیاتو په ترڅ کې موندلې ده. [عکس د عراق د جګړې د رسنیو مرکز اخیستی دی]

عراقي ځواکونو دا چیچنیایۍ نجلۍ په موصل کې له دغه ښار څخه د داعش د اېستلو د عملیاتو په ترڅ کې موندلې ده. [عکس د عراق د جګړې د رسنیو مرکز اخیستی دی]

وروسته له هغه چې عراقي ځواکونو د داعش جنګیالي له موصل څخه واېستل، هلته یو بشري ناورین راښکاره شو، چې د یادې ډلې د بهرنیو جنګیالیو پرېښودل شوي یا یتیم شوي ماشومان خپل سر ته پاتې شوي ول.‌

یوه عراقي چارواکي وویل، عراقي ځواکونو ۱۲ بهرني ماشومان د ښار په کوڅو کې په داسې حال کې وموندل چې یوازې ګرځېدل، او اکثر یې داسې ښکاري چې د اسیایي میندو پلرونو اولادونه وي. چارواکي وویل، چې هغوی د خپلو میندو او پلرونو له حال احواله هېڅ معلومات نه لري.‌

د دغو ماشومانو، چې اکثر یې په عربي خبرې نشي کولی، څرګندېدا د عراق حکومت له یوې بې سابقه ننګونې سره مخامخ کړی دی.‌

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه ماشومان په بغداد کې موجودو دارالایتامونو ته وړي او تر هغه به هلته ساتل کېږي چې د هغوی هویت په صحیح توګه معلوم شي او هغوی خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه او خپلوانو ته یې په لاس ورکول شي.‌

د وزارت ویاند عمار منیم دیارونا ته وویل، چې دغه ماشومان بېلابېل تابعیتونه لري چې چیچنیایان، افغانان، تاجکان او چینایان په کې شامل دي.

هغه وویل، په عراق کې د ماشومانو د چارو د یوې محکمې د حکم په اساس، د دغو ماشومانو ساتنه حکومت پرغاړه اخیستې او تر هغه پورې به یې په دارالایتامونو کې وساتي چې د هغوی هویت معلوم شي او هغوی خپلو اصلي هېوادونو ته په لاس ورکول شي.‌

د داعش د ماشومانو هویت معلومول

منیم وویل، «د ګڼ شمېر ماشومانو هویت په یوه خارجي چینل د عراق د حالاتو په هکله د یوه خپاره شوي تلوېزیوني راپور په ترڅ کې په تصادفي توګه وپېژندل شو،»

هغه وویل، د یوه ورک شوي چیچنیایي ماشوم خپلوانو هغه په تلوېزیوني راپور کې وپېژند،‌ چې بیا د چیچنیا حکومت په رسمي توګه د هغه او هغه ته ورته د نورو د بېرته ورلېږلو غوښتنه وکړه.‌

د کار او ټولنیزو چارو وزیر محمد شایا السوډاني روښانه کړه چې دا ماشومان د خپلو ترهګرو کورنیو د عملونو قربانیان دي.‌

د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو په نتیجه کې ۵ تنه چیچنیایي ماشومان چې د عراق په دارالایتامونو کې ځای پرځای شوي ول< وروسته له هغه د هغوی حکومت ته حواله کړای شول چې د هغوی خپلوانو هغوی وپېژندل، او دغه چاره د عراق د بحران د مرکز یا عراق کرېسېس سېل په همغږۍ ترسره شو.‌

د وزارت د ښځو او ماشومانو د هوساینې ریاست رییسې عبیر چلابي وویل، دغه وزارت له یونیسېف او د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره کار کوي چې د هغو خارجي ماشومانو پالنه وکړي چې په موصل کې موندل شوي دي.‌

هغې دیارونا ته وویل، «دغې ادارې، مخکې له دې چې دا ماشومان د ماشومانو لپاره حکومتي سرپناوو ته ولېږل شي، هغوی ته لومړنۍ مرستې او پاملرنه برابر کړل چې د هغې ضربې په وړاندې ورسره مرسته وکړي چې هغوی ته ور رسېدلې وه،»‌

هغې وویل، وزارت په دې کار کوي چې هغه ماشومان چې هویت یې معلوم شوی دی، د هغوی کورنیو او هېوادونو ته ور وسپاري،‌ او زیاته یې کړه چې هغه ماشومان چې رسمي اسناد نه لري، هغوی به د عراق د قانون له مخې د نامعلومې کورنۍ د ماشومانو په توګه په پام کې ونیول شي.‌

هغې څرګنده کړه، چې «په داسې قضیو کې قانوني پروسیجرونه دا ایجابوي چې د هغوی عکسونه په ټولنیزو او رسمي رسنیو خپاره شي او بیا یو کال صبر ورته وشي».‌ که په داسې یوه دوره کې یې هم څوک ونه پېژني، وزارت هغوی ته د هویت نوي اسناد صادروي.‌

یو نړیوال بحران

عراقي ټولنپوه محمد عبدالحسن دیارونا ته وویل، «په موصل کې د داعش پیدا شوي ماشومان د ستونزې یوازې یوه کوچنۍ برخه ده،» او یاده یې کړه چې غټه ستونزه دا ده چې ترهګر هرچېرې بچیان زېږوي.‌

د دغو ماشومانو د برخلیک په هکله د خبرو کولو پر وخت هغه حیران شو چې، «آیا هغوی باید د عراق د حکومت له خوا واخیستل شي او په دارالایتامونو کې تر پاملرنې لاندې ونیول شي چې بېرته لارې ته راوستل شي او عراقي اتباع ترې جوړ کړای شي، که داسې چې هغوی باید خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شي او په راتلونکي کې د چاودېدونکو بمونو په توګه خطر سره مخامخ کړای شي؟»

هغه وویل، دا یوه داسې مسئله ده چې د ټولنې په هکله د یوه خبر او مسؤلانه حکومتي چلند غوښتنه کوي، او زیاته یې کړه چې عراق باید ملګري ملتونه په دې مسئله کې دخیل کړي چې داسې یوه مسؤلانه حللاره ورته راوباسي چې د دې مسئلې بشري اړخ په پام کې نیسي.‌

عبدالحسن وویل، «یو ماشوم چې په دې شرایطو کې له ترهګر موراوپلار څخه پیدا کیږي، هغه به بې له شکه یو ناوړه راتلونکی ولري،»‌

هغه وویل، که بشري حقونه او د ماشومانو د پاملرنې منل شوي خدمتونه ورسره په پام کې ونه نیول شي، ښایي چې ماشوم داسې لوی شي چې په راتلونکي کې ترهګر ترې جوړ شي.‌

عبدالحسن د یوې داسې حل لارې غوښتنه وکړه چې د ستونزې اصلي سبب په پام کې نیسي، «چې مونږ د جګړې په ډګر کې د قربانیانو په توګه د ماشومانو په لیدلو سره ټکان ونه خورو»‌.

هغه په دې هکله د ملګرو ملتونو رول مهم وګاڼه چې په ګرده نړۍ کې داسې ښوونیز او روزنیر مواد برابر کړي چې هغه د افراطي نظریاتو تاثیر له منځه وېسي او منځلاریتوب ته وده ورکړي‌.‌

د وضعې په هکله د هغه د ارزونې په پام کې نیولو سره، عراق په مناسب ډول دا وړتیا لري چې د ماشومانو لپاره د مدني ټولنې له موسساتو سره په همغږۍ کې رغوونکي پروګرامونه جوړ کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500