تروريزم

د سوریې په الحول کمپ کې، د ترهګرۍ پر ضد جګړه پای ته نه ده رسېدلې

سلام ټایمز او ای اېف پي

بهرنۍ ښځې چې د داعش د غړو د خپلوانو د استوګنې په کمپ الحول کمپ کې اوسېږي، د وري په ۸ مه د سوریې په الحسکه ولایت کې په کمپ کې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو د یوه غړي تر نظارت لاندې ګرځي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

بهرنۍ ښځې چې د داعش د غړو د خپلوانو د استوګنې په کمپ الحول کمپ کې اوسېږي، د وري په ۸ مه د سوریې په الحسکه ولایت کې په کمپ کې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو د یوه غړي تر نظارت لاندې ګرځي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

الحول، سوریه -- د سوریې په ختیځ کې په کمپ کې له ساتونکیو سره نښتې، له تاوتریخوالي څخه ډک ډله ییز جنګونه او د پراخ افراطیت یوه نوې هڅه ښیي چې په داسې حال کې چې د داعش تش په نامه خلافت مات کړای شوی دی، د ترهګرۍ پر ضد جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.

د داعش د جنګیالیو په زرګونو ښځې او ماشومان په وروستیو میاشتو کې وروسته له هغه د الحول کمپ څخه جنوب ته پرتو کلیو څخه راووتل چې د کوردانو په مشرۍ ځمکني ځواک او د ایتلاف هوایي بریدونو ترهګر د هغوی له وروستي پاتې قلمرو څخه پسې واخیستل.

باغوز چې د هغوی د قلمرو وروستۍ برخه وه، د وري په ۳مه سقوط وکړ.

د سوریایانو او عراقیانو د hordes په منځ کې، خواوشا ۹۰۰۰ بهرنیان د کمپ په داسې برخه کې ساتل کیږي چې کټارې ترې تاوې دي او کوردي ځواکونه یې څارنه کوي.

کله چې دغه ډېر خطرناک بندیان غواړي چې د کمپ مارکېټ ته لاړ شي یا د مرستو راشنونه ترلاسه کړي، وسله وال ساتونکي یې بدرګه کوي.

خو پخپله د بهرنیانو تر منځ ترینګلتیاوې په پراخېدلو دي.

ونیسا چې اصلاً د ګیانا اوسېدونکې ده او په ۱۳۹۲ کال کې د یوه مسلمانې شوې په توګه له خپل مېړه او ماشومانو سره سوریې ته راغلې ده، وویل، «مونږ عین فکر نه لرو -- هغوی [افراطیان] غواړي چې د اسلام خپل تفسیر تحمیل کړي».

ګنګلي چې ۳۶ کاله عمر لري او په کمپ کې مېشت تونسیان یې په ځانګړې توګه «افراطیان» وبلل، وویل، «هغوی وایي چې مونږ کافران یو».

'دغه خلک ما ډاروي'

د داعش تر تش په نامه «خلافت» لاندې -- چې په ۱۳۹۳ کې د سوریې او ګاونډي عراق په ډېرو سیمو کې اعلان شو -- ماشومانو ته په سیستماتیک ډول نظرونه ورکول شول او تر دې چې په عام محضر کې د اعدامونو لیدلو ته ودرول شول.

داعش ته د ژمنتیا د دوام ښودنې په توګه، په کمپ کې ځینې ماشومانو -- یو څو په موسکا، نورو په سړو کتلو-- د ای اېف پي د خبریالانو په مخکې خپله د شهادت ګوته اسمان ته پورته کړه.‌

یوې ښځې ګواښ وکړ چې کمره مین ووهي، خو نورو -- چې کور ته ستنېدا ته یې تلوار دی او وایي چې هغوی له داعش سره په یو ځای کېدلو پښېمانې دي -- له دې سره علاقه مندي لرله چې خبرې وکړي.‌

یوې بلجیمۍ ښځې چې په ۱۳۹۲ کې سوریې ته راغلې داسې د زړه خواله وکړه چې ځینې تونسیانو او روسانو په الحول کمپ کې «ډېر افراطي عقاید» رامنځته کړي دي.

هغې وویل، «دا خلک ما وېروي».

هغې زیاته کړه، ان یوازې «له ساتونکیو سره په خبرو کولو، یا مارکېټ ته د تګ په غوښتنې سره، مونږ د هغوی په سترګو کې» کافران ښکارو.‌

بلجیمۍ وویل، یو ځل چې پر چا د نامسلمان ټاپه ولګول شي، دا ښځې پرې داسې فتوا ورکوي چې هغه شخص له ملکیتونو څخه محروم کړي.‌

«هغوی کولی شي چې زمونږ خېمې وسوزوي او هر هغه څه راسره وکړي چې هغوی یې غواړي».

خو ترینګلتیاوې د بهرنیانو برخې پورې محدودې نه دي.‌

یوه اونۍ مخکې، په مرکزي برخه کې،‌ چې عراقیان او سوریایان په کې اوسېږي، یوه شخړه رامنځته شوه. کوردي پولیس مجبور شول چې مداخله وکړي.

یوه پولیس چې خپل نوم یې ور نه کړ، ای اېف پي ته وویل، ځینې اوسېدونکیو په خپلو ګاونډي اوسېدونکیو باندې «ډبرې ور وار کړې».

د کمپ د ارتباطاتو د څانګې مسؤل نبیل الحسن تاکید وکړ چې، «امنیت تر کنټرول لاندې دی».

هغه زیاته کړه، بیا هم غټې لوجیستیکي ننګونې خېمو او مرستو ته د لاسرسي په سر د ترینګلتیاوو په شمول «ستونزې» راولاړوي.

د داعش ادعاوو ته ژمن

۲۱ کلنې لامعې چې د ډېر وخت امېدواره ده، ای اېف پي ته وویل چې هغه داعش ته په خپله ژمنتیا ثابته ولاړه ده.‌

د سوریې د منبیج ښار دغې اوسېدونکې چې ښار یې د کوردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو له خوا تر نیول کېدلو مخکې د اورپکو له خوا اشغال شوی وو، وویل، «مونږ له داعش سره پاتې کېږو».

لامعه له یوې میاشتې راهیسې په دغه کمپ کې ده او غواړي چې خپل ښار ته لاړه شي. د هغې لومړی مېړه په جنګ کې ووژل شو، او دویم یې بندي دی.

د بهرنیانو د سیمې د دروازې تر شا د الجزایریانو او اوکراینیانو په شمول ډېرې ښځې راټولې وې، او تاکید یې کاوه چې د هغوی وار دی چې مارکېټ ته لاړې شي.‌

په شګو کې سور سري او د منځنۍ اسیا د اوسېدونکیو ماشومان سره ګډ وډ په لوبو ول.

ښځې له مارکېټ څخه داسې راستنې شوې چې کراچۍ ګانې یې له هګیو، الوګانو،‌ پېمپرونو او ګاز ډبو څخه راډکې کړې وې.‌

ساتونکي ټول شیان په دقت سره تلاشي کوي. هغوی دا صلاحیت لري چې غیر معمول قېمتي توکي او موبایل فونونه ضبط، ثبت او ورسره ایسار کړي.‌

حسن وویل، دا امنیتي ګامونه د دې لپاره ضروري دي چې اوسېدونکي یو له بل څخه له غلا کولو او د توکو له قاچاق کولو یا په بهرنۍ نړۍ کې له ارتباط ټینګولو څخه منع کړي.

'د راتلونکي وخت ترهګر'

نیمه کورواکې کوردي اداره چې د سوریې ډېره شمال ختیځه برخه باندې واکمني لري، د دغو خلکو په اصلي هېوادونو باندې تاکید کوي چې خپل اتباع بېرته ور واخلي.‌

کوردي چارواکي عبدالکریم عمر وویل، په کار دی چې ښځې او ماشومان «د هغوی د هېوادونو له خوا بیا وروزل شي او په ټولنه کې ضم کړای شي».

هغه خبرداری ورکړ چې که نه هغوی به «د راتلونکي وخت ترهګر» شي.‌

متحده ایالاتو هم په هېوادونو باندې غږ کړی دی چې هغه ښځې او ماشومان چې په کمپونو کې ساتل کیږي، بېرته ور ومني.

د سوریې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جېمز جیفري د وري په ۵ مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «لومړیتوب دا دی چې په هېوادونو باندې فشار راوړل شي چې خپل اتباع چې ښایي جرمونه یې کړي وي یا یې نه وي کړي، بېرته ور واخلي».‌

هغه وویل، «که هغوی پرې هڅې وکړي، هغوی کولی شي چې دا کار ترسره کړي».‌

خو د داعش پر ضد د نښتو په پای ته نژدې کېدلو سره، بهرني جنګیالي او د هغوی د کورنیو برخلیک د حکومت لپاره یوه غټه ستونزه ده، او ځینې وېره لري چې ښایي هغوی داسې کافي اندازه شواهد ونه مومي چې د داعش هغه غړي محاکمه کړي چې ادعا کوي چې هغوی جنګ نه دی کړی.‌

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کرېستوف کستنر د جمعې په ورځ /د وري ۱۶مه/ وویل چې فرانسې د فرانسوي جنګیالیو او د هغوی د کورنیو چې د داعش له سقوط څخه وروسته په سوریه کې توقیف شوي دي، راستنول رد کړل.

هغه وویل چې «په ټولیز ډول د راستنولو په هکله غور نه دی شوی»، البته فرانسه به د داعش د جنګیالیو د ماشومانو بېرته راستنول «د انفرادي قضیو په اساس» تر څېړنې لاندې ونیسي.‌

تېره میاشت، فرانسوي مقاماتو په لومړي ځل د سوریې په شمال ختیځ کې له کمپونو څخه د فرانسوي اورپکو پنځه یتیم شوي ماشومان هېواد ته راستانه کړل.

په ورته وخت کې،‌ د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د جمعې په ورځ وویل چې هغه د مرستې د یوې ناچارې غوښتنې له ترلاسه کولو څخه وروسته اجازه ورکوي چې د یوه استرالیایي اورپکي یتیم شوي ماشومان چې د سوریې په یوه کمپ کې ژوند کوي، دغه هېواد ته ورستانه شي.

موریسن وویل چې د هغه حکومت له سره صلیب سره کار کوي چې ماشومان د سوریې په شمال ختیځ کې الحلول کمپ څخه راوځي او استرالیایي چارواکي کولی شي چې د هغوی ارزونه وکړي.

له توپیرونو څخه پرته د متحدینو هدف سره ورته دی: چې وګوري چې د داعش جنګیالي د خپلو جنایتونو قېمت پرې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500